د انعکاس تلویزیون خاوند زلمی لطیفي د دسمبر په ۴ مه په جلال اباد کې وتښتول شو

تاند- د بې پولې خبریالانو ټولنې په ننګرهار کې د یوه تلویزیون د څښتن پر برمته کېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه او له افغان چارواکو یې وغوښتل د هغه د موندلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ننګرهار د انعکاس تلویزیون خاوند زلمی لطیفي یوه اوونۍ مخکې (دسمبر ۴) ماښام مهال په خپل موټر کې کور ته روان و چې د نامعلومو وسله والو له لوري په جلال اباد ښار کې یرغمل شو.

په دې پېښه کې د لطیفي موټرچلوونکی ۳۷ کلن (کندهار) ووژل شو.

تراوسه پورې د ښاغلي لطیفي د تښتولو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني ویلي«چارواکي باید د دغه ژورنالیست د موندلو لپاره تر وسه وسه له ټولو امکاناتو کار واخلي او ژر هغه کسان معلوم او سزا ورکړي چې په دې قضیه کې لاس لري.»

ښاغلي معیني همداراز ویلي«موږ وایو د ژورنالیستانو خلاف د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو علت دا دی چې هغه سیمه ییز مسوولان سزا نه ویني چې د رسنیو پر ضد یې په ځلونو له تشدده کار اخیستی دی. په دې برخه کې هیڅ راز غفلت د منلو نه دی.»

د انعکاس تلویزیون د خاوند له برمته کېدو ۲۴ ساعته وروسته د څو تنو د نیول کېدو راپور ورکړل شو خو د لطیفي د لټون په برخه کې د پرمختګ کومه نښه نه ده لیدل شوې.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د دوی له لوري له راغونډو شویو معلوماتو سره سم، د پولیسو او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د نه همږغۍ له کبله تحقیقات له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خبریالانو د مظاهرو په ترڅ کې د رسنیو د کارکوونکو او خاوندانو لپاره د امنیت غوښتنه وکړه.

انعکاس تلویزیون په ننګرهار کې یو ډېر لیدل کېدونکي خصوصي چاینل دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې فعالیت پیل کړی دی.

زلمی لطیفي پخوا د ننګرهار د ملي راډیو – تلویزیون ريیس و.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د سږ کال له انډیکس یا فهرست سره سم، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له نظره د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۱۸ ځای لري.

One thought on “د بې پولې خبریالانو ټولنې له افغان چارواکو په کلکه وغوښتل چې د انعکاس تلویزیون خاوند ومومي”
  1. انجنیر زلمی یو بې غرضه، بې ضرره، پاک او وطنپرست انسان دی. مګر پدې هیواد کې نن سبا مضر، خاین، قاتل، ظالم او جاسوس ډير مشهور او د عزت او احترام خلک شوي او پاکو خلکو ته نقصان رسوي او د هغوی حلاله روزي یې پرې پيرزو نه وي. زه درته په یقین سره وایم چې دده په تښتولو کې به د حاجي ظاهر، امان خیري، اکرم شیخ، ګل کریم او داسې نور د نن سبا باعزته او محترم خلک لاس لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *