د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار،سیداباد،چک او نرخ ولسوالیو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وزستانیانو په ګډون ۲۵ مخالفینو او ۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د نرخ ولسوالۍ په ابراهیم خیلو سیمه کې د هوایي برید او په شاه کابل سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د وزیرستانيانو په ګډون ۱۳ مخالفین وژل شوي او دوه نور له یوه اندازه مهماتو او وسلو سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي .

همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په بهادرخیلو،تنګي او سالارو سیمو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ مخالفین وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په لعلو خیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .

د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په ګودي سیمه کې د وسله والو مخالینو لخوا د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یو ۹ کلن ماشوم شهید شوی .

همدا راز د یادې ولسوالۍ په بمبایي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د نښتې پر مهال یو ولسي وګړی شهید شوی دی .

درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *