تاند- د اکثرو بې پېلوټه الوتکو یا ډرونونو ویشتل نه یوازې اسانه کار نه دی بلکې خطرناک هم دی خو امریکايي او استرالیايي څېړونکو یې چاره کړې ده.
دوی د ډرون د بې خطره ویشتلو لپاره یوه وسله جوړه کړې ده.
ډرون باید له نسبتاً نژدې واټنه وویشتل شي او که چاودېدونکي مواد پکې وي، د هغو ویشتونکی هم ژوبلوي.
د (DroneShield) په نوم کمپنۍ ډرون ګن یا د بې پېلوټه الوتکې ماشینګڼ جوړ کړی چې له لېري واټنه د ډرون سیګنالونه له فعالیته غورځوي.
دا وسله ډرون نه ویجاړوي، بلکې مجبوروي یې چې یا کښېني او یا خپل اصلي ځای ته بېرته لاړ شي.
د ډرون ګن په وسیله د بې پېلوټې الوتکې د خاوند یا لارښود موقعیت هم معلومېږي.
دا وسله نژدې ۶ کیلو وزن لري او سره له دې چې سپکه وسله نه ګڼأل کېږي خو یو تن یې په اسانه وړلی شي.
همداراز دا وسله کومې ځانګړې مسلکي زده کړې ته اړتیا نه لري؛ په تېره بیا د امنیتي چارو کارکوونکي یې په اسانه کارولی شي.