برقي موټر

تاند- مرسدیس بینز کمپنۍ داسې موټر جوړوي چې هم په هایدروجن او هم بېټرۍ کار وکړي.

د بینز کمپنۍ به د جرمني د فرانکفورت په نندارتون کې دا موټر نندارې ته کښېږدي.

تراوسه پورې د دغه موټر د تخنیکي چارو او تکنالوژۍ په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او د بنز کمپنۍ وايي چې وروسته به په دې اړه معلومات خپاره کړي.

بینز کمپنۍ، چې مرکز یې د جرمني په شتوتګارت ښار کې دی، وايي چې په دغه موټر کې یې د هایدروجن د سوځېدو لپاره یوه خاصه طریقه کارولې ده چې تر دې وړاندې ورڅخه کار نه و اخیستل شوی.

د دې موټر بېټرۍ د ښارونو د لنډ سفر لپاره ده خو له هایدروجن څخه په اوږدو سفرونو کې کار اخیستل کېږي.

د بنز کمپنۍ اوس پر دې موټر ایروډاینامیک ازمېښتونه کوي.

دا کمپنۍ وايي چې په هسپانیا، سویډن او جرمني کې یې دا موټر د سانتي ګراد په منفي ۴۰ او مثبت ۶۰ درجې او دغه راز په باران او واورو کې تجربه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *