یادونه: زما ننی لیکنه په یوه ډیره حساسه موضوع را څرخیږي، له ټولو درنو لوستونکو څخه هیله کوم چې لیکنه ترپایه ولولئ او بیا قضاوت وکړي، مهرباني وکړي په پټو سترګو راباندي توری او سپینی ټاپې ونه لګوي، په دغه اړوند ډیر کسان له ما سره همنظره دي خو له ویلو څخه یي ډډه کوي. یوه بله خبره چي ضروري ده هغه دا چي هر هغه څوک چي سپین پاچ تړی ملا دی ولی عالم نه دي، خدای د وکړي چي زما په لیکنه کې زما هدف درک کړئ:

ډیره عجیبه ده،په ټوله نړی کې د پسرلي راتګ د خوښیو، د کار او د پرمختګ خبر راوړي خو له بده مرغه پسرلی زمونږ په هیواد کي د وینو د تویولو، د بیګناه انسانانو د وژلو او د هیواد په ورانولو سره پیلیږي. د سږن پسرلی له پیل سره سم په هیواد کې د وحشت او بربریت داسي لړۍ پیل شوه چې په ټول هیواد یې د غم ټغر خپور او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د نوی کال له پیل څخه وړاندي یوه بیګناه انجلۍ (فرخنده) د یو داسی تیاره سوچ ښکار شوه چې له پیړیو راهیسي یې دغه بیوزله ولس د تیارو شاته ټیل وهلی.زمونږ هیوادوالو تراوسه د فرخندي د قتل وحشت نه ؤ هیرکړي، چي د هیواد له جنوبه تر شمال او له شرقه تر غربه د بربریت داسي لړۍ پیل شوه چې تر اوسه یې په سلهاؤ کورنې له خپلو عزیزانو تر ابده جلا کړي او له سلهاؤ بیګناه انسانانو څخه یې د هغوی خدای ورکړی حق چې ژوند نومیږی په بیرحمانه ډول اخیستی دي، عجیبه داده چي دغه بی شعوره انسانان خپل دغه غیر انساني اوغیر اسلامي عمل ته د جهاد نوم ورکوي. یاده ډله یا ګروپ چي دغه ډول اعمال ترسره کوی ډیر نومونه لری چي په مختلفو وختو یي هر نوم کاریږي،یو نوم یي طالب دي چي له احساساتي ترانو سره راغي او په اسلام مین افغان ولس ورته په خپله غیږ کې ځای ورکړ خو خبر نه ؤ چې یوه ورځ به دغه د لستونړی ماران د دوی بچي،تور سري او ماشومان په ځانمرګي بریدونو کې وژني، کورونه به یي ورانوي او په خپلو ورانکاریو به ویاړي.

هرکله چي په هیواد کي ځانمرګي حمله ترسره شي نو مسؤلیت یي طالبان، حقاني ډله،حزب اسلامی او اوس یي داعش په غاړه اخلي.ځانمرګي په اسلام کي هیڅ حقیقت نلری او مطلق ناروا عمل دي چي یواځي د بیوزله افغانانو د وژلو په موخه ترسره کیږی خو عجیبه داده چي ملایان ورته حرام نه وایي بلکه منبر ته په ختلو وایي چې هی وروڼو دا د یهودیانو او عیسویانو توطیه ده او اسلام بدناموی. یاد ملایان د خپلو ویناؤ له لاري دغه ډول اعمالو ته جواز ورکوي او د یادو ډلو خرابکاري توجیه کوی. د دغو ملایانو استادان (مولانا فضل الرحمان ، مولانا سمیع الحق، مولانا اشرفي، قاضی حسین احمد، مولانا حمیدګال او داسی نور) چي په حقیقت کي د نړی ستر شیطانان دي په پاکستان کي ناست او د میډیا له لاري په افغانستان کي خرابکاره اعمالو ته جهاد او د ولس په مقابل کي ځانمرګي روا بولي. ددی ادعاد اثبات لپاره د دوه نجسو او مردارو (مولانا فضل الرحمان او سمیع الحق) مرکې په لاندي کلیپونو کي لیدلای شي: https://www.youtube.com/watch?v=hwbiAvvMVls

https://www.youtube.com/watch?v=gnMeHWBhD8E

زمونږ د ګران هیواد د ورانولو فتواګانې د امریکا، انګلیس، اسرایلو او یا نورو ملکونو په کلیساؤکې نه بلکه په پاکستانی مدرسو او د افغانستان په ځینې جوماتونو کې چیرته چي د ملافضلو او ملا سمیع الحق شاګردان ناست دي، ورکول کیږي. اوس د افغانستان له ړنګیدو وروسته دا ټولو ته جوته شوه چې افغان جهاد غربیانود خپلو د اهدافو په منظور تمویل کړي ؤ، خو د جهاد فتوا غربیانو نه بلکه کوڅه ډبو ملایانو ورکړه،د جهاد فتوا د هیواد جیدو علماؤ له خوا نه بلکه د پاکستان پوځي او سیاسي علماؤ له خوا صادره شوه او زمونږ بی خبره ولس يې د پردیو د دسیسو ښکار کړ او دا لړۍ تر اوسه دوام لري.

طالبان، القاعده، حقاني ډله او داعش خپل فعالیتونه د اسلام د دین د خدمت په موخه نه بلکه د پردیو د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي، او دا بدبخته ډلې په هوا نه بلکه د هیواد په مختلفو برخو کې د ولس په منځ کې ژوند کوي. ای بی خبره ولسه نور را ویښ شه، د ښه او بد ترمنځ تمیز وکړه،نور خپل بچي د پردیو د دسیسو ښکار مه ګرځوه. دغو اسلام دښمنه، افغان دښمنه بدبخته ډلو ته په خپلو کلیو او منطقو کې ځای مه ورکوئ ځکه چې زمونږ بچي همدوی وژني، او له وژلو وروسته بیا په خپلو اعلامیو کې وایي چي نن مو دومره افغانان د جهنم کندو ته وروغورځول. دغه طالبان ،القاعده او داعش په دي دنیا خو د فتوا ورکولو حق خو خپل ګني حتی د جنت او د دوزخ تقسیم هم دوی په خپل لاس کي اخیستي.

مونږ که چیري په پاکستان کې مدرسې نشو بندولای راځئ چې نور خپل بچي دغو مدرسو ته ونه لیږو او دهغه پرځای یي په خپلو مدرسو کي شامل کړو. مونږ په خپل هیواد کي ډیر ښه او غښتلي علما لرو چي کولای شی په دغه لار کې د هیواد او ددین د خدمت مصدر وګرځي.استاد سیاف چي یو بی عمله عالم دي باید نور توبه وباسي، او د سیاسي معاملو پرځای د خداي تعالی د دین اصلی خدمت ته راودانګي . مونږ نور باید د ملایانو له جاله ځان وباسو،د هیواد تکړه علما باید خپل رسالت پوره کولو ته میدان ته راودانګي او د اسلام د مبین دین په اړوند رښتیني معلومات ولس ته رسولو سره خپله ایماني او وجداني دنده سرته ورسوی.

په دغه حساس وخت کې په افغاني ټولنه کې دری اړخیزې (دولت، رښتینې علما او ولس) همکارې ته سخت ضرورت دي څو د بدرنګه دښمن وجود چې د ولس په منځ کي پټ او د هغوی له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کوی زمونږ له هیواد نابود شي. دولت باید داسي ګامونه پورته کړي څو د دوی او دولس ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي او د اعتماد او همکاري فضا رامنځ ته شي.

زمونږ هیوادوال باید په خپل حکومت او مسلح قواؤ چي د اسلام د مبین دین په لارښونه د خپلو هیوادوالو خدمت کوی، پوره ملاتړ وکړي له هغوی سره همکاری او مرسته وکړي او د دغو بدنامو او مردارو ډلو چي د هیواد په مختلفو ځایونو کې یي ځالې جوړی کړي، په مقابل کي له خپل دولت سره مرسته وکړی او دغه ناولي له هیواده ورک او نابود کړي.

لکه غني بابا چي وایي:

ماته د جنت کیسی،ځانته ددنیا حساب

دا دی عجیبه انصاف،دادی عجیبه کتاب

زه په مستي سور کافر،ته په هوس سپین ملا

ماته په فتوا عذاب،تاته په دوکه ثواب

ای د عدالت ربه! دالوبه خو ورانه کړه

مونږه انساناتو ته نوی لار ودانه کړه

نور که څه کوی که نه،خلاص مو له ملا نه کړه

عبدالفتاح – دارهټ منګوټی

One thought on “د بیوزله افغانانو قاتلان – عبدالفتاح”
  1. عبد الفتاح جانه.!
    خه شه ءي ويلي. ايكاش جه دا اوسني فكر مو لمري كري وو.
    رشتيا ده ستا خبري رشتيا او بنداوري دي،كه خوك تري بند وأخلي.
    كرانه وكوره برون خما اوستا به ملي شورا كي د حفيظ منصور به نامه يو وكيل رابورته كيزي بل وكيل جه قانوني خبري ورته به كوته كري نو منصور ورته واءي جه غلي كشينه كه نه وي يو خو خبري به دي به مخ درته حواله كرم اوبه ريس بأندي زغ كوي جه داسي خلك بايد له جلسي وباسي .
    اوس ته رأته ووايه جه دا دواره ليونيان دي او يا عقل ءي دلاسه وركري كه جيري عقلي او عصبي مريضي ولري نو بارالمان دليونو خلكو خاي نه دي كه عاقلان دي ولي داسي بر خورد ونه ديو جا دشخصي كتو به طرف داري او عامه كتو تر بشو لا ندي كولو به خاطر إنجاميزي .
    او تول نمايندكان به دي بوهيزي جه منصور يو متعصب او دبشتنو ضد رويه او دشمالي تلوالي به غيري قانوني حقوقو تينكار كوي مكر جانب مقابل دملي او عامه كتو خخه قانوني دفاع كوي .
    لنده داجه تر خو جه اجنبي لأسونه زمونز دوطن والو له سره قطعه نه شي دالري به آدامه لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *