تاند- د افغانستان ولسمشر نن /یکشنبه/ د کلیو او ښارونو ترمنځ د فاصلو د کمولو په هدف د رغونې یو ملیارد ډالري پروګرام پرانیست.
دا پروګرام، چې ولسي تړون نومېږي، د ملي پیوستون پروګرام ځای نیوونکی دی چې پر اساس یې د کلیوالو په خوښه پروژې اجرا کېدې.
د ولسي تړون پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر و. دا پروګرام د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزارت له لوري عملي کېږي.
ولسمشر غني د دې پروګرام تر پرانیستلو مخکې تېر ماښام د نړیوال بانک له رييس سره په کتنه کې وویل چې د ولسي تړون اصلي هدف دا دی چې د ټولنې د کمزورو او بېوزلو خلکو لاسنیوی وشي.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په وینا د ولسي تړون د پروګرامونو د اجرا لپاره ۱۳۰ ملیون ډالره حکومت، ۴۰۰ ملیون ډالره د افغانستان د بیارغونې له بسپنې او ۱۰۰ ملیون ډالره د امریکا د نړیوالې براختیا اداره ورکوي.
ښاغلي حکیمي غونډې ته وویل چې د دې پروګرام هدف دا دی چې په هیواد کې بېوزلي کمه کړي او دولتي خدمات ولس ته په ښه بڼه وړاندې کړي.