ګلزاده سنګر
۱۳۹۸/۴/۹
ډیر کله د حکومت له خوا د یو اړین کار لپاره بودیجه وټاکل شې بیا د هغه پروژې چارې یو قراردادي شرکت ته ورکړل شې ، د کار د پیل پرانیسته یې هم وشې، خو بیا سر ته نه رسیږې.
دلته څو مسایل دي چې د بیا رغونې چارې یې ځنډنۍ کړې.
۱ــ په لومړیو کې پروژه هغه شرکت ته ورکول کیږې چې په خپله درخواست پاڼه کې یې د پروژې د پلي کیدو مصارف کم لیکلي وي هغه هم په دې خاطر چې صرف د نورو له منګولو یاده پروژه وژغوري.
خو چې کله یې بیا په کارونو پیل وکړې چې پوه شې ګټه یې په کې نشته بس په هماغه ځای خپلو کارونو ته د پای ټکی کیږدي.
۲ــ بله خبره دا چې قراردادي شرکتونو ته تعین شوي شرایط یوازې په لیکلي بڼه ورکول کیږې خو بیا یې وروسته نه پوښتنه او نه هم نظارت ترسترګو کیږې چې دې کار هم په لوه کچه ستونزې راولاړې کړې.
۳ــ د زیاتره پروژو چې زه خبر شوی یم ګټونکی قراردادي شرکت خپله پروژه په نورو شرکتونو پلوري دا چې یوه پروژه په څو تقسیمه شې او هر یو ترې خپله ګټه واخلي نو هتمي ده چې د پروژو چارې به همداسې په ټپه ولاړې وي.
۴ــ اګثره پروژې چې چارې یې په نیمایي کې پاتې کیږې ځیني په هغه سیمو کې پلي کیږې چې تر ډیره د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي. وسله والو مخالفینو کې ځیني داسې کسان شته چې د یادو پروژو پیل کې هیڅ مداخله نه کوي خو چې یو څه ناڅه کارونه یې ترسره شې بیا ورسره کلک مخالفت شروع کړې چې علت یې هر څه وي زه یې په نورو مسایلو بحث نه کوم.
نو ددې لپاره باید د بیا رغونې پروژې هغه ساختماني شرکتونو ته ورکړل شې چې د حکومت ټولو اصولو ته ژمن وي او دا خبره ورسره له مخکې وشې چې ګټل شوې پروژه به په خپله په ټاکلې نیټه مخ ته وړې.
ددې ترڅنګ یې باید د چارو په ښه توګه څارنه وشې او د څارنې لپاره داسې یو اعتمادي پلاوی ولیږل شې چې د قراردادي شرکت څخه د پیسو او نورو مسایلو طمعه ونه کړې.
بل دا چې باید حکومتي چارواکي د خپلو کارونو د ښه ترسراوي په خاطر جدي وه اوسې تر څو له یوې خوا وضعه شوې بودیجه په ښه توګه مصرف شې او له بلې خوا د پروژې په پای ته رسولو خلکو ته سهولتونه برابر شې.
که چیرې حکومتي چارواکي د بیا رغونې په پروژو کې همداسې بې مسولیته پاتې شې نو لرې نه ده چې په حکومت به د ولس شوی باور له لاسه ووځي.