د تیرو څلویښتو کلونو جګړو د افغانانو تر منځ فکري، تنظیمي او قومي اختلافات زیاد کړیدي او د افغان اولس په وحدت او ورورولۍ یی د نفاق زخمونه پریښی دی. د روسانو او امریکایانو یو په بل پسی اشغال او د ګاونډیو هیوادونو پرله پسی لاس وهنو دا زخمونه نور هم ژور کړل. د حزب اسلامی افغانستان او د افغانستان د اسلامی دولت تر منځ سوله د اختلافاتو پدی ژورو زخمونو د رحمت د ملهم د کیښودو یوه پیلامه ده.

د سولي دی تړون په خلکو کی د راتلونکي په هکله امیدونه ژوندي کړیدي. اوس دواړه خواوی باید د سولي دا تحرک نور هم ګړندی کړي تر څو سوله په ټول افغانستان کی او د ټولو افغانانو تر منځ راشی. د سولی دا فرصت په تیرو اته دیرشو کلونو کی یوه داسی زرینه لحظه ده چی باید له لاسه ونه وځي. او که چیری دا لمحی د لاسه ووتی نتیجه به یی د پیړیو جنګونه وي چی په هغه کی به افغانستان د امریکایانو، روسانو، چینایانو او زمونږ د ګاونډیو هیوادونو د پوځي، استخباراتي او اقتصادي رقابتونو او جګړو ډګر شې. دا اور به طبعاً پاکستان او ایران ته هم سرایت وکړي او زمونږ د جونګړو تر څنګ به ددوی ډنګی ماڼۍ هم راوپرځوي.  

د سولی راتلونکی پړاو باید په ډیر غور سره شروع شی او راتلونکي قدمونه باید داسی واخستل شې چی د افغانانو مختلفی سیاسي او جنګي ډلی یی د ځانونو په خلاف کوم تهدید ونه ګڼی. د سولی په دوهم پړاو کی باید د یو پراخ بین الافغانی تفاهم لپاره زمینه مساعده شی تر څو د افغانستان ټول مطرح او منل شوی سیاسي او نظامي قوتونه د یو ملی تفاهم په راتلو کی برخه واخلي.

د ملي تفاهم په اړه لاندی دوه ټکي مهم دی.

لومړی مهم ټکی دادی چی د افغانستان جګړه یوازی دوی خواوی نلري. دا اته دیرش کلنه خونړۍ ستونزه ډیر کورني او بهرني عوامل لري. د اوسنی حالت په زیږیدو کی ډیرو کورنیو او بهرنیو اړخونو او قوتونو برخه اخستی ده. ددی تباه کونکي جنګ د جرړو د ایستو لپاره دا ضرور ده چی د سولی په اړه هر راتلونکی تفاهم باید یو ملي او هر اړخیز تفاهم وي تر څو د روانی جګړي ټول اړخونه پکی دخیل وي.

د ملي تفاهم نه د ځنو ډلو لیری پاتی کیدل د جګړی د ادامی اسباب په پوره ډول له منځه نه وړي. ناراضه ډلی د بهرنیانو د لاسوهنو لپاره ښه زمینه مساعدولی شې او ددی ډیر امکان شته چی نوموړی ډلی د بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو لخوا د خپلو موخو لپاره استعمال شی. اوس ددی وخت دی چی د تیرو ترخو او خونړیو تجربو نه درس واخلو او داسی یوه لاره غوره نکړو چی د هغی په نتیجه کی د اولس یوه برخه یا یوه ډله د سولی له بهیره لیری او د ملي تفاهم نه بهره پاتی شې.

د یو ملي تفاهم د موثریت او د بهرنیو د مداخلو د مخنیوی لپاره دا ضرور ده چی مختلفی افغانی ډلې باید ځانونه په تنګو ګوندي او قومي کړیو کی محصوری نه کړی او په ملي سطحه د فکر او عمل یوه نوی لړۍ شروع کړي.

د ملي تفاهم په اړه دوهم مهم ټکی دا دی چی ددی تفاهم اساسي او بنسټیز ټکي باید څه وې. ښکاره خبره ده چی دا تفاهم به د قدرت یا وزارتونو یا ولایتونو د ویش په سر نه وي. دا تفاهم باید په هغو اساسي ټکو وشي کوم چی زمونږ راتلونکو نسلونو ته یو سوکاله او اباد افغانستان په میراث پریښودی شي. زما په اند ددی تفاهم ځنی اساسي او بنسټیز ټکي په لاندی ډول دی.

۱ – د بهرنیو پوځونو وتل. د بهرنیو پوځونو موجودیت د افغانستان د جګړی د اوږدیدو یو لوی سبب دی او نه یوازی افغانستان بلکه ټوله سیمه یی ناارامه کړی ده. ټولی خواوی باید د بهرنیو پوځونو د وتلو او د هغوی د وتلو د څرنګوالی او د بهرنیو ملکونو د نظامی هډو په اړه یو ملی تفاهم ته ورسیږی.

۲ – ټولی خواوی باید دی تفاهم ته ورسیږی چی جګړه د افغانستان د روان کړکیچ د حل لاره نده او نه سوله د ټوپک په زور یا د بهرنیو ټانکونو په واسطه راتلی شي.

۳ – ټولی خواوی باید دی تفاهم ته ورسیږی چی افغانستان باید له ټولو ګاونډیو ملکونو سره نیکی اړیکي ولري. افغانستان باید یو ناپییلی هیواد وی او د نړۍ د ټولو ملکونو او لویو قوتونو سره ښی اړیکی ولري.

۴ – په افغانستان کی د اوږدو جنګونویو مهم کورنی عامل د حکومت غیر مشروعیت دی. نو لدی امله ددی تفاهم بل بنسټیز ټکی باید دا وی چی ټولی خواوی قدرت ته رسیدو لپاره باید د اولس رایو ته مراجعه وکړی. په افغانستان کی باید څوک د پردیو په مرسته او د برچی په زور په خلکو حکومت ونکړی.

مونږ اوس دیته ضرورت نلرو تر څو د اولسوالیو او ښارونو د نیولو لپاره د ټوپک شپیلۍ دیو بل په خوا واړوو. نن هر افغان که هغه تاجک وی که پښتون ، که ازبک، هزاره، ترکمن یا پشه ایی د یوی رایی حق لری. مونږ د یو بل رایو ته ضرورت لرو او دا رایي د ټوپک په زور نشو اخستلی. د خلکو د وژلو په ځای باید دویته د خدمت کولو فکر او پلان ولرو. د افغانانو هره ډله چی د تشدد او انتحاری حملو لاره خپلوې په هماغه اندازه په اولسونو کی تجرید او د هغوی رایی بایلي.

۵ – په تیرو دوو لسیزوکی په زور د حکومتونو ړنګول او پر ځای یی د نوو حکومتونو جوړول اولس او هیواد ته ډیر زیان اړولی دی. ددی لپاره ټولی خواوی باید پدی اړه تفاهم ته ورسیږي چی د یو موقت حکومت تر جوړیدو پوری باید موجوده حکومت د امورو اداره وکړي. په موقته دوره کی به د افغانستان په اوسني اساسي قانون کی د مناسبو تعدیلاتو په راوستلو غور وشې. تر څو اساسي قانون ټولو خواو ته د منلو وړ وي.

۶ – ټولی خواوی باید د یو اصل په حیث د سیاسي ګوندونو ګڼوالی او تعدد ومنی. پدی شرط چی نوموړی ګوندونه د اسلام د اصولو او د افغانستان د استقلال او ارضي تمامیت خلاف نه وی.

۷ – ټولی خواوی باید په افغانستان کی د ورونو قومونو د لا زیاد نږدیوالی او اتحاد په اړه ګډ تفاهم ته ورسیږي. افغانستان د ګڼو قومونو ګډ ټاټوبی اوکور دی. پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستاني، پشه ایی او نورو قومونو د پيړیو راهیسی پدی ملک کی په سوله اوامن کی ژوند کړی دی. د اسلام مقدس دین د قومونو تر منځ د ورورۍ مزي نور هم ټینګ کړی دی. اود قومونو او ژبو تنوع ددی ملک کلتوری او فرهنګی غنا نوره هم ښایسته کړی ده.

له بده مرغه د ۱۳۵۷ کال د غوایی کرغیړنی او خونړۍ کودتا نه یوازی په افغانستان یو غیر مشروع، سفاک او ظالم نظام تحمیل کړ بلکه د ورونو قومونو تر منځ يی د بی اعتمادۍ داسی فضا رامنځ ته کړه چی له اثراتو یی تر اوسه وطنوال کړیږی. په تیرو اته دیرشو کلونو کی د ټولو قومونو تر منځ خپلمنځي روابط او په خاص ډول د پښتنو او تاجکو ورورنو قومونو تر منځ اړیکی په منفی ډول متاثره شولی.

په تاریخي لحاظ د افغانستان په مرکزی ادارو او ولایاتو کی د پښتنو تر څنګ تاجک سیاست پوهانو، علماو او ادیبانو پراخ ګډون درلود. په افغانستان کی د نورو قومونو په مقایسه د پښتنو او تاجکانو تر منځ زیاد خپل منځي ودونه شوی دي. د پښتنو او تاجکانو دی نږدیوالی او تفاهم افغانستان ته سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ثبات وربخښلی ؤو.

په افغانستان کی د سولی او ثبات د راوستلو لپاره دا ضروري ده چی د افغانستان د دی دوو لویو قومونو سیاسي او قومي مشران یو بل ته د رقیب په سترګه ونه ګوری. دوی باید د تاریخ پدی حساسه مرحله کی خپلو ملي مسئولیتونو ته متوجه شی او د وطن او ملت د اوچتو او لویو ګټو په خاطر له یو بل سره تفاهم ته ورسیږی. او پخپلو کی د تفاهم په اساس د افغانستان نور قومونه او سیاسي مشران هم په یو واحد محور راټول کړي. تر څو د یو داسی سیاسي نظام بنسټ کیښودل شی چی په هغه کی د افغانستان ټول قومونه ځانونه د نظام خاوندان وګڼي. د افغانستان د دی دوو لویو قومونو سیاسي او قومي مشران باید پخپلو کی د وحدت او عدالت یوه داسی بیلګه وړاندی کړي چی د افغانستان نور واړه اولوی قومونه هم پری راټول شي.

که چیری ددی دوو لویو قومونو له اوسنیو سیاسی مشرانو سره دا حوصله نه وی پاتی نو بیا دی د وطن د لوړو منافعو په خاطر خپل ځایونه داسی مشرانو ته پریږدی کوم چی ددی دوو لویو قومونو یووالی او اتحاد منځته راوړلای شی. دپښتون او تاجک په یووالی او اتحاد کی دافغانستان پت پروت دی. ددی پت لومړی توری له پښتون او دوهم توری له تاجک جوړ دی.

د افغانستان په سیاسي ګوندونو کی حزب اسلامي یو داسی افغان شموله سیاسي جوړښت دی چی په هغه کی د ملک د مختلفو قومونو او ژبو استاذی شته. حزب له خپل دی اجتماعي قوت او محبوبیت نه په استفادی سره ددی توان لري چی ددی تاریخی لحظی نه اعظمي استفاده وکړی او د یوی ملی تګلاری په انتخابولو سره د ملک لویی پرګنی او خواره واره اولسونه د ځان سره ملګري کړی. حزب باید هڅه وکړی چی د سولی په هکله یوه ملي اجماع رامنځته کړي او پدی هکله له هر هغه ګوند او ډلی سره په شریکه کار وکړی چی سوله غواړی. د سولی دا مبارکه لاره باید د نورو ګوندونو، سیاسي مشرانو، قومی مشرانو، د پوهنتون د استاذانو او نورو ټولو هغو ډلو او افرادو سره چی ته ژمن دي یو ځای ووهل شي.

حزب اسلامی دا توان لري چی د سولی پدی بهیر کی د اولس خوری وری پرګنی په ځان راټولی کړي او د دوی متضاد او خواره واره فکرونه د حکمت او رحمت په داسی کلکو مزو وتړي چی هر قوم او فکر پکی د یوی کړۍ په څیر له بلی سره نښتی وی.  او لدی لیاری وطنوالو، ګاونډیانو او نړیوالو ته د سولی او رحمت یو پیغام واستوي.

ټول افغانان له جنګه کړیږي، د یو بل په درد پوهیږي او د سولی د راتګ لپاره د یوی متحدی پراخی او بین الافغاني جرګی او اجماع د جوړیدو غوښتونکي دی. باید د افغانستان د تیر ۳۸ کلن خونړي تاریخ نه د یو بل د زغملو داسی درس واخلو چی د هغه په اساس په وطن کی د امن او سولی یو نوی دور پرانیزو. باید خپلو راتلونکو نسلونو ته داسی یوه لاره جوړه کړو چی هغوی په خپلو کی یو بل سره ونه وژني او یو بل د وطن پریښیدو ته مجبور نکړي. ددی هدف د لاسته راوړو لپاره باید سوله په ټول افغانستان کی د ټولو افغانانو سره وشې.

د یو سوکاله او خپلواک افغانستان په امید چی هم د امن کور وي اوهم د ګاونډیو او نورو ملکونو سره سوله ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *