د رڼا یوازنۍ لار
ونیو مه شه هغه زویه په خوا پورې
چې یې نه نیولی درس وي نه مکتب
په غوجل کې باري خر او کچر ښه دی
نه په خونه کې جاهل او بې طلب
عبدالحمید مومند
د سنبلې ۱۷- مه د بې سوادۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده؛ دا به په اول نظر ډېره ناشوده و ایسي که یو څوک د یوویشتمې پېړۍ په برېښنایی و انټرنیټي دوران کې هم دا ورځ د دې خواخوږۍ په احساس ولمانځي چې خپلو خلکو ته یې د لیک- لوست د اهمیت ور ښوولو یوه بهانه شي، خو که هررنګه ښکاري موږ پر روشنفکري کرښه د یوه روان جدي ګوند په توګه، له دې ورځې د اعظمي استفادې له پاره، خپل تر ګردو لوی رسالت ګڼو چې افغان ملت ته د سواد و پوهې پر ارزښت تر بل هرڅه جدي خبرې وکړو؛ نوره پرمختللې دنیا خو نور دا ډول بحثو ته اړه نه ده، ځکه ډېر مخکې یې لا دا مسایل حل کړي دي؛ موږ ته هم نازکخیال و موشګاف شاعر عبدالحمید مومند (۱۱۴۵ ه- ق مړ) شاوخوا درې پېړۍ پخوا لا تر بې درسه، بې مکتبه، جاهل او بې طلبه زوی خر و کچر غوره بللی، اما له ډېره بده مرغه، موږ لا هم هغه ملت یو چې د وروستیو ارقامو له مخې، تر ۱۵- کلنۍ لوړ، ۶۰٪ (۹،۵ میلیون وګړي) یانې د نفوس درېیمه برخه مو بې سواد، بې مکتب او بې طلب دي؛ د معارف وزارت له خوا د سواد معیار، یوازې لیک- لوست او محاسبه ټاکل شوی؛ پوهه، مسلک، تخصص او فکري تولید خو بېخې لیرې خبره ده؛ ممکن دا هم یوه خوشبینانه سروې وي او اصلي تصویر تر دې ډېر ډاروونکی وي.
د جهالت دغسې یو تور ذهني ماحول، د فکر و فرهنګ او پوهې و هوښ خاوندانو له پاره خامخا تر فاجعې هم بتره بدبختې ده، ځکه دوی پوهیږي، هغه ملت چې د مکتب و سواد له رڼا څخه تر دې بریده محروم وي نو هيڅکله د ښې ورځې څښتن کېدای نه شي او د دې ادعا تر ټولو لاس په استوڼي مثال یې افغان ولس دی چې په نړیواله کچه د هراړخیزو نعمتو و فرصتو سره- سره یې، آن له هغو لومړنیو انساني اسانتیاوو څخه یوه هم په نصیب نه ده او هغه د چا خبره د سین په منځ کې له تندې چولاوه دی؛ نوره دنیا د پوهې و فکر په برکت سرابونه په سرشارو فرصتو بدلوي خو موږ ته د خپل تاریخي و میراثي جهالت له بده شامته بې مثاله چانسونه سرابونه ایسي؛ دا دی د ناپوهۍ د تورې بلا د تور سیوري له ناوړه تاثیره د یوه پنځه زره کلن ملت حال!!!
له یوې خوا خو له لویه سره موږ، لکه په اروپا کې د تورو منځنیو پېړیو غوندې، له علم، ساینس، نوښت، فکري تولید او نورو رڼاپالونکو هڅو سره سخت حساسیت لرو؛ روحاني قشر مو همېشه عام، بېچاره او وروسته پاته ولس ته ساینس د شیطان علم ور پېژندلی؛ مکتب یې د ابلیس څاله ور معرفې کړې او هر بشرپال ابتکار یې نامشروع بدعت ور ته تبلیغ کړی دی؛ زموږپه معاصر تاریخ کې د دا ډول جاهلانه ذهن تر ګردو برجسته بېلګه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي پر ضد، د هغه د انسانیترینو اصلاحاتو او پرمختګو له امله خونړي، تباکوونکي او جهالتخېز بغاوتونه دي چې زموږ محبوب افغانستان یې د تورو شاتګپالو پېړیو و نس ته یووار بیا ور ټېل واهه او لاهم سخت سوخت و ژور درد دا چې، نن مو هم د پردیپالو و نابلده مذاهبو پیروان، هماغه د دغه تمدن د پتنګ په وړاندې، د زاړه و وراسته ذهن زېږنده د تکفیر و تحقیر نابابه بابولالې بولي چې بارزه بېلګه یې د ملا صبور په نوم مشهور د جهالت سمبول دی چې زموږ روښان- متمدن پاچا یې کافر او د هغه د ریفورمو پر ضد یې، د ګوډ ملا او غله بچهء سقاو (حبیبالله کلکاني) علم و وطن ضد تخریبي بغاوتونه د اولیاؤالله وو کار وباله.
له بله اړخه چې مو کله افغانستان د شرق و غرب تر سیاسي- نظامي غوبل لاندې راغی نو همدا له علم و فرهنګ سره جمعې دوښمنۍ مو دوی ته د دوی د پراختیایې و استعماري اهدافو د تطبیق له پاره زبردسته زمینه شوه؛ تر پنځه میلیونه پورې افغانان مو یوازې پاکستان ته مهاجر شول او د امریکا د تقشو، عربو د پیسو او پاکستان د دسیسو په ستراتیژې کې پاکستانیان سخیترین انصار ور و پېژندل شول؛ پاکستان، چې د هندوستان د ستر ناجي (ګاندي جي) د تحقیر په موخه، د انګرېز صدر اعظم چیرچیل د شدیدې عقدې پر اساس، د اسلام د مستحکمې کلا په نوم جوړ شوی او د پلازمېنې نوم یې هم اسلام آباد ور ایښی، نو دلته به کوم سُست عنصره مسلمان وو چې پر دغه د مسلمان په نوم جوړ شوي هیواد به یې ذره شک کاوه؟ او د ده له یوه امره به یې د یوې میلۍ په اندازه د سرغړونې جک واهه؟ هماغه وو چې د سلو و زرو نورو تخریبي پلانو په سر کې یې یو دا وو چې افغانان نور هم له تعلیم و تربیې څخه محروم شي، ځکه هره ناانسانې اجنډا، ډېره اسانه، پر هغه ټولنه ښه تطبیقېدای شی چې د بصیرت سترګې یې ړندې وي او د بې علمۍ له امله یې د هر ډول تحلیل، تجزيې او دور اندېشۍ توان فلج وي، همدا علت وو چې بېچاره مهاجر د نامردو انصارو د سیستماتیک افراطیت په مدرسو کې داسې و روزل شول چې د افغانستان ضد ټریننګ تمرکز یې ټول د مکتب و معلم او علم و فرهنګ پر نه پخلاکېدونکې دوښمنۍ ور ټول وو؛ د مجاهدینو په نوم د پاکستان روزلو تخریبکارو، د خپلې پراخې ویجاړۍ په سلسله کې اولین ګوزارونه پر مکتبو و کتابو پیل کړل، له استادانو و ښوونکو به یې غوږونه و سرونه پرې کول او د شاګردانو، خصوصاً ښخینه وو، پر مخو به یې تېزاب ور پاشل، په زړو به یې ډار ور ننئیسته او د ښوونځي و ټولګي پر سرو به یې سرې لمبې ور نڅولې؛ دا علم و فرهنګ وژونکې حادثه هله خپل اوج ته ور پورته شوه چې همدغو مجاهدینو، نړولي افغانستان ته د پاکستان په راولپنډۍ کې جوړ شوی اسلامي حکومت را وارد کړ او هغه د پوهې و فرهنګ را پاته مرکزونه، پوهنتونونه، میوزیمونه، آرشیفونه، مکتبونه، کتابتونونه، او غونډې ادارې و دفترونه یې هم را خاورې- خاورې و ایره- ایره کړل او له ضیاءالحق سره د الوتکې په سقوط کې د آی اس آی د وژل شوي مشر، جنرال اختر عبدالرحمن هغه ارمان یې په ګور کې ور پوره کړ چې: «کابل باید وسوځول شي» ځکه دوی باور درلود، تر هغه چې کابل د افغانستان د ویاړلي ژوندي ښارګ په توګه د هر چا په لاس کې وی نو پر دې تاریخي هیواد د بل برلاسې ناممکنه ده؛ د افغانستان د تباهۍ د مقدمې په توګه، د کابل سوځونې ماموریت مجاهدینو پر غاړه اخیستی وو او دا ماموریت یې په داسې بریالي ډول انجام ته ورساوه چې نه یوازې کابل، بلکې ټول افغانستان یې داسې لوټه- لوټه کړ چې ممکن د جنرال اختر په پلان کې به هم دومره تباهې متصوره نه وه؛ د دې بې حده بربادیو په نتیجه کې، سره شوروي ته شکست ورکوونکي اتل مجاهدین، دا وار خپل ابرو و تاریخ او خپل ملت و مملکت ته په شکست ور کولو سره، د توپکیانو و جنګسالارانو په پاخه لقب سره ملقب شول او دوی له شرم و خجالت څخه داسې واکسین شول چې نن د شهید اونۍ د لمانځلو په ترڅ کې د خپل جهاد و مقاومت د داسې کارنامو په یادولو سره د هيڅ ډول بې عزتۍ و سرټیټۍ احساس نه کوي او عجیبه لا دا چې همدا دوی د نهه نیم میلیون افغان بېسوادانو اعلان خپله خپروي.
د سواد له نعمت څخه د نوي افغان نسل د لا دوامداره محرومولو لړۍ د پاکستان او نورو بشر ضد هیوادو له خوا، نه یوازې سُسته شوې نه ده، بلکې لا یې زور اخیستی دی؛ هماغه د استاد و شاګرد وژل و بېرول او هماغه د مکتب و پوهنتون د تخریب ثوابونه ګټل کیږي، خو د فاجعې د اوج ننداره دلته اوج ته رسیږي چې دا وار هماغه زاړه د کتاب و مکتب غلیمان، زموږ د دې ادارو مدیران دي او موږ په وارو- وارو مستندې ادعاوې کړي چې زموږ د لوړو زدکړو په کریکولم کې افراطیت تسجیل او په خورا هېښوونکې توګه تدریسیږي؛ زموږ یو شمېر د مکتب و پوهنتون فارغان د پاکستان له حقاني او نورو مدرسو له طالبانو سره په ذهني ساختار کې چنداني فرق نه لري؛ دې ته وایي د تاریخ د کومېډۍ و تراژیدۍ عجیب امتزاج!!!
هیله ده چې نور نو زموږ ځوان سیاسی نسل زموږ په مخ کې له دې ښکاره پرتو تجربو څخه منطقي درس اخیستی وي؛ موږ له همدې ترخو تاریخي پېښو په زدکړه سره، د ودان افغانستان ګوند پر رڼه- ملي کرښه سیاسی حرکت ته دوام ور کوو، ښوونه و روزنه، علم و فرهنګ، تفکر و تعقل مو د روښانتیا، ویښتیا او بدلون په شعار سره د اجنډا په سر کې ځای لري او دا هغه ستر انساني رسالت دی چې هم مو دین، هم انساني تجربو او هم مو عیني ضرورتو را سپارلی دی.
موږ خپل دې روښان سیاسی سیسټم ته د پراخ دعوت تر څنګ، د خپل ۹۹،۹۹ مسلمان ملت له فرد- فرد څخه پوښتنه کوو چې: که نور هیڅ هم نه وي، آیا یوازي د ستر څښتن تعالی او د هغه د ستر پیغامبر حضرت محمد (ص) دا مبارک ارشادات کفایت نه کوي چې نور جهالت و افراطیت ته شا او علم و مکتب ته مخه کړو:
هل یستوی الذین بعلمون والذین لایعلمون
یرفع الله الذین امنو منکم والذین اوتوالعلم درجات
فریضةالعلم علی کل مسلم والمسلمه
انما بعثت معلماً
زموږ مقدس قرآن عظیم الشان تعقل، تفکر او تدبر ته له الهي بلنو څخه مالامال دی، نو موږ ولي دا هرڅه په توپ و راکټ ولو؟
سرليکنه\ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۲ مه / پرلپسي ۹۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۱۷/ ۱۳۹۵