تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د بې پولې خبریالانو نړیواله ټولنه وايي، د افغان حکومت لخوا  خوشې کېدونکو طالبانو په لیست کې باید هغه کسان خوشې نشی چې په خبریالانو د تاوتریخوالي او بریدونو یا د هغوی د وژنې عاملین دي.

 دغه سازمان په یوه اعلامیه کې نن جمعه ویلي، چې راپورونه يې ښيي افغان حکومت د لیل الدین په نوم هغه خطرناک طالب بندي هم خوشې کوي چې د کابل زنبق څلورلارې برید یې طراحي کړی و.

 دغه سازمان وايي، په هغه برید کې د رسنیو درې کارکوونکي، یو خبریال وژل شوی او د یک په نوم خصوصي تلویزون ته یې مالي صدمه هم رسولې وه.

 د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړه باید د جنګي جنایتونو د بخښلو سبب نشي.

 په افغانستان کې د بې پولې خبریالانو د دفتر مشر رضا معیني ویلي، پر خبریالانو د بریدونو ټول عاملان باید مجازات شي او د ټولو قربانیانو کورنیو ته باید عدالت ورسول شي.

نوموړي ویلي، که حکومت د طالبانو هغه بندیان خوشې کوي چې د خبریالانو قاتلان دي نو دا په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د بندیز لګېدلو په معنا دي: (( د عدالت له پامه غورځول پایداره اوعادلانه سوله نه شي راوستلی.))

د بې پولې خبریالانو سازمان همداراز ویلي، د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو بریدونه نه یوازې زیات شوي بلکې ځینې خبریالان او د رسنیو مسوولان هم د طالبانو لخوا احضار شوي دي او خبرداری یې ورکړی چې د خپلو رسنیو ځینې فعالیتونه ودروي.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ښه نیت په خاطر تر اوسه د طالبانو ۹۳۳ بندیان خوشې کړي دي.

 پر حکومت نیوکه او ولسي فشار دی چې د سولې لپاره دې بې سنجشه اقدامات نه کوي او طالبانو ته دې د بشري جرایمو په پېښو کې ښکیل طالبان نه ورخوشې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *