تاند- راپورونه وايي چې د امریکا د پوځ یو زغرګاډی په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې روغتون ته ننوتی او په هغه کې ټول شواهد یې له منځه وړي دي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې بمباري شوي روغتون ته د امریکايي ټانک ننوتل نامناسب عمل بللی دی. ویل شوي چې په دغه زغرګاډي کې د افغان، ناټو او امریکايي پلاوي غړي سپاره ول. دوی د تحقیقاتو لپاره روغتون کوت.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ناټو، امریکا او افغان حکومت ګډ تحقیقاتي پلاوی په یوه لوی پوځي ګاډي کې روغتون ته ننوت.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي:«روغتون ته د دوی نا اعلان شوی او په زوره ننوتلو ودانۍ زیانمنه کړه، موجود شواهد یې له منځه یووړل او د بې پولې ډاکترانو د غړیو په منځ کې یې وېره او ترهه خپره کړه.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ناټو ویندوی وویل چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
د بې پولې ډاکترانو د ټولنې رييس (Meinie Nicolai) د روسیې تلویزیون ته په کندوز کې پر روغتون د بمبارۍ په اړه وویل:«دا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده، نو موږ غواړو چې حقیقت معلوم شي او په دې پوی شو چې ولي دا کار شوی دی.»