د بدلون اوونیزې سرلیکنه –
د می ۳- مه د بیان آزادۍ نړیواله ورځ وه، د دې ورځې په مناسبت مو د بدلون د تېرې (۷۷ – یمې) ګڼې سرلیکنه لیکلې وه، هلته مو د دې ورځې لمانځنه د افغانستان لپاره تر بل هر ځای ضروري بللې وه خو د ودان افغانستان ګوند لپاره مو لا مهمه ګڼلې وه ځکه غوڅه ادعا مو کړې چې ګوند پر بیان آزادۍ تر بل هر چا او هرجریان ډېر باور لري او د رامنځته کېدو لپاره یې علمي-عملي هلېځلې کوي.
د بیان آزادۍ مسئله چې د یوه ستر بشري حق په توګه څومره ارزښتناکه ده نو په هماغه تناسب یې لا د افغاني ټولنې روح و روان ته نفوذ نه دی کړی، موږ که د یوه بشري حق په توګه د بیان د آزادۍ شعار ور کوو او ځان ته دا زړه ور کوو چې د خپلو افکارو د توضیح و تعمیم په مخ کې خنډ نه منو، د اذهانو د تنویر و ترمیمپه پروسه کې مزاحمت ردوو، د خپلو تحقیقاتو و تخلیقاتو د اعلان لپاره له استبداده د جواز اخیستو ضرورت نه وینو نو ټیک همدغه حق هر انسان، په تېره بیا افغان انسان ته هم خوندې ګڼو.
له بده مرغه په دې وروستیو وختو کې زموږ یو نیم فکري- ګوندي ملګری د ګوند له منتقدینو سره داسې چلن کوي لکه د بیان آزادې چې یوازې زموږ حق وي او د نورو خولو و ذهنو ته چې ځنځیرونه ور اچوو، دا نه د ګوند له فکري کرښو سره سر خوري او نه هم د بیان آزادۍ په زمینه کې د توجیه وړ کړنه ده؛ باید انصافاًاعتراف وکړو چې یو وخت زموږ یوه ګوندي لاروي په فیسبوک کې زموږ یو وطنوال له دې امله بلاک کړی وو چې هغه یې پر یوه- نیمه ګوندي پرېکړه نیوکه کړې وه، نو د هغه منتقد دا تبصره ډېره پر ځای او له پنده ډکه وه چې نن تاسو د یوه روشنفکر سیاسي نهضت په صفت پر ځان یوه وړه نیوکه نه شئ زغملای نوڅنګه باور وکړو چې سبا سیاسي واک په لاس کې اخلئ خپل منتقدین و مخالفین به زندان ته نه اچوئ؟
موږ د بشر له عیني تجربو څخه په زدکړه سره د ژوند په هر اړخ کې د علمي نقد پلوي یو، پرته له منطقي نقد څخه هېڅډول پرمختیا ته مخ نه خلاصيږي؛ که موږ پر نورو د کره کتنې جسارت کوو نو نور هم باید پر موږ زر ځلې د نقد جرئت ولري او په مقابل کې یې باید د زغم، په سړه سینه اورېدو او سړو اعصابو د تحلیل وتجزبې شهامت ولرو. دلته د نړۍ د یوه ستر فیلسوف انسانیترینه مفوله د بیان آزادۍ حق ته د وفادارۍ لپاره د کلک تعهد روحیه را کوي؛ وایي چې فرانسوي ولټر، خپل بل وطنوال ژان ژاک روسو ته ولیکل چې، «ستا نظریات چې څوک لولي نو سړی پر څلورو تګ ته رابولي ځکه نو زه ستا یوه خبره هم نه منم خو د ژوند ترپایه به دا وایم چې ته د ویلو حق لري.» په نړۍ کې د بیان آزادۍ ته د دغسې سترو انسانانو ژمنتیا ټولنپوهان دې نتیجې ته ورسول چې د تمدن او اجتماعي پرمختګ راز د زغم په عالیترین کلتور کې نغښتی دی. پر دې اساس نو زغم د متمدن انسان تر ټولو جذاب خصلت او نرمې د عقلانیت تر ګردو څرګنده نښه ده؛ که موږخپله پر خپل ښه خوی باور ولرو نو:
په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا یم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم
دا خو نشي کېدای چې موږ دې د غونډ افغانستان د ودانۍ ادعا اعلان کړې وي او نور ټول دې، پرته له فکر کولو، څېړنې او مخالفته د و.ا.ګ ټوله ستراتېژې په پټو سترګو را سره ومني، زموږ خو هر وطنوال ته یوازنی پر ژبه را شین ورد همدا دی چې، ډېرو افغانانو خو ډېر وختونه په ډېرو رهبرانو پسې په پټو سترګوځغاستې ووهلې او هغو هم ښه په بېغمه زړه د پردیو او خپلو شخصي ګټو لپاره لکه پسونه لاس و پښې تړلي د قصابانو پر غولې ودرول، کاشکې چې په وروستیو سلګیو کې هم د رحمان بابا د دې بیت مفهوم په ذهن کې را ګرځېدلای:
دا جهان قصاب خانه کړه خدای و ما ته
پای بسته ولاړ په غولې د قصاب یم
دا زموږ اولین شعار دی چې نور نو د و.ا.ګ سیاسي سیسټم او ورته بل هر جریان و سازمان ته چې ورځئ باید په رڼو سترګو، ژورې څېړنې، پراخې سلا مشورې او شعورې توګه سره ور شئ، تر دې وروسته باید د هیچا ادعا په تړلو سترګو و نه منو، د هیچا شعار ته په غیرشعوري توګه سرونه ټیټ نکړو او هیڅ یوه سیاسيسټیج ته په غوڅه ژبه د تائید سرونه و نه ښوروو.
دا به ډېر لوی شرم او نه راګرځېدونکې ناکامې وې که زموږ شعار و عمل سره یو و نه اوسي او د هر چا د نقد، تور، اختلاف، عمل یا عکس العمل په مقابل کې بې حوصلې شو او پر هره پوله و پنډل له هر هموطن سره د لاس و ګرېوانېدو تر بریده کج بحثۍ ته لستوڼي را وغړو.
ودان افغانستان ګوند چې اوس یوه نوي پرمختیايي پړاو ته ور داخل شوی او د خپلو خواخوږو، متعهدو او وطنمینو غړو په درایت و برکت د افغانستان پر سیاسي ډګر تر بل هر سیاسي جریان ډېر ځلېدونکی و پرمختلونکی دی، د فکري ثبات، ستراتیژیکې ژورتیا او ذهني پراختیا حقانیت یې له یوې څخه بلې ورځې ته لا پسېثابتیږي، د علمي- منطقي وزن درنښت یې په چټکۍ سره د هرې سویې وګړو زړو و ذهنو ته پرېوتونکی دی او ټول وینو چې له داخل و خارج څخه علمي- فرهنګي کادرونه په ټولنیزو رسنیو کې د و.ا.ګ د غړیتوب اعلانونه کوي او د خپل غړیتوب دلایل هم د همدغه ګوند د ملګرو اخلاص، رښتینولې او د قول و عمل یوواليیادوي؛ د ثور پر ۹-مه په کندهار کې د ګوند په لویه حوزوي غونډه کې ځوان کادر او مدني فعال ښاغلي ګل احمد کمین وویل چې دغه ګوند ځکه د ده لپاره جالب و مهم دی چې تېر کال یې پر همدغه ځای او همدغسې غونډه کې د کومو فعالیتو ژمنې کړې وې نو نن مو یې د عملي کېدو ګزارشونه واورېدل.
په دغسې یوه حالت کې که له یوې خوا د ګوند د مطرح کېدو او محبوبیت ډېرېدو بریا امیدواروونکې ده نو له بله اړخه یې ور سره د مسؤلیت پېټی هم لا پسې درنیږي، د کار ساحه یې پراخيږي، لا درایت و متانت ته یې اړتیا لوړیږي، لا مدبرانه او کلکو ګامو ته یې ضرورت زیاتیږي، له دې سره طبیعي ده چې د ډېرو وګړوتوجه به را اوړي، د ستاینو تر څنګ به د کره کتنو ږغونه هم اورېدل کیږي که د دغسې بریو، پرمختیاوو و ښادنامو په بهیر کې زموږ یو- نیم ملګری د زغم مزي له لاسه ورکړي او ځای بېځایه په فیسبوک یا بل ځای کې له هر چا سره د وارخطایي خوله ووهي نو دا په رشتیا سره د ګوند وزن ته ضربه ور کوي او خدای مکړهد خپلو ستړو ملګرو ستړیا لا زیاتوي او بریاوې یې په اوبو لاهو کوي.
په آخر کې ټولو درنو ودانوالو ته د ګوند د منتقدینو په مقابل کې په دوه دلیله د زغم، ډېر منطقي چلن او کله- کله هم یو مخ چوپتیا تاکتیک یووار بیا ور یادوو:
یو- که نقد منطقي وو نو د خپل فکر و ستراتېژۍ د غنا لپاره استفاده ځنې کوو، هغه د استاد اسد غضنفر خبره «د بیان او فکر له آزادۍ پرته د حقایقو کشف خورا مشکل دی، که زما له نظر سره د مخالفت کولو اجازه نه وي ټولنه به څنګه پوهیږي چې زما نظر سم دی که ناسم؟ که د بیان آزادې نه وي زه به د خپل نظر کمزورياړخونه څنګه اصلاح کوم؟ او بالاخره که زه ټګ او تیریګر نه یم او د خپل نظر په سموالي په رښتیا ډاډه یم نو د مخالفې خبرې له اورېدو ولي ووېرېږم؟» (کلتور او ټولنه،مخ: ۱۴۶)
دا کار چې موږ همېشه کړی او د خپل ګوند یوه ځلانده ځانګړنه مو تل همدا بیان کړې چې موږ ته ګوندي و ناګوندي وطنوال لارښوونه کړای شي او چې منطقي مشورې یې راکړي نو تقریباً دوې نیمي لسیزې مو د خپلي کړنلارې په لا غنا کې ګټه ځنې اخیستې، همدا لامل دی چې د و.ا.ګ کړنلار تقریباً د هرچا لپاره په زړه پورې او بېساري ده.
دوه- که څوک د غرض و مرض پر اساس بې منطقه کره کتنه کوي نو د دوی په وړاندې خو چوپ پاتېدل فرض عین دي ځکه که منطق ور سره وایې نو د دوی خو له منطق سره له لویه سره جوړه نه ده او که بې منطقه احساساتي برخورد ور سره کوې نو د دوی ټیک همدغسې عکس العمل په کار دی خو داډول سپکوالی د و.ا.ګ له وزن سره په هیڅ وجه مناسبت نلري.
زموږ ملګري باید دغه اروایي اصل تل په پام کې ولري چې ځینې بې هدفه او بې کاره کسان غواړي چې د هدفمنو او مبارزو انسانانو په مخ کې منطقي یا بې منطقه سوالونه را واچوي او دوی یې په جوابولو سره له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي نو زموږ دوستان باید دا درایت ولري چې دغسې روانيمریضان تشخیص کړای شي او د دوی د ځای بېځایه پوښتنو تر ټولو زبردست جواب یې په وړاندې مطلقه چوپتیا ده؛ تاسو دوی ته هله د دوی اغراض په لاس ور کوئ چې ځان ور سره په بې معنا بحث یا ښه ده ووایو، کج بحثۍ کې ښیکېل کړئ؛ دلته نو یو د دوی سات ور تېروئ او بل له خپل اصلي هدفهپرته پر یوه بله بې نتیجې او کنډوکپر لار خپله انرژې ضایع کوئ؛ بیا هم استاد غضنفر د کار مقوله لري: «د راډیو، ټلویزیون او خصوصاً اینټرنیټ زمانه راڅخه غواړي چې د بل فکر بندولو ته نه بلکې د خپل فکر خپرولو ته مټي را ونغاړو.» (کلتور او ټولنه، مخ: ۱۰۷)
که هوښیارې و هماهنګې وي نو له مخالفو و موافقو نظریاتو څخه د کار و پیکار لپاره انرژې اخیستای شو.
دروېش څه ښه فرمایلي:
دا د رقیب خبرې هم له یاده مه باسه ته
دا د مار زهر به دې هم چیرې په کار شي آشنا