په نوره نړۍ کې د بډوډو د ناروغانول پاره د هر تازه او نوی بډوډی بیه یولک ډالره ده چې یواویا لکه افغانۍ کیږی ـ خو د افغانستان د بېوزلو، او هغه کسان چې تښتول شوي وي، هر بډوډی یې یو نیم لک یا تر دولکو افغانیو پلورل کیږی، دا احتمال هم شته هغه بډوډی چې له نالوستو او پوونده (شپنو) ښځونه د زیږون په مهال د سازارین په پلمه ویستل کیږی بیه یې دوه لکه افغانۍ وي.

دهرات د(دشت حوض) دکډوالوپنډغالی :

دا د کډوالو هغه پنډغالی دی چې د فراه ، فاریاب او غور د وروستیو جګړو او د بادغیس د وچکالی له امله بې ځایه شوي کورنۍ پکې په وچه بیدیا، څلویښت درجې تودوخه کې تر شنه  او سوزنده آسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي او د تف باد له امله د ډیرو اوسیدونکو شونډې یې د وچې بیدیا د کودوړو په څیر چاودلی، له دې پنډ غالی څخه، چې د هرات د ښار د شمال لویدیځ په پنځلس کیلو مترۍ کې پروت دی، سپین ږیری، ښځې او کله هم ماشومان د سهار له خوا د هرات ښار ته د سوالګرۍ (ګدایی) لپاره راځي او مازیګر بیرته پنډ غالي ته درومي .

د بډوډي د پلور کیسه :

ګل احمدهغه ځوان چې دفراه دپرچمن ولسوالۍ اوسیدونکی ده داسې نقل کا:((په فراه کې په خوارۍ او مزدورۍ اخته وم ، څلور کاله دمخه مې واده وکړاواوس دوه بچیان لرم ، په فراه کې مې ژوند ښه وو،دومره رارسیدل چې سبا او بیګاه یې وخورو ، خو کله چې طالبانو په پرچمن یرغل راووړ،هرڅه موله خاوروایروسره برابرشول – دناچارۍ له امله دې کمپ ته راغلم ، ژوند مې لا هغه مهال لاتریخ شوچې په کمپ کې زمادمیرمنې زیږون ستونزمن شو، هیڅ مې نه درلودل ، بله چاره نه وه ، دې ته اړشوم ترڅوخپل یوبډوډی په دوه لکه افغانۍ وپلورم اودمیرمنې اوبچیانوژوندمې وژغورم )).

د پرچمن ولسوالۍ سقوط او د ایران موخې:

د فراه د پرچمن ولسوالۍ چې کابو یوسلواویا کیلومتره دفراه له ښار نه شمال ختیځ پلوته واټن لری، هغه ولسوالۍ ده چې د بخش آباد د اوبو بند به پکې جوړشی، ایران نه غواړی دا بند جوړ شی، نو طالبانو او د دولت مخالفینو د ایران په ټونګ په پرچمن یرغل وکړ او دا ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شوه او د بند د رغونې کار په ټپه ودرید.

د چغچران فلسفه:

په غوری لهجه چغ (هغه خلی چې چچ ورځینې جوړیږی ) او چران هم چریدن یاڅړمانا ورکوي، یعنی د وچکالۍ پر مهال بزې اونور څاروی دچچ خلی خوری اوځان له لوږې ژغوری – چې اوس دا چغچران چې دغور ولایت مرکز دی په (فیروزکوه) بدل شوی او د غورځینې خلک هم د وچکالۍ او جګړي له امله د هرات دې پنډ غالی ته راکوچیدلي ـ په بادغیس کې هم داسې وچکالی راغلې چې د څارویول پاره شین ډکی او یوه سلواغه اوبه نه پیداکیږی ، چې د دې ولایت ځینې اوسیدونکی هم په دې پنډ غالی کې شپې او ورځې سبا کوی.

تالی څټې رسنۍ اوبابیزه چلند :

زموږ رسنۍ چې هره ورځ زموږ په خلکو د تپل شوې جګړې راپورونه چاغوی، د ټولنې له سترو ناورینونو(لکه دبډوډو سوداګر) هیڅ خبرنه دی، کرۍ ورځ لګیا دی د جګړو، بې اتفاقی (لکه طلوع ) اوتعصب (لکه شبکه اطلاع رسانی) سوژې لټوي – هغه خبرې سوژې چې زموږ د خلکو د ربړونو، ستونزو په هکله دی، له دې رسنیو هیرې یاهم د خپلو ګټو په خاطر پرې سترګې پټوی. پاک الله دې زموږ په خلکو ورحمیږی !

عبدالرووف لیوال .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *