تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغان حکومت په دې تړاو سلا مشورې روانې کړې دي چې ایا د چین د سولې په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي که نه؟
دغه وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دوی غور کوي چې د چین لخوا دغې ناستې ته په پام کې نیول شوي معیارونه دا ایجابوي چې افغان حکومت هم دغې غونډې ته ورشي؟
وزارت وايي، دوی د سولې د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو تمه لري چې دا هڅې د افغان سولې پروسه یو ګام د پرمختګ خواته بوځي.
یاد وزارت ټینګار کړی چې د سولې دا ډول ناستې باید همه شمولې وي او افغان دولت یې باید مرکزي رول پر غاړه ولري.
بلخوا ویل کېږي چې حامد کرزي هم نن خپل کور ته هغه سیاستوال وربللي وو چې ټاکل شوې د چین په کوربه توب دغې ناسته کې ګډون وکړي.
د حامد کرزي د دفتر نږدې سرچینو ویلي، له افغان سیاستوالو څخه د کرزي په مشرۍ نږدې دېرش رهبران بیجنګ ته ورغوښتل شوي چې نن یې د دغې غونډې په تړاو خپلو کې سره سلا مشورې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په بیجنګ کې د افغان سیاستوالو، افغان حکومت او طالبانو تر منځ د چین په کوربه توب د سولې ناسته جوړه شي.
د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین وايي، دغې ناستې ته وربلل شوي او د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی به یادې غونډې ته ورشي.
to afghan government;AFGHANISTAN HAVE ONE GOVERNMENT;
PARALLEL GOVERNMENT IS SHAME FOR AFGHANISTAN.
GOVERNMENT MUST REVOKE AFGHAN POLITICAL PASSPORT
&TRAVEL DOCUMENTS FROM KHAMIDAK&OTHER CORRUPT.
KARZAI IS SHAMELESS.
AFGHAN GOVERNMENT IS REPRESENTATIVE OF AFGHANISTAN.
question? why karzai could not in his presidency period to make like this conference.
THIS ACTIVITY FROM ASHRAF GHANI.
karzai hungry for power.but too late for him.
social media must must explain to the public;karzai can not bring peace for us.
but want to bring russia&america in competation in Afghanistan .
this activity of the karzai&his team in more riskful for Afghanistan.
thank you