زړه تنګي (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردګ
تېزې سیلۍ د صحرا رېګونه په هوا کړل، د لمر وړانګې تتې شوې، فضا له دوړو ډکه شوه. سړي پر لکڼه زور وکړ، کېناست، د لونګۍ شمله یې سترګو ته ونیوه، سر یې په ګونډو کې ننویست، د باد توندې څپې یې پرلهپسې له غوږونو تېرېدې…

شپون له رمې په جلاشوي تور سېرلي پسې ګړندی شو، په نیولې سا یې پرلهپسې کنځاوې کولې: “د شیطانه ماله، تا د څښتن په سر یې بوزم، که دا ځل مې ګوتو ته راغلې، حلالوم دې!!!” تور سېرلي د دښتې په نرمو رېګونو کې تېزې منډې وهلې. له څه مزله وروسته ناڅاپه ودرېد، ځړېدلي غوږونه یې نور هم وځړېدل، د مخې پښې یې ګونډه کړې او د رېګونو پر یوه کوچنۍ غونډۍ، د یوه انسان د څو بېغوښو هډوکو ترمخ، پرېوت. د شپانه ستونی وچ شو، سېرلي ته له رسېدو سره سم یې تشو لاسونو ته وکتل؛ ډانګ یې لاندې د چینې په غاړه ترې پاتې و، شاوخوا یې وکتل، د سېرلي څنګ ته یې پر پراته لرګي سترګې ولګېدې، لرګی یې راواخیست، پروت سېرلی یې پر سر وواهه. سېرلي ټوپ کړ، سمدلاسه په یوه بوډا سړي بدل شو؛ د مخې نرۍ پښې یې ډنګر لاسونه شول، اوږده ځړېدلي غوږونه یې ورټول او نری مخ یې د انسان غوندې شو. شپانه ته یې وکتل او له یوه اوږده ارښمي وروسته یې وویل: “اف! زویه ښه شو چې راويښ دې کړم، ګېني اوس به د لېوانو پر ګله ورګډ وم او ټوټې ټوټې به وم.”
شپانه په ورخطایۍ شا ته وکتل، د غره په لمنه کې یې د وزو او سېرلیو رمه تر سترګو تېره کړه، بېرته یې بوډا ته مخ کړ او په ډېره حیرانتیا یې ترې وپوښتل: “ته څوک یې او پر دې دښته له کومې خوا راغلې!؟”
بوډا د شپانه تر سر تاووکړي خیرن دسمال ته وکتل، اوږده سا یې وکښه او بیا یې زیاته کړه: “بچیه زه مسافر یم، څو شېبې مخکې یوې توندې سیلۍ ایسار کړم او دلته د دمې جوړولو پرمهال خوب یوړوم. مګر کله چې مې سترګې سره ورغلې، ډېر خطرناک خوب مې ولید چې زه یو شوخ سېرلی وم، کله چې مې شپون له د څر پهپار له رمې سره غره ته راولي، نو زه د پخوا غوندې له رمې جدا او پر یوه لوړه غونډۍ د شوخۍ منډه کړم. شپون راپسې وي، خو زه په ډېره بېپروايۍ د مستۍ چارګام وهم، کله چې د غونډۍ سر ته پورته شم، ناڅه مې د یوه انسان پر څو بېغوښو هډوکو نظر پرېوځي. تر هغو بېغوښو هډوکو لاندې نوي راټوکېدلي واښه راختلي وي، کله چې یې د خوراک لپاره ګونډې ووهم، شپون راورسېږي او پر سر مې د لرګي کلک ګوزار وکړي، دغه مهال ناڅاپه زه په یوه انسان بدل شم؛ د مخې نرۍ پښې مې ډنګر لاسونه شي؛ اوږده ځړېدلي غوږونه مې راټول او نری مخ مې د انسان غوندې شي. شپون زما په لیدلو هک حیران شي، خو څو چې کومه پوښتنه رانه کوي، زه ورته سمدلاسه د خپل حیوانت جالبه کیسه شروع کړم، او ورسره د انسان کېدو پرلهپسې شکرونه وباسم. څو شېبې پس شپون د خپلې رمې خوا ته روان شي او زه له لږې دمې جوړولو وروسته د انسانانو منځته د ورتګ پلان جوړوم، خو په دغه وخت کې مې ناڅاپه هغه تازه راټوکېدلي واښه سترګو ته ودرېږي او د شدیدې لوږې پرمهال یې، په دغه وچه دښته کې، یو ډول آرمان وکړم. خو زما د چورت مزی لا نه وي پرې شوی چې بېرته په هماغه سېرلي بدل شم او د لېوانو د انګولا له وېرې له شپانه مخکې پر رمه ورګډ شم. نه پوهېږم چې نور به څه کېدل، خو تا راويښ کړم او د خوب لړۍ مې وشکېده.”
شپانه بوډا ته په رډو سترګو کتل، ټول وجود یې خولې او لړزې نیولی و، داسې لکه ګرمه تبه چې یې وي. شېبه پس یې لکڼې ته ورته لرګی د بوډا تر څنګ وغورځاوه او د خپلې رمې خوا ته یې ګړندي ګامونه واخیستل.
بوډا د شپانه له لاسه لوېدلی لرګی ورواخیست، په شپانه پسې یې وکتل، په غوسه یې شونډې پرانیستې: “دغه ځوان هم لکهچې شپون و، خو چې دی ولې بېخبرو روان شو او دا زما لکڼه یې ولې وراخیستې وه؟ ورکه لرې کړه، زه هم ځم چې لږ زر کور ته ورسېږم، لومړی به له ملک خانګل سره د رشقې بیه معلومه کړم، بیا به له محمدجان سره د خرې د کتې حساب کوم؛ هو رښتیا چې له شېریف سره مې هغه پر پوله او د اوبو د ورخ لانجه هېره نهشي، ډېر بېسترګو خلک دي، دنیا یوازې دوی ته خوند ورکوي…”
بوډا خړرنګې لونګۍ پر سر سمه کړه، د لکڼې بېخ یې پر رېګ ننویست، له موټي یې ګوتې ورتاو کړې، زور یې وکړ، پاڅېد، خو لا یې دوه ګامه نه وو اخیستي چې بېرته راپرېوت، او په یوه شېبه کې یې روغ وجود پر ماتو وچو هډوکو بدل شو. په دې وخت ناڅاپه یوه تونده سیلۍ راوالوته، او د انسان پر بېغوښو هډوکو یې رېګونه واړول. شپانه له شا پر غونډۍ ګردې تاوېدونکې سیلۍ ته وکتل، لږ چورت یې ونیو، ناڅاپه یې ترمخ تور سېرلي منډه کړه او له ده وړاندې د نورو سېرلیو پر رمه ورګډ شو.
جنت (کيسه ګۍ) لیکوال: نورالله غازي

زوی د ناروغې مور په خوله کې د مڼې سپينه کړې ټوټه ورکړه او بیا یې د مور سر راټيټ کړ، پر تندي یې ښکل کړه.
زرګون | لیکوال: حبیب الرحمن رحیمي

لال ګل له سړو اوبو او له وچې ډوډۍ سره پشنمۍ وکړ ، لاسونه یې لپه کړل ، له خدایه یې په پخپل حال د رحم غوښتنه وکړه ، ګړۍ ته یې وکتل ۲:۴۰ دقیقې دي، د سهار لمانځه ته وخت شته او یوه شومه خوب کیږي او په خپل ځای کې خوب یوړ. سترګې یې وغوړولې، د خدای نوم يې واخیست ،ویل یې ناوخته شوی ، په بیړه را وپاڅېد ، له کړکۍ یې مخامخ غره ته وکتل له خولې یې راووتل د مانځه وخت شته په بیړه یې اودس او لمونځ وکړل ، د سالون په کونج کې را ځړېدلې جامې یې واچولې، د حویلۍ په وروستۍ برخه کې یې لومد څړی له کړاچۍ پورته کړ، په باډۍ یې صافه تېره کړه ، په نه زړه یې دروازه پرانیسته، راځه تاکل په خدای هسې هم وختي دی دا وخت په بوزه کې څوک نه راتلل په روژه کې به څوک ښه راشي. ورو ورو یې خپله کړاچۍ د تنګو کنډو کپرو کوڅو کې تر سبزۍ مارکېټ ورسوله ، هېڅ ګڼه ګوڼه نه وه ، تېر ماښام اورښت شوی وو، د سحر تازه لمر په ځان ښه لګېد ، کړاچۍ یې کږه ودروله ، ډډه یې په کې واچوله ، خوب پرې ورغي، څو شیبې وروسته یې ورغوی وتخڼېد، په ډار کې را پورته شو او هاغه بانک نوټ ته يې په ځیر وکتل چې په سور رنګه کاغذ کې د هېواد د دوه تاریخې اثارو انځورونه په کې له ورایه ښکارېدل په تور رنګ پرې لیکل شوي وو ویلو ته يې اړتیا نه وه او په لاره تلونکې محصله څو قدمه وړاندې تللې.
ډاکټره! (لنډه کیسه) لیکوال: ډاکټر محمدحنيف حيران
