تاند، سه شنبه، د عقرب ۷ مه: د بینظیر بوټو او اصف علي زرداري لور بختاور بوټو په یو حیرانوونکي بیان کې اعتراف کړی چې د پاکستان د لومړیو وزیرانو او ولسمشرانو لخوا په ځانګړو پاکستاني روغتونونو کې د طالبانو درملنه کېده او لا هم دا چاره روانه ده.
نوموړې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي لا هم د پاکستان په دولتي میلمستونو کې طالبان ساتل کېږي او کلکه درملنه یې کېږي، خو د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندې رسنۍ به هیڅکله دا هر څه د تاریخ له پاڼو څخه هېر نکړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ګڼو مشرانو تر دې وړاندې په انفرادي ډول اعترافونه کړي دي چې دوی نه یوازې طالبان روزلي بلکې د لاهور او کراچۍ په روغتونو کې یې درملنې هم کېږي.
همدا راز د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا عمر هم د کراچۍ په یو روغتون کې تداوي کېده خو کله چې د پاکستان پوځ ته نور مطلوب نه و نو په خپل روغتون کې د زهرو په پیچکارۍ وواژه.
هغه ادعا چې طالبانو د رحمت الله نبیل د ملي امنیت د ریاست پر مهال په کلکه رد کړه.