تاند- د زرګونو بې درکه شویو بلوڅانو خپلوان، چې په کوټه کې د دوی د ورځو – ورځو پرلتونو ته نه چارواکو او نه رسنیو پام اړاوه، غواړي چې په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت پیل کړي.
دوی وايي، د دې لپاره چې په کوټه کې یې چا ږغ وانه ورېده ویې غوښتل چې په اسلام اباد کې د لوړې محکمې مخته احتجاجي پرلت وکړي خو پولیسو یې مخه ونیوله.
پښتانه او بلوڅ وايي، د پاکستان پولیس او امنیتي ځواکونه د پنجابي او سندي ګوندونو د احتجاج مخه نه نیسي خو دوی ته اجازه نه ورکوي.
تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعتراضونو مخه نیولې او یا یې له احتجاجه وروسته د دې غورځنګ ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.
د زرګونو بې درکه کړای شویو بلوڅانو د خپلوانو وضعیت تر پښتنو هم بد دی.

خوا تښتول شوي او ورک دي
سره له دې چې نن /دوشنبه/ د بې درکه شویو بلوڅانو د کورنیو غړي پرې نښودل شول چې په اسلام اباد کې د لوړې محکمې مخته پرلت وکړي خو دوی وايي چې له خپل پلانه لاس نه اخلي او له کوټې څخه به په اورګاډي کې تر اسلام اباده پورې لاریون وکړي.
پښتانه او بلوڅ وايي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په لسګونه زره پښتانه او بلوڅ نیولي، شکنجه کړي او په خورا بې رحمۍ وژلي دي.
دا هم ویل کېږي چې یو شمېر بې درکه کړای شوي کسان په داسې حال کې موندل شوي چې د بدن غړي یې پرې شوي وو.