په کالج کې سبق تازه تازه تمام شوی و او پروفیسران له خپلو ځوانو شاګردانو سره په پاکو، اُطو کړیو جامو کې ستړي ستومانه خو ډاډه او مغرور له لویې دروازې راوتل. د کالج د لویې دروازې په خوا کې د یوې ونې لاندې ګڼ کسان په خیرنو چوکیو ناست وو او په خیرنو لاسونو یې په خورا چټلو میزونو باندې په بشقابونو کې نه بلکې د اخبار په کاغذونو کې راوړل شوې حلوا خوړله. میزونه له ډېرې ناپاکۍ د ګریسو غوندې تور برېښېدل او مچانو ورباندې بد حال جوړ کړی وو.

ما یوه خیالي منظره نه ده رسم کړې بلکې څو ویشت کاله پخوا مې په دېره اسماعیل خان کې همدا حالت ولید. زموږ موټر له ساعتونو مزله وروسته د سورلیو د دمې لپاره د یوه کالج په څنګ کې د رستوران مخې ته ودرېد. زه په خوشحالۍ کښته شوم چې چای وڅښم خو د حلوا له لیدو وروسته مې د چایو نه څښل بهتر وبلل او له ځان سره دې موضوع بوخت وساتلم چې د کالج پوهې ولې د حلوایي په دوکان اثر نه دی کړی؟

په تېرو زمانو کې علم طبقاتي و. مطلب دا چې ځینو خاصو کسانو به پوهه حاصلوله او دغه پوهه به د خواصو په خدمت کې وه. د لرغوني یونان په باره کې ویل شوي دي چې د حکمت روښانه مشالونه پکې بل شول مګر ټکنالوژي ورکې وده ونه کړه او د دې شي یو علت دا و چې فزیکي کارونه غلامانو کول. افلاطون یا ارسطو دا ضرورت چندان نه احساساوه چې د ښې ګاډۍ په جوړولو یا د ښې یَوَې په اختراع کولو فکر وکړي. له دوی سره زیاتره هغه فکرونه وو چې د شتمنو او په تن پټو او په ګېډه مړو کسانو توجه یې جلبوله.

په جنوبي آسیا کې چې نوي ښوونځي د انګریزانو په زمانه کې پرانیستل شول، علم بیا هم طبقاتي پاتې شو. انګرېزانو د ځایي اشرافو په مرسته هند اداره کاوه او د همدغو اشرافو زامن کالجونو ته لاړل. ډېره موده پس چې علم یو څه عام شو، د پوهې او ډګري څښتنانو د پخوا په څېر ځان له عام ولسه بر او بېل احساساوه او دغه حالت تر اوسه پورې ختم شوی نه دی. د دیره اسماعیل خان د کالج زړو پروفیسرانو او ځوانو روشنفکرانو ته دا موضوع چندان د غور وړ نه ښکارېده چې د حلوایي په دوکان کې نالوستي او غریب خلک داسې خواړه خوري چې صحت ته یې خطر لري.

په افغانستان کې هم فرهنګ تر ډېره حده د خاصو طبقو او اقشارو په خدمت کې وي. دلته رسنۍ معمولا هغه څه خپروي چې د لویو ښارونو د متوسطې طبقې لپاره ممکن څه نا څه جالب وي. زما په ګومان مونږ تر اوسه پورې لا په داسې کلتوري وده چندان کار نه دی چې عام ولس، کلیوال، محروم قشرونه او نالوستي پکې شامل شي. افغانستان په شلګونو راډیوګانې او تلویزیونونه لري مګر تر ننه لا د اکثرو خلکو غوږونو ته دا خبره ونه رسېده چې د صحت لپاره مایع غوړي تر جامدو هغو بهتره دي یا که نجلۍ په پنځلس کلنۍ کې حامله شي نو له حامله توب او ولادت سره د اړوندو ستونزو په وجه یې د مرګ خطر تر هغې مور پنځه برابره زیات دی چې په څوویشت کلنۍ کې امیدواره کېږي. دا استدلال د منلو نه دی چې میندو او پلرونو ته د لوڼو مرګ اهمیت نه لري نو ځکه یې په کم عمر ودوي او یا خلک د زړه او فشار د ناروغیو پروا نه ساتي نو ځکه د بې کلستروله او کلسترول لرونکو غوړو فرق ورباندې نشته. حقیقت دا دی چې موږ تر اوسه پورې د کلتور داسې ودې ته لازم پام نه دی اړولی چې تر وسه وسه ډېر خلک پکې شامل وي.موږ د اول ټولګي په کتاب باندې د غور کولو لپاره چې همدا سږ کال یې یو میلیون ماشومان باید ولولي، سیمنار جوړلو ته تیار نه یو خو په داسې موضوع باندې سیمنار ته شاید سمدستي تیار شو چې زموږ د خپل قشر څو یاران ورباندې خوشحالېږي.

متاسفانه په دې شیطاني تصور کې خوند پروت دی چې ځانونه تر نورو هوښیار او رسېدلي وګڼو. زما په ګومان د دیره اسماعیل خان د هغه کالج پوهانو به هر ځل د حلوایي د دوکان په لیدو دا فخر احساس کړی وي چې عام ولس نه پوهېږي او دوی پوهېږي.

که د ټولنې په کلتوري وده کې عدالت نه وي، د بې عدالتۍ کلتور به ټولنه ناکراره او د شرارت په لمبو کې ایساره وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *