پکتیکا: له مرکزي زندان څخه درې تنه ازاد او د نهو نورو د بند موده کمه شوه.

د سه شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان څخه درې تنه بندیان د جلالتماب جمهور رئیس د یو سل لس ګڼه فرمان په اساس ازاد شول او د نهو نورو د بند په موده کې کموالی راغی چې یوه ښځه هم پکې شامله ده.

د پکتیکا ولایت د محبس مدیر سمنوال غلام سخي صاپی وایي خلاصو شویو بندیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې محبس د قانون د پلي کولو ځای دی او تاسو له ځانونو سره د محبس خاطرې یو سئ او نورو ته توسیې وکړئ ترڅو له هر ډول جرمونو څخه لرې واوسي.

هغه دغه راز وویل، د ولایتي ادارې په همکارۍ تل هڅه کوي چې د بندیانو ستونزې حل او دوی ته لازم سهولتونه برابر کړي.

له محبس څخه ازادو شویو بندیانو په خپلو خبرو کې د محبس له مسؤلینو مننه کوله چې دوی ته یې د بند په دوره کې هر ډول سهولتونه برابر کړي وو.

دوی وویل له دې وروسته به هیڅ ډول جرمونه نه کوي او نور ته به یې هم پیغام  دا وي چې له هر ډول جرمونو څخه ځانونه وساتي.

د یادونې ده، د پکتیکا ولایت په مرکزي زندان کې دا مهال ۱۷۲ نارینه او پنځې ښځې بندیانې دي او یو شمېر یې له دې وړاندې د بند قانوني مودې تر تېرولو او یا هم د ولسمشر د ځانګړو فرمانونو له مخې خوشي شوي دي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر


پنځو تنو بندیانو د قرانکریم د حفظ پګړۍ وتړلې.

د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې د پنځو تنو بندیانو د قرانکریم د حفظ پګړۍ وتړلې.

په دغو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي عصاالله فضلي ترڅنګ، د یو شمیر ادارو رئيسانو، دیني علماوو، قومي مخورو او بندیانو برخه اخیستې وه.

مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي د دغو پنځو تنو حافظانو هڅې وستایلې، دوی او د دوی کورنیو ته یې ددغه ستر ویاړ مبارکي وویله.

فضلي وویل، زندان په حقیقت کې د وهلو ډبلو ځای نه بلکې د اصلاح او سمون ځای دی او په وینا یې اوسني دولت ترډېره هڅه کړې چې دوی ته د زده کړو او هر ډول سهولت زمینه برابره کړي.

نوموړي دغه راز له نورو بندیانو هم غوښتنه وکړه چې د بند په موده کې دیني او عصري زده کړو ته پام زیات کړي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې یو تن بندي چې تازه یې قران کریم حفظ کړی او د حفظ پګړۍ یې تړلي وایي چې د ژوند تر ټولو ستره بریا او خوښي یې دا ده چې د بند په موده کې یې قران کریم حفظ کړ.

نوموړي د محبس له مسؤلینو او ښوونکو مننه وکړه چې د دوی زده کړو او ژوند ته پوره پاملرنه کوي او دوی ته یې هر ډول سهولتونه برابر کړي دي.

د مرکزي محبس مدیرسمونوال غلام سخي صاپي وویل محبس د یوه مکتب په څیر د د نمګړتیا وو د له منځه وړلو ځای دی او موږ تل هڅه کړې چې بندیانو ته ټول اړین سهولتونه برابر کړو.

د یادونې ده، دامهال د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې ۱۷۲ نارینه او ۵ ښځې د بېلابېلو جرمونو په اساس بندیانې دي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر


ښه حکومتداری د سولی تامین دی

د سولی او ملی پخلاینی د تامینولو ښه لاره د ښی حکومتداری جوړول دی چی هغه امنیت او ثبات رامنځته کوی .

دغه خبره د کندهار والی د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی سره په هغه غونډه کی وکړه کوم چی د لیندی میاشتی پر ۲۰ نیټه د والی د کار په دفتر کی جوړه سوی وه .

په پیل کی د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی مشر قاضی حبیب الله فوځی کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل موږ غواړو چی د سولی ولایتی شوراګانو د ښه فعالیت او د سولی پروسی د پياوړتیا په موخه د ټولنی د بیلابیلو کتګوریو د غړو سره لیدنی کتنی وکړو او په دی اړه د هغوی نیک نظریات تر لاسه کړو ، او هم  د سولی ولایتی شوراګانو د ستونزو او نیمګرتیاو څخه اګاه سو ، وروسته کندهار والی هغوی ته ښه راغلاست ووایه زیاته یی کړه سوله د هر افغان غوښتنه ده نو باید د سولی تامین لپاره اغیزمن کار تر سره سی خو د سولی او امنیت د تامین ښه لاره په هیواد کی د ښی حکومتداری جوړول دی چی په هغه سره پر دولت باندی د خلګو باور پیداکیږی ، هغه دا هم وویل کندهار ولایت د ژړی او پنجوائی ولسوالی مخکی د وسله والو ناراضو کسانو مرکز وو خو له ښه مرغه اوس هغه ولسوالی د سولی په نوم یادیږی .

ورپسی څو تنو نورو میلمنو د سولی د تامینولو تر څنګ د ښه کار په اړه د نظرونو غوښتنه وکړه خو د کندهار والی وویل لومړی باید د جګړی د رامنځته کولو علت پيدا سی خو زما په فکر په دولت کی داسی کسان شتون لری چی وسله وال ناراضو ته یی د فعالیت زمینه برابره کړی ده که ښه حکومتداری جوړه سی د دا ډول ناوړو کړنو مخه به ونیول سی

بیا د کندهار د سولی ولایتی کمیټی رئیس حاجی شیر احمد خان حقیار د کندهار د والی نیکی څرګندونی تائید کړی وویل که د امنیتی ځواکونو تر منځ د همږغی روحیه پیاوړی سی زه باور لرم چی ژر به سوله تامین سی ، خو دولت باید د سولی شوراګانو فعالیتونو ته ښه زمینه برابره کړی تر څو وسله وال ناراضه د سولی او ملی پخلاینی له پروسی سره یوځای سی .

بیا د پلاوی بل غړی سناتور حاجی امان الله هم وویل موږ او تاسو باید په صادقانه کار سره د سولی پیغام د کمربند څخه هغی خواته تر وسله والو ناراضو پوری ورسوو، موږ پوهیږو چی د سولی تامین په لاره کی دښمنانو خنډونه جوړ کړی دی .

په اخیر کی د پلاوو غړو د کندهار والی څخه غوښتنه وکړه چی تاسو د سولی پروسی د پیاوړتیا په لاره کی څه ډول همکاری کولای سی هغه په ځواب کی وویل سوله زما او د ټول افغان ولس یوازنی هیله ده زه به د امکان تر بریده د سولی تامین په لاره کی هڅی وکړم خو موږ باید په دی لاره کی پوره همږغی سره ولرو .


لغمان والي د افغان ګډو ځواکونو په روانو چاڼیزو عملیاتو کې د ګډون تر څنګ له نویو جوړو شویو پوستو څخه هم لیدنه وکړه

لغمان والي عبدالجبار نعیمي په داسې حال کې چې د ملي امنیت رئیس برید جنرال محمد حسن طوطاخیل او د ولایتي شورا یو شمېر استازو یې ملتیا کوله د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته له شمنګل څخه تر کچور ابوزیو پورې د سېلاب ۱ نمبر ۱۵ په نوم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې چې د سیمې تصفیې، تلاشۍ او د شمټیو د تپو پر سر په دوو ستراتیژیکو نقطو کې د نویو امنیتي پوستو د ایجاد په موخه له تېرو درې ورځو راهیسې پیل شوي، د ګډون تر څنګ له نویو جوړو شویو پوستو څخه هم لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې لغمان والي له رسنیو سره د خبرو پر مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال او اتلولیو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه چې د نویو پوستو په جوړېدو سره به نه یوازې د پنج پای او ګل ارام سیمو ته د مخالفینو د تګ راتګ لارې وتړل شي، بلکې له یادې سیمې لاندې په ۲۶ لویو او کوچنیو کلیو کې به هم د مخالفینو د وخت نا وخت ګرځېدو را ګرځېدو مخه نیول شوې وي.

ښاغلي نعیمي په سیمه کې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې د عامو ولسونو سره نېک چلند وکړي او هر هغه څوک چې د نظام په زیان وي او ټولنیز نظم خرابوي د هغوی په مقابل کې دې د قانون په رڼا کې په قاطعیت او جدیت سره عمل وکړي.

د عملیاتو په سیمه کې د لغمان امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد، د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد یوسف نیازي او د ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال، چې لغمان والي ته یې د اراضۍ په اړه معلومات وړاندې کول د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درې ورځو راهیسې په پیل شویو عملیاتو کې تر دې دمه د وسلوالو مخالفینو ۴ تنه شدید زخمیان شوي او د دې تر څنګ ۲۶ لوی او کوچني کلي تصفیه او تلاشي شوي دي.

امنیه قوماندان ښاغلي شېرزاد او دغه راز د لومړۍ پلې لوا قوماندان ښاغلي نیازي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ولسونو د هوساینې او د مخالفینو د ځپلو او له مینځه وړلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او په دې لاره کې به هر راز ستړیا ته اوږه ورکړي. نوموړو له ولسونو هم وغوښتل چې د خپلو امنیتي خواکونو سره همکاري وکړي، د مشکوکو خلکو او کړنو په لیدو سره نېږدې امنیتي او دفاعي ځواکونو ژر تر ژره خبر ورکړي.

د ولایتي شورا استازي او د سیمې اوسیدونکي کوچنیان چې د نویو پوستو په جوړېدو یې خوښي څرګندوله او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه راز د افغانستان د زنده باد شعارونه یې بدرګه کول، په خپلو مرکو کې وویل چې د دغو پوستو په جوړېدو سره به د مخالفینو له هر راز زورونو او ظلمونو خلاص شي.


دهلمندولایت درسنیو دفتر

خبرپاڼه

په هلمند ولایت کې د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځغونډه جوړه شوه.

په هلمند ولایت کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له لوري د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځفونډه جوړه شوه، چې د دغه ولایت د مرستیال والي سردار محمد همدرد په ګډون، د سولې عالي شورا غړي عبدالاحد معصومي، د علماو شورا رئیس مولوي نظرګل خان، د یاد کمیسیون رییس او ځینو نور چارواکو، زده کړیالانو او ښځو په کې برخه درلوده.

په دغه لمانځغونډه کې د هلمند مرستیال والي د بشر حقونو له خپلواک کمیسیون څخه مننه وکړه، چې د روانو کړکېچونو سره سره یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی. ښاغلي همدرد و ویل، مونږ له تیري، ظلم او تاوتریخوالي څخه سترګې نه شو پټولی، خو په خبره یې چې د دې هرڅه په وړاندې به خپلو مبارزو ته دوام ورکوو. هغه زیاته کړه، زمونږ مسئولیت اصلاحات راوستل دي او لرې نه ده، چې یوه ورځ به په خپل هدف کې بریا تر لاسه کړو. مرستیال والي و ویل، د بشرحقونو په برخه کې د هلمند ولایتي اداره چمتو ته او په دې برخه کې به له هېچا څخه هم خپلې هڅې ونه سپموي.

د سولې عالي شورا غړي عبدالاحد معصومي و ویل، په افغانستان کې روانې جګړې بشري حقوق تر پښو لاندې کړي او ترهګري یې د بشر حقونو په وړاندې لوی خنډ وښود. ښاغلي معصومي زیاته کړه، تر هغې چې سوله په هېواد کې حاکمه نه وي، تعلیم کمزوری وي، دا ستونزمنه ده، چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ را منځ ته شي.

د علماو شورا رئیس مولوي نظرګل خان د اسلام له نظره د بشر د حقونو اړوند ژوندي مثالونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ښاغلي معصومي ټینګار وکړ، چې د بشر حقونو په خوندیتوب کې باید زیات کار وشي.

یاده غونډه داسې مهال جوړیږي، چې افغانستان کې د بشرحقونو خپلواک کمیسیون له لوري مبارزه روانه ده، خو لا هم په دې برخه کې پراخه ستونزې موجودې دي.


د بي بي عایشې (رض) له عالي دارالعلوم څخه سلګونه نجونې فارغې شوې
 
د کابل ښار د بي بي عایشې (رض)  له عالي دارالعلوم څخه ۴۱۳ تنه نجونې فارغې شوې. د دوی له ډلې ۳۸۳ تنه له څوارلسم ټولګي او پاتې ۳۰ تنه له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې دي.  دا د یاد دارالعلوم لسمه دوره فارغانې دي، چې ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.
د دوی د فراغت په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم، د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رییس محمد عارف ملکیار، یو شمېر دیني عالمانو او د فارغو التحصیلانو کورنیو ګډون کړی وو. 
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم فارغو شویو نجونو ته مبارکي وویله او د مبارکو احادیثو او ارشاداتو پر اساس یې د علم زده کړه پر نر او ښځه فرض وبلله. ښاغلي صمیم هیله وښوده، چې فارغې شوې نجونې به وطن او اسلام ته د خدمت مصدر وګرځي.
د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي هم د خپلې وینا په ترڅ کې د بي بي عایشې (رض) د عالي دارالعلوم فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او د اسلام مبارک دین د ارشاداتو پر اساس یې د ښځو پر زده کړو ټینګار وکړ.
د بي بي عایشې (رض) عالي دارالعلوم په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د مدرسې په ډول رامنځ ته شوی، چې په ۱۳۸۶ کال کې دارالعلوم ته ارتقا ورکړل شوې ده. له دې معتبر اسلامي بنسټ څخه تر دې مهاله په لسو دورو کې ۳ زره نجونو د فراغت اسناد ترلاسه کړي دي. 
دغه راز د یادولو وړ ده، چې د یاد دارالعلوم د څوارلسم ټولګي د ټولو هغو فارغانو، چې د نمرو سلنه یې ۸۰٪ او یا له هغه لوړه وي؛ د لوړو زده کړو د دوام په موخه د کابل پوهنتون او د استاد برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته معرفي کېږي.
د غونډې په پای کې د بي بي عایشې (رض) د عالي دارالعلوم آمرې مېرمن نظیفې صدیقي ته د ښو خدمتونو په موخه د پوهنې وزارت لخوا د «ملالۍ میوندۍ» مډال ورکړل شو او پر ممتازو زده کوونکو ستاینلیکونه هم ووېشل شول.
 
په درنښت 
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *