تاند- د بریتانیا د اګزتر پوهنتون څېړونکو داسې ترکیبونه پېژندلي چې کولی شي د انسان زړې حجرې ځوانې کړي.
دوی وايي، د انسان د حجرو په ځوانولو د زړو انسانانو د ځوانېدو هیله کېدای شي.
څېړونکي وايي، که دا ممکنه شي چې د انسان حجرې ځوانې کړای شي، د انسان ظاهري بڼه بېرته د ځوانۍ وخت ته ګرځېدای شي.
هغه بیالوژیکې عملیه، چې د انسانانو د زړښت سبب کېږي، حجروي زړښت نومېږي.
د انسان د عمر له زیاتېدو سره په یو وخت د هغه حجرې کمزوره او له کاره لوېږي او د دې معنا دا ده چې د انسان حجرې نور نه تکثیر کېږي؛ که څه هم زړې حجرې له میتابولیک نظره لا هم فعالې باتې کېږي.
زړې حجرې ډېر کارونه یا فعالیتونه چې ځوانې حجرې یې کولی شي، نه شي کولی او همدا مسله سبب کېږي چې د عمر په تېرېدو د انسان توان او قدرت کم شي.
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې څېړونکي د زړو حجرو د بیا ځوانولو لپاره د لارو چارو د موندلو په لټه کې دي خو د بریتانیا د اګزتر پوهنتون څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې که لږ اندازه هایدروجن سلفایډ په مستقیم ډول د هرې حجرې میتوکندري برخې ته ورسېږي، د حجرو د عمر د زیاتېدو عملیه بدلولی شي.
میتوکندري په هره حجره کې یو خورا کوچنی غړی دی چې دنده یې د حجرې تنفس او د انرژۍ انتقال دی.
هغه ترکیبونه چې پر همدې اساس تراوسه جوړ شوي، توانېدلي چې زړې حجرې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه ځوانې کړي. هیله شته چې په راتلونکې کې په دې برخه کې نور پرمختګ ممکن شي.
البته د دې معنا به دا نه وي چې د انسان عمر اوږد کړي؛ بلکې اصلي هدف به یې دا وي چې په وسیله یې انسان په ظاهر کې ځوان ښکاره شي، بدن یې روغ پاتې شي او په ناروغیو ژر اخته نه شي.
۶ بد عادتونه چې ژر مو زړوي: