د افغانستان د سولې پروسه د شاوخوا دوو کلونو را پدیخوا په عملي توګه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ په قطر هیواد کې پیل شوې چې وروسته له اوږدو او ستونځمنو پړاوونو او پر له پسې ناستو، بلاخره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسیده چې نن به یې موږ د لاسلیکیدو شاهدان وو.
بین الافغاني مذاکرات د متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ د سولې هوکړه لیک یوه مهمه برخه ده چې شاوخوا لس ورځې وروسته د دې هوکړه لیک څخه به د دواړو افغان لوریو (په کور دننه افغان پلاوی او طالبانو تحریک) تر منځ په رسمي توګه پیل شي.
افغانانو وروسته له څه باندې څلورو لسیزو جګړې او ناورین، د سولې لوی فرصت ته لار موندلې او لازمه ده تر څو د دې فرصت څخه د جګړې د ختمیدو او د امن او ټیکاو لپاره ګټه واخلي. چې په پایله کې به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یوې مطلوبې پایلې ورسیږي.
د بین الافغاني پلاوي د جوړښت لپاره د افغانستان حکومت او سیاسیون په خبرو او مشورو بوخت دي تر څو یو هر اړخیز پلاوی وټاکل شي.
انګیرنه دا ده چې د دې پلاوي لپاره تر ډیره د حکومت، ګوندونو، سیاسي مشرانو او مدني ټولنې څخه یو مرکب پلاوی وټاکل شي. خو ویره دا ده چې د افرادو او ډلو سلیقه که پکښې په نظر کې ونیول شي نو اټکل کېږي چې دا پلاوی له تخنیکي اړخه یو قوي پلاوی نه وي.
د بین الافغاني خبرو لپاره له تخنیکي اړخه پلاوی باید ټول شموله، قوي او د یو منظم جوړښت څخه برخمن وي.
اټکل کیږي چې دا پلاوی د ۱۸ څخه تر ۲۱ پوري غړي ولري. که چیرې دا پلاوی په لاندې ترکیب سره جوړ شي، نو یو هر اړخیز او له تخنیکي پلوه قوي پلاوی وي.