د انتقالي دورې څخه راپه دې خوا تر دمه د رسنیو بازار ورځ تر بلې په ګرمېدو دی، په لسګونو تلوېزونونه، د کابل په شمول په سلګونو اف اېم راډیوګانې، په سلګونو ورځپاڼې، مجلې او بیا د انترنېټ په نړۍ کې په لسګونه برېښنا پاڼې د افغان او بین المللي ټولنې ټر ټولو غټه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې خورا په کمه موده کې ډېر پرمختګ کړی ده. په هرڅه یو په یو بدلون ستونزې لري، خو لکه څنګه چې رسنۍ د دولت څلورمه قوه بلل کېږی او هلټر وايي چې مات جنګ ګټل شي هغه رسنۍ دي، نو د دې قوې نا سمه کارونه هم خورا خطرناکې پایلې لرلی شي.

که لومړی تلوېزونونو ته راشو، هره ورځ په لسګونه تلوېزونونه د کابل په شمول په ولایاتو کې خپرونې لري، هرورځ ورپکښې ګردي مېزونه جوړېږي. لکه (تودې خبرې)، موږ کله نا کله وایو په خبرو ګرم راغی، او یا هم خبرې یې تودې شوې، په دواړو جملو کې خبرې له عادي حالت څخه اووښتې برېښي او چې له عادي حالت څخه واوړي نو فکر کوم منطقي والی به یې هم تر پوښتنې لاندې وي، په هر صورت زما مطلب دا وه چې ددې ګردیو مېزونه لا تر اوسه کومه ښه پایله نه ده څرګنده شوې بدون له دې چې د خلکو او دولت تر منځ فاصله زیاته کړي او یا هم د قومونو تر منځ شخړو ته ټټرووهي. تېرو ورځو کې د خلق او پرچم د ګوندونو دوه غړي له څونورو کسانو سره ګردی مېز درلود، خو د خپرونې په جریان کې خبرې له لفظي شخړې څخه واوښتې او نور سودا ګریزو خبرتیا وو زموږ له سترګو پټ وساتل، دا زموږ د خبریالانو او رسنیو او دا زموږ د سیاسي چارو د کارپوهانو حالت ده چې منطقي خبرې یې په ګرمو او ګرمې یې تر فزیکي شخړې پورې ورسېدې. س

اف ام راډیوګانې: زیاتره وخت کله چې نوم یې اخلې نو سړي پام مخامخ سندرو ته لاړ شي. یوه ورځ په یوه موټر کې له موټر وان سره په کیسه کې موټروان ویل چې: (پخواه به مو کسټې ګرځولې، بیا ام پي تري، خو اوس د دواړو له جنجاله خلاص یو دا راډیو ګانې ښې شوې، هم نوې سندرې وي او هم ډېرې) نه یواځې موټروانان ورڅخه خوښ برېښي، د کلیو او ښار د نجونو د سات تېرۍ لپاره خورا ښې او دوی په زوق خپرونې لری خپرونې لري، د خپرونې چلونکي یې زیاتره غیرمسلکي دي، او یواځې د وخت تېرولو او څه نا څه نا چیزه معاش لپاره د مایک تر مخ کښېني. دوی زیاتره وخت له نجونو سره دومره بلد شوي وي، کله چې په ژوندی خپرونه کې جلۍ خپل نوم واخلي د راډیو کارکونکی د هغې پته ورته وايي، د اخلي پخلي کیسې ورپکښې کوي، عاشقان هم خپلې عاشقۍ باندې ورپکښې ګرمه مساله دوړوي، ان تر دې چې ډلې او ګروپونه یې ورپکښې جوړې کړي، ګروپ عاشقان، ګروپ مکرویان… څه وخت وړاندې دنرخ ولسوالۍ یوې اف اېم راډیو خپرونې درلودې، امریکایي جنرال ورپکښې په مخامخ ډول د ژباړن په مرسته د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ویل، زموږ ولسوالۍ چې خورا نا امنه ولسوالۍ ده، د حکومت مخالفینو هم دې رادیو ته زنګونه وهل، تعجب حالت وه، زیاترو اورېدونکو ته دا مطرح نه وه، چې کومې خبرې چې دوی کوي هغه په کورونو کې هم اورېدل کېږي، له بدو او ردو څخه نیولې بیا ان تر ښکنځلو او پوچو خبرو پورې د دې رایو له څپو څخه خپرېدل. فېسبوک: چې له ۲۰۰۵ کال څخه راپه دې خوا خلک کاروي خو افغانان یې ۲۰۰۸ او نهم کلونو راپه دېخوا ډېر کاروی، چې په ورستیو وختونو کې د تري جي او نورې تکنالوژۍ په راتګ سره د خلکو لاس رسی ورته زیات شوی دی. په لنډه توګه که ووايو چې هرڅوک انترنېټ ته لاس رسی لري نو حتما به د فېسبوک پته لري، او شاید زیاتره یې له یوڅخه زیاتې پتې هم ولري، هریو په سلګونو او ځینې یې ان تر زرګونو پورې ملګري لري.

د باسواده کسانو د شعور د سطحې په لوړولو کې خورا لوی رول لوبولی، علمي او معلوماتي لیکنې ورپکښې ډېرې تر سترګو کېږي، دخلکو ترمنځ په اړیکو کې یې ډېر لوی رول لوبولی په کم وخت کې یوه خبره د ډېرو کسانو تر لاسه ورځي. خو د متعصبو کسانو څخه هم نه ده خالي، د نجونو او نرینه وو په جامو کې متعصب کسان هم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره فېسبوک ښه وسیله پېژندلی، په دې منځ کې بیا ځینې د خبرو پاکوالي ته هم پاملرنه نه کوي. زموږ یو کلیوال ملګری چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وه، ویل یې چې ایرانیانو به حضرت عمرفاروق ته ښکنځل کول نو موږ به حضرت علي ته ښکنځل کول فېسبوک کې هم هماغه کیسه روانه ده، که یوڅوک پښتون ضد خبره په دري ژبه کې وکړي، نو نور تاجک قوم په ښکنځلو سره لمانځي. د نجونو هم بازار ښه ورپکښې ګرم ده ولو که ترشاه یې کوم هلک وي، خو چې په وال باندې یې د یوې ښکلې جلۍ انځور لږېدلی وي نو بیا به په یوه عادي خبره هم په سلګونو خوښونې او په لسګونو نظریې ورسره مل شي. ان تردې چې زموږ ځینې سیاست پوهان هم د هغوی په لومه کې ښکېل دي، او دې خبرې ته پام نه کوي چې د ده لیکنه د ده په شخصیت باندې اغېز لري، داسې په زغرده غږېږي ته وايي چې یواځې دی او هغه نجلۍ د اروپا په کوم روستورانت کې ناست وي. سیاسي مشران: د سیاسي مشر نوم چې کله اخلم نو د خیانت یو نه بیانېدونکی انځور مې مخ ته ودرېږي، دا ځکه چې د جهاد په دور او له هغه څخه راوروسته هر وخت د عامه خلکو له احساساتو سره همدې سیاست مدارنو عجیبه لوبې وکړې.

اوس چې ډېر وخت د افغان او افغانستان له کلمې سره جنجال راپورته شوی، نو بیا هم پردي پاله سیاسي مشران د پردیو په اشاره افغان ولس یوې بلې کندې ته ټېل وهي. دوی خپلو قومونو ته دا ښیي چې ستاسو حق خوړل شوی دی، هرهغه څوک چې د پښتون قوم څخه بغیر وي نو هغه افغان نه دی، د دې خبرې سرچینې د احمدشاه مسعود په خبرو کې تاسو پیدا کولی شئ.

په هر صورت دلته یواځې د کلمې ستونزه نه ده د لته د ناکاره ګاونډیانو له خوا د افغانستان د تجزیې د پلان لومړۍ برخه د ازموینې په حال کې ده، غواړي د خلکو زهنونه په راتلونکي کې دې ته اماده کړي چې له یوځای والي څخه په تجزيې خوشاله شي.

بل خوا دا ستونزه په نوو پېژند پاڼو کې هم راپورته شوې او افغان ضد عناصر دې اور ته پکه وهي، او ورسره زیاتوي چې: ما افغان نیستیم مګر افغانستاني هستېم! خانه ملت کې هم دوی چې هېڅکله د ملت په رایه نه دي راغلي د ملت په سرنوشت لوبې کوي. زموږ یو ملګری سیف الله د غزني له ښاره لیکي: (نن له سهاره تر اوسه د غزني په ښار کي ګرد وګرځیدم، دافغان ملت د ناولو دښمنانو د کرکي او تعصب په دي وروستیو هڅو مي د ډیرو پښتنو، تاجکو او هزاروو خولي بوی کړي… یو لا ورخبر نه وو، تاجک ویل پشتون برادر کلان ماست، در کاروبار، مسجد قریه، مرده و زنده باهم شریک هستیم… هزاره ویل ما در این وطن بدون همدیګر برای یک روز هم زندګي کرده نه میتانیم، ماباهم مثل حلقه های زنجیر وصل هستیم.. پښتون ویل موږ ټول افغانان یو له دا دونه دربدري او کړاوونو وروسته مو دا ښه زده کړل چي ګټه په یووالي کي ده) که دې مسئلې باندې یو څه تم شو، او سلسله یې له احمدشاه مسعود نه نیولې بیا تر عبدالله عبدالله او بیا د رشید دوستم ملګري او د سرپل ولايت د خلکو استازي انور سادات، بیا له هغه نه تر عطا نوره پورې ټول په دې یوه سمت باندې څرخي، چې په وړاندې وخت کې یې هم د پښتو او پښتنو ضد کارونو ته لمن وهله. په څو تېرو ورځو کې د شپې په ترږمۍ کې بسم الله محمدي ، عبدالله عبدالله ،امرالله صالح ، حسین فهیم ،یونس قانوني ، عطا محمد نور او حاجي الماس د خپل پخواني تړون چې له امریکا سره یې د پښتنو دوژلو لپاره کړی وه یوځل بیا د تړون د نه نوي کېدو پرسر د خبر لپاره راټول شوي وه. بل خوا همدې افغان ضد عناصرو په لویه څارونوالۍ، ستره محکمه، او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې دومره ریښې زغلولي دي چې د یو بام او دوه هوا خبره یې راخیستې ده، کوم نومنه چې ما په وړاندې کې یاد کړل په ځانګړې توګه انور سادات چې په ولسي جرګه د پښتون قوم ته سپکاوی وکړ، هېڅ دولتي ارګان غوږ ورباندې نه وښوراوه، عطانور چې وویل زه افغان نه یم نو نه یې ورته د مهاجرت کارت ور کړ او نه د هویت تذکره او یا پېژند پاڼه ورڅه واخیسته. مګرکله چې پوهندوی استاد محمد اسماعیل یون د افغان د کلمې نه ملاتړ وکړ، نو د خپرونو د بندېدا له ګواښ سره مخ شو. ولسمشره! له تا څخه مننه کوو چې په د خپل واک په وروستۍ سلګي کې دې د افغانانو د ګټو په باره کې ټېنګه اراده کړې ده، خو چې د خپل واک په دې وروستۍ شېبه کې دې د دې افغان ضد عناصرو کوم چې غواړي افغانستان په څو برخو وویشي یو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی وه نو هېڅ کله به هم ستا نوم د تاریخ په تورو کرښو کې نه وه راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *