سرليکنه\ اداره
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴
د بیان آزادې؛ د انسانیت معراج
د مې ۳– مه او ثور ۱۳– مه د بیان آزادۍ نړیواله ورځ ده او سږ کال هم دا ورځ په نړۍ او افغانستان کې د ژورنالستانو او مدنې ټولنو له خوا ولمانځل شوه؛ بدلون اونیزه هم د دغې ورځې د درنښت او ارزښت په باب غواړې د خپلې سرلیکنې له لارې خپل عقیدت او نظر وړاندې کړي.
هغه یوازنۍ ستره ځانګړنه، چې انسان له بل هر ژوي بېل او ممتاز ګرځوي، ژبه ده، البته دا خو بدیهي ده چې له ژبي څخه منظور یوازې د غوښي هغه کوشنۍ فزیکي ټوټه نه ده چې د انسان په خوله کې پرته وي، که داسې وای نو د ځېنو حیواناتو ژبې په مراتبو تر انسان لویې دي خو دلته موخه ژبنی معنوي ماهیت دی داسې چې، ژبه د یو شمېر ږغیزو قراردادي سمبولو له لارې د پوهولو را پوهولو وسیله ده او د دغه منحصر به بني آدم خصوصیت په واسطه انسان خپل ذهنیت او تفکر له نورو سره شریکوي او باالمقابل د بل ذهني تمایلات او فکري نتایج هم ځان ته معلوموي.
دلته نو افسوس د هغه انسان پر حال چې د دغسې ژبني توان سره– سره د انسانیت قلمرو ته ګام نه شي ور اخیستای او ځان د ځناورو له مجموعې څخه نه شي بېلولای، په دې معنا چې د ژبې له وجودي منطقه استفاده نه شي کړای، بهرنۍ نړۍ ته خپل ذهن نه شي وړاندې کولای، په لوی لاس هڅه کوي چې خپل ستر انساني ایډیالونه خپله د خپل لاشعور په زندان کې زنداني کړي او د تل لپاره خپل ځان خپله د څیروونکو څارویو په ګله کې په شمېرلو محکوم کړي او دغه قاعده نو له فرد څخه د ټولنې تر کچې د حساب وړ ده.
دلته پوهېږو چې د بیان آزادي د انسان د حیثیت لپاره تر ټولو لوړ معراج دی، څومره چې پر انساني ذهن راچاپېر خنډونه ودېوالونه نړیږي نو په هماغه سطحه انسان د انساني ستر توب پر مسیر یو بل پر مختلونکی ګام اخلي.
په دې ټکي مو هم باید سرونه سره خلاص وي چې د بیان آزادي له ډیموکراسۍ پرته ممکنه نه ده ځکه په ډیموکراټیکو ټولنو کې خلک په خپل مټ سره پخپله پر خپلو ځانو حاکم وي او په خپل مخ کې هیڅ داسي دکتاتور قهر او مستبد حاکمیت نه ویني چې له ډاره دې یې ځان له خپل مقدس انساني خصوصیت یانې ژبې او بیان له آزادۍ څخه محروم کاندي.
په دکتاتورو واکمنیو کې انسانان اشخاص نه بلکې آشیاء وي، د مستهلکو لوښو غوندې کاریږي او انساني کرامت و بشري خصوصیت يې په رسمیت نه پېژندل کېږي یا په بله وینا وګړي څاروي وي چې د مستبد دکتاتور له خوا، چې هري خواته یې زړه وي هغه طرف ته څرول کېږي او چې اړتیا یې پېښه شي نو تر څارویو هم په سپک وضعیت سره تر چړو تیریږي، سپک په دې معنا چې څاروي خو تر حلالېدو وروسته په خورا ذوق و سلیقه سره په قسما قسمه ډولو سره پخېږي او اشتهاوې صفا کوي خو یو کس چې وینه یې توی شي نو، نور یې مخ د کتو نه وي او یو ځای په یوه غار کې ښخېږي، ښایې له همدې ځایه (العوام کاالانعام) یاني عوام څاروي بلل شوي دي او دا نو د انسان د سپکاوي لپاره تر ټولو ټیټه اصطلاح ده.
مګر د مطلقیت په مقابل کې ولسواک نظام قرار لري چې په هغه کې انسان خپل طبیعي هویت لري، هلته انسان د بل غلام، بنده او ساجد نه وي، هلته انسان پر خپل ځان خپله حاکم وي، هلته انسان حیوان نه وي، هلته انسان هم ژبه لري هم د ژبې آزادي او دا د انسانیت تر ټولو لوړ معراج دی.
په افغانستان کې د ژبې، بیان او قلم د آزادۍ لپاره اوږدې مبارزې شوي دي؛ د افغانستان د مشروطیت غورځنګ زموږ د معاصرې مبارزې یوه زبردسته بېلګه ده؛ زموږ ډېرو وطنپرستو مبارزینو ددغې سپېڅلې انساني مبارزې په لار کې په دې شعار سره ځانونه قربان کړل:
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در راه مشروطیت اول منزل است
دغه روښانه او ویاړلې لار ورپسې د ویښو زلمیانو په سیاسي مبارزو او قربانیو سره وپالل شوه مګر د انساني تفکر او ذهني آزادۍ دا لار د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر ۷– مه د افغان انسان په وینو کې غرقه او ورکه شوه او د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور پر ۸- مه د وینو توپانونه او سېلابونه نور هم وحشي شول او دا دی نژدې څلوېښت کاله پوره کېدونکي دي چې د مرتجع، تورذهنو او پردیپالو ډلو– ټپلو له خوا څارویو ته تر افغان انسان په لوړه سترګه کتل کیږي.
څوارلس کاله کیږي چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ وږمو ته لار خلاصه شوې ده خو دغه خوږه وږمه په پرلپسې توګه د فساد او زورواکۍ په بړبوکیو کې ورکیږي، ډېر تاریک او خودغرض جریانونه کار کوي چې افغان انسان د ولسواکۍ پر لار د انساني معراج لوړو مدارجو ته و نه رسیږي مګر له نېکه مرغه افغان انسان نور خپل د ژغورنې مسیر په نښه کړی دی او ودان افغانستان ګوند دغه واقعیت ډېر ښه تشخیص او درک کړی دی.
زموږ ګوند د مشروطیت غوښتونکو او ویښو زلمیانو د وارث په توګه یوازنی تلاښ دا کوي چې افغان انسان د ډیموکراسۍ په چوکاټ کې د بیان د آزادۍ له حقه برخمن کړي او په دې توګه خپلو مسایلو ته په خپل فکر، خپل ذهن او خپل عقل سره حللارې ولټوي او ځان د بېوسه او قربانې پسونو له کچې د انسانیت اوچت معراج ته ورسوي.