تاند- د بشري حقونو موسسو او مدافع ډلو له متحدو ایالتونو دباندې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې وغندلې.
د بشري حقونو د څار ډلې او د بخښنې نړیوالې موسسې په پاکستان او یمن کې د بې پېلوټه الوتکو په اړه په خپل راپور کې، چې نن /سې شنبه/ یې خپور کړ، دا بریدونه د بشري حقونو سرغړوونکي بللي دي.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د بخښنې د نړیوالې موسسې په راپور کې د تېر کال له جنورۍ څخه د سږ کال تر جولای پوري په شمالي وزیرستان کې د نهو حملو جاج اخیستل شوی دی.
په راپور کې، چې عنوان یې دی:«زه خو به دوهم کس نه یم؟» ویل شوي چې په همدې موده کې ۴۵ حملې شوي خو د دې موسسې له لوري د پنځو بریدونو په اړه څېړنې ښيي چې لږترلږه په دوو مواردو کې ملکیان وژل شوي دي.
دا موسسه وايي په لومړۍ حمله کې، چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې وشوه یوه ۶۸ کلنه ښځه په پټي کې د کار په مهال ووژل شوه. په دوهمه حمله کې، چې د اکتوبر په پای کې وشوه، د افغانستان پولې ته نژدې اتلس پاکستاني کارګر د ډوډۍ خوړولو په مهال ووژل شول.
د بخښنې نړیواله موسسه وايي چې راپور یې د شاهدانو د څرګندونو پراساس چمتو کړی دی.
په راپور کې ویل شوي، که څه هم حملې په داسي ځایونو کې شوي چې وسله وال یاغیان هلته اوسي خو مرکه کوونکو ورته ویلي چې د بریدونو قربانیان طالبان نه ول.
دې موسسې د ښځو او کارګرو وژل غندلي او ویلي یې دي چې پر داسی کسانو حملې هیڅ توجیه نه شي لرلی.