ذبیح الله رحیمزی

د بیان ازادي خپلواکۍ او  دکارونو په ترسراوي کې کامل ځواک لرلو ته وايي.بیان ازادي ده چې خلکو ته د دې قوت ورکوي څو د حکومت په ناسمو کړنو او تمبلیو په تړاوو خپل غږ پورته کړي او ورته د نیمګړتیاو په هکله خپل نظر وړاندې کړي.دا حق زمونږ اساسي قانون خلکو ته ورکړی افغانستان درسنيو قانون هم دبيان آزادي له هرډول تيري څخه خوندي ګڼلی او هر افغان ته يې حق ورکړی، چې خپل نظر  د بېلابېلو وسايلو له لارې بيان کړي.یادا چې د ټولو هغو کړنو اوکارونو ترسره کولو څخه عبارت  کیدای شي چې اعمال یې دبل چا حقوق،حیثیت او ازادۍ ته ضرر او صدمه ونه رسوي.

مونږ دلته په همدې غږیږو چې دبل چا حقوقو،حیثیت او ازادۍ ته ضرر رسول د بیان ازادي ده ؟هیڅکله هم نه  د بیان ازادي ځانته بېل بېل چوکاټونه،اصول،مسولیتونه او د تګ لارې لري.

دا درسره په پیل کې منم چې مونږ له نورو سره د پرتلې نه یو خو دا به هم راسره منئ چې د پنځو زرو تاریخې ویاړنو افتخاراتو او میړانو لاس په دا لویه ډله کې زمونږ پورته کېدونکی دی . دا د منلو ده چې مونږ پنځه زره کلن تاریخ لرو له زرونو سترګې نشي پټیدلای خو ورسره هغوی چې ګریوان لري ختماً یې سرښکته کیدونکی دی د خپل ځان سره د خساب کتاب چې پکې مونږ څه کړي او نورو …..

له نورو راتلنو سره د بیان ازادي هم زمونږ  په ټولنه کې هغه څه دي چې یې لا د ځوانۍ په مرحله کې ده او خامه خوله ده؛خو تېر لس دولس کلونه زموږ په ټولنه کې بیان ازادي هومره پرمختګ کړی چې د حساب وړ دی د رسنیو پراخ او له  خند او ځنډ پرته فعالیت د بیان د ازادۍ د ښه تمثیل بیلګې دي؛ خو  یوه خبره چې د تعجب وړ ده هغه دا چې مونږ له دې خبرې سره هېڅ جوړ نه یو یا نه جوړیږو چې هر څه د وخت په تناسب پر مخ یوسو. مونږ یواځې د نړۍ له زاویې هرې برخې ته ګورو داسې نه کوو چې هر څه په خپله ټولنه کې د هماغه وخت په کنډه وتلو اول یې زده کړو، په مشخصاتو،مشروع لارو چارو،خپل او پردي حق په تړاو یې مطالعه وکړو څو مو د بیان ازادۍ پلي کېدو ته لاره هواره کړې وي.

دا هم سمه ده چې د بیان ازادي دواړه اړخونه لري مثبت او منفي خو دا د بیان د کار اخیستو پورې اړه لري چې ته ترې څه ډول استفاده کوي هغسې چې دې حق دی او که هغه څه چې ستا د ناپوهۍ له امله یې خپل حق بولې.

زمونږ اوسنی رسنیر بهیر په جنګي مورچه بدل شوی او که دا رسنیر چوپړ د بیان ازادۍ په اډانه کې وڅیړل شي نو جوته به  شي چې مو خپل مسولیت او رسالت هغسې چې پکار ده نه دی ترسره کړی او یواځې مو د شخصیت وژنې یو لړۍ پیل کړې چې د عواقبو په اړه هم هومره احساس نلرو چې هسې نه ټولنې ته مو دکټې پر ځای توان ور اړولی وي .

د ټاکنو په درشل کې ځینې رسنۍ چې دبیان د ازادۍ او خلکو دغږ اوچتونې اصلي مرجع بلل کیږي د دې پرځای چې د خپل مسولیت ترڅنګ خپل رسالت ته هم پام وکړي داسې برنامې او ګردي میزونو جوړوي او خلکو ته وړاندې کوي چې له یوه اړخه هم د منلو نه دي. په میز کې ګډونوال د دې پرځای چې خپل غږ او خپل نظر وړاندې کړي د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي، د نورو حیثیت ته دپاملرنې پرځای په سپین سترګۍ په سپکو سپورو لګیا شي او دا برنامه د دې پر ځای چې د ولسواکۍ تمثیل پکې وړاندې شي د شخصیت وژنې په مورچه بدل او پکې د توهین ښکلي القاب داسې پاشل کیږي چې ته به وایې ګواکې دا اداره په لوی لاس د بیان ازادۍ د بدنامولو جال غوړوي.

فکر کوم دا ښاغلي د بیان د ازادۍ د انساني کرامت،فردي او ټولنیز خوندیتوب له محدودیتونو نه دي خبر او له دې خو ځان نا خبر کڼي اوکه یې پرې سر نه خلاصیږي چې هېڅوک اوهېڅ قانون چاته دا حق نه ورکوي څو د نورو حق تر پښو لاندې کړي او حیثیت ته یې صدمه ور ورسوي.

د ځوان کهول د ښې مفکورې او د قانون په رڼا کې د بیان د ازادۍ د پلي کیدا په هیله.

ذبیح الله رحیمزی ـ  ننګرهار پوهنتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *