ما ویل د کابل د پامیر او تیمورشاهي سینماګانو بهر او دننه د نیمه لغړو پېښوریو فلمونو پوسټرونه افغان ځوانان د دغو فلمونو کتلو ته وربولي، د فرهنګ او کلتور په اړه لومړی مخ تاسې ته دراوړي، د داسې کارونو مخه ولې نه نیسئ؟

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هغه وخت معين جلال نوراني راته وویل چې موږ داسې فلمونو ته یوه سره کرښه ټاکلې، څوک نه پرېږدو چې تر هغې سرې کرښې هاخوا څه نندارې ته وړاندې کړي. یاني هدف یې دا و چې دا فلمونه لا اوس هم د دوی تر سرې کرښې ندي اوښتي.

ما ویل ځينې شخصي تلویزیونونه له وژنو، جنایتونو او له وحشته ډک داسې سیریالونه خپروي چې خصوصاً د ماشومانو ذهن هماغه وحشت ته هڅوي او د هغوی اېډيال اوس کوم علمي شخصیت نه بلکې د هماغو ډرامو او سېریالونو وحشي هېروګان دي. تاسې پر دغو تلويزیونونو فشار نشئ راوړلی چې داسې منفي ذهنیت خپروونکي سیریالونه دې نه خپروي؟

بیا هم ښاغلي نوراني د ځواب ویلو وخت راکړ او ځواب یې هم دا و چې د اطلاعات و کلتور وزارت د څار یو کمیسون لري چې هغوی هغه غیراخلاقي، غېراسلامي او ډاروونکې صحنې له ډرامو او فلمونو لرې کوي او پخپله جناب وزیر صاحب هم څو ځلې د شخصي تلویزیونونو له مالکانو غوښتي چې داسې څه دې نه خپروي، کنه نو جرېمه به شي، څارانوالۍ ته به معرفي شي او تلویزون به یې وتړل شي.

ما ویل نو دوی خو اوس هم لګیا دي او دا سېریالونه خپروي، خېر (که غل نه غړيږي، مل دې وغړيږي)…

ما ویل د ښوونځي د زده کوونکو پر کتابچو مو اوس د همدغو هېروګانو عکسونه چاپ شوي او زده کوونکي یې ښه په مینه اخلي، چې که پخوا به یې په مکتب کې د تېرې ورځې د درس په اړه بحث کاوه اوس د کتابچو پوښ ته په کتو د تېرې شپې د یوه سېریال برخې یوه بل ته سره بیانوي، ولې د دې مخه نه نیسئ؟

ښاغلي نوراني وویل چې دا زموږ دنده نه بلکې د پوهنې وزارت، د ښوونکو او د کورنیو وظيفه ده چې دوی د داسې کتابچو له اخیستلو منع کړي. ما ویل د دغه کار مخنیوی خو تاسې ته راجع کیږي. ویل نه نه، تجاران دي، هغوی د خلکو تقاضا ته په کتو سره مجبوره دي چې داسې توکي راوړي چې خرڅلاو یې ډېر وي.

د ده په ځواب کې بیا د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمدکبیر حقمل وویل چې نو که داسې وي خو زموږ په بازارونو کې تریاک هم ښه اخیستونکي لري، غیراخلاقي فلمونه هم خرڅيږي او خلک یې اخلي، نو دا خو دلیل نشي کېدای…

دا وې د اطلاعات و کلتور وزارت د پخواني وزیر سېد مخدون رهين څو کارنامې، نور نو پټې بلاوې دې خدای پټې لري. د پټو بلاو خبره مې ځکه وکړه چې د ښاغلي کرزي په دوره کې د ( ټول افغان) ورځپاڼه د یوې مودې لپاره وتړل شوه او مسؤل یې بندي شو، هلته د بیان ازادي چېرې وه!؟

د سرنوشت ورځپاڼې په مسؤل مدیر اسدواحېدي پسې ولګېدل او ویې ځوراوه، هلته د بیان ازادي څنګه وه؟

خو دلته د بیان ازادي وه چې د کابل پریس په نوم یوې وېبپاڼې کولی شول چې هم اسلامي مقدساتو ته توهین وکړي او هم د افغانستان شخصيتونه او قومونه سپک کړي.

که خبره له شفه ووځي او شفتالو شي نو مقصد دا چې ځینو ته د بیان ازادي وه خو ځینو ته نه وه.

هغه بله ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د بیان د ازادۍ د قهرمان مډال ورکړل شو، ښه کار شوی، ورمبارک دې وي او په ریښتیا هم ده بیان ته ډېره ازادي ورکړه خو له دې ازادۍ ځينو ښه کافي ناوړه ګټه واخيسته او هر هغه څه یې د بیان د ازادۍ په نوم په خلکو وتپل چې ما یې پاس څو مثاله ذکر کړل، نور نو تاسې قضاوت وکړئ چې ګټه یې ډېره وه او که تاوان!؟
د ښاغلي کرزي لویه تېروتنه همدا د بیان بې واګي ازادي او ورپسې د اطلاعات و فرهنګ وزارت لپاره د وزیر په حېث د مخدون رهين ټاکل وو، د ښاغلي رهین زړه نو چې بیا څه وغوښتل هغه یې وکړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی وزیر عبدالباري جهاني به ډېر ستړی شي او وخت به ورنه واخلي چې د ښاغلي رهین کړي وراني ته پلاستر جوړوي. پر بې واګي ازادۍ روږدي کسان به یې همداسې پر وړاندې دریږي، لاریونونه او اعتراضونه به کوي لکه دا لګیا چې دي. دغه ازادې هوا ته پرتې زنګ وهلې اوسپنې رېګمال غواړي او د ښاغلي جهاني لویه لاس ته راوړنه به دا وي چې د ښاغلي کرزي له وخته راپاتې دا د بیان بې واګي ازادي لږه رامحدوده کړي، داسې محدوده چې د نورو ښکنځل او سپکول پکې د بیان ازادي ونه ګڼل شي، داسې محدوده چې له سرغړوونکې خپرنيزې ادارې سره توپيري چلند ونشي او داسې محدوده چې افغانان یې د ګټې پر ځای نور تاوان ونه ویني. فکر کوم په اوسنیو حالاتو کې له ښاغلي جهاني د ډېرو واقعي افغانانو یوازینۍ هیله همدا ده.

One thought on “د بیان بې واګي ازادي، کرزی او جهاني!.. / نورګل شفق”
  1. شفق صیب ژوندۍ دي يي
    خو زه یواځې یو بل ټکې ته هم اشاره کول غواړم، هغه دا چې رهین خو کرزی صیب د افغانانو په سر کښېناو ورسته له ډیرو ملی هلو ځلو له وزارت څخه وشړل شو او سلب اعتماد شو، خو متاسفانه پیسه دوستو او ځان غوښتنکو نمایندګانو بیرته هغه خپلي رد شوي رايي د څو پيسو په بدل کي هم هغه رهین ته چې رد کړيي وو په تایید سره ورکړي، او رهین ته يي یوځل بیا د افغناني کلتور او فرهنګ د ړنګولو چانس ورکړ. نو د دي کلتوري تباهې او بی واګې ازدي په مسؤلیت کې همدا په نامه نمایندګان هم شریک دي دا باید هیره نه شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *