تاند- د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف په افغانستان کې رسنیو ته د طالبانو وروستی خبرداری وغانده.

طالبانو په یوه بیان کې، چې په غزني کې د دې ډلې پر شریعت ږغ راډیو د امریکا په مشرۍ د ايتلاف له بمبارۍ وروسته یې خپور کړ، رسنیو ته خبرداری ورکړ.

د جون په لسمه په غزني کې د طالبانو پر راډیو بمباري وشوه.

طالبانو د جون په دوولسمه؛ یعني تېره اوونۍ په خپله ویبپاڼه کې خبرداری ورکړ چې که له دوی سره داسې ناسم چلند دوام وکړي بیه به یې هغه رسنۍ پرې کړي چې د دوی په وینا اشغالګر یې تمویلوي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د افغانستان د برخې مشر رضا معیني ویلي«موږ یو وار بیا د جګړې پر ټولو خواوو که هغه دولت دی یا غیر دولتي کسان ږغ کوو او د ژورنالیستانو د ساتنې په برخه کې دوی ته خپلې ژمنې وریادوو.»

ده همداراز ویلي«د رسنیو او ژورنالیستانو په شمول پر ملکیانو حملې جنګي جنایت ګڼل کېږي. موږ به طالبان او په دوحه کې د دوی دفتر پر ژورنالیستانو او رسنیو د طالبانو د هرې حملې مسوول وګڼو.»

د ثور پر ۱۰مه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې شهیدان د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په شمول ۹ ژورنالیستان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *