تاند- بینز کمپنۍ د خپلو موټرو لپاره داسې ځیرک ایل اي ډي (LED) څراغونه جوړ کړي چې تر یو ملیون پیکسله زیات دی.

بینز کمپنۍ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له دې ځیرک یا سمارت څراغونو څخه به په یو شمېر ایس کلاس بینز موټرونو کې کار واخیستل شي.

لومړی ځل مرسدیس بینز ایل اي ډي څراغونه یا ګروپونه په ۲۰۱۵ م کال نندارې ته وړاندې کړل خو دا ګروپونه تر عادي ایل اي ډي څراغونو ډېر دقیق دي.

هر ګروپ تر یو ملیون میګاپیکسله زیات دی او د رڼا د لګېدو ځای ښکارولی شي.

دا ګروپونه داسې سینسرونه لري چې رڼا کنټرولوي او نه پرېږدي چې د موټر څراغونه لارویان وځوروي.

دا حراغونه څرنګه کار کوي؟ په دې ویدیو کې یې ووینئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *