د افغانستان او تاجکستان پوله

تاند- د تاجکستان حکومت وايي، په دې هیواد کې پر بهرنیو سیلانیانو حمله کوونکي ترهګر په ایران کې روزل شوي وو.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د دوشنبې – کولاب په لاره کې ۷ تنه بهرني (امریکايي، سویسي او هالنډي) سیلانیان پر بایسکل روان ول چې یوه موټر په قصدي ډول لاندې کړل. د دې پېښې په نتیجه کې ۳ تنه بهرني سیلانیان ځای پر ځای ووژل شول او یو چې سخت ټپي شوی و، وروسته په روغتون کې ومړ.

دوه نور هم ژوبل دي خو له مرګه ژغورل شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت نن /سې شنبه/ پر بهرنیو سیلانیانو د حمله کوونکو ترهګرو عکسونه په خپله رسمي ویبپاڼه کې خپاره کړل او اعلان یې وکړ چې د دې ډلې مشر حسین عبدالصمدوف په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د ایران په قُم او مازندران کې پوځي او ایدیالوژیکي زده کړې کړي او همالته له اسلامي غورځنګ ګوند سره یوځای شوی دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حملې عاملانو غوښتل چې افغانستان ته واوړي خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د هغو ۴ تنه ووژل شول او مشر یې عبدالصمدوف ژوندی ونیول شو.

د تاجکستان د اسلامي غورځنګ ګوند، چې اکثره غړي یې له تاجکستانه بهر دي، وايي چې دوی په برید کې لاس نه لري او حکومت هڅه کوي چې له دې پېښې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د امریکا، هالنډ او سویس مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه لېږلي دي.

تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تر ټولو بېوزله او وروسته پاتی. پر سیلانیانو حمله کېدای شي ګڼ سیلانیان دغه هیواد ته له تګه راوګرځوي او د تاجکستان اقتصاد ته ګوزار ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *