د تاجکستان کرکټ ملي لوبـډله د دريو سياليو ترسره کولو په موخه په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راځي. د تاجکستان ملي لوبډله به د افغانستان له الف لوبـډلې سره دوه يو ورځنۍ او يوه شل اووريزه لوبه ترسره کړي. دوه يو ورځنۍ پنځوس اووريزې لوبې به د دسمبر په ٢٧مه او ٢٩ مه او شل اووريزه سیالي به ددسمبر په ٣١مه نیټه ترسره شي. دا لوبې به د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان د کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره کيږي.

د ا فغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد هېواد ته د تاجکستان د کرکـټ د ملي لوبډلې راتګ يو مهم پرمختګ بولي. هغه زياتوي، دا لومړۍ بهرنۍ ملي لوبـډله ده چې افغانستان ته د لوبو لپاره راځي. ډاکټر مراد وايي چې په افغانستان کې کرکټ ډېر پرمختګ کړى، ګڼ شمېر ميدانونه او اکاډمۍ يې جوړې کړې او کورنۍ کرکټ هم ډېره وده کړې ده.

د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې د افغانستان او تاجکستان د کرکټ ادارو ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شوى و چې له مخې به يې افغانستان د تاجکستان کرکټ ادارې سره د تخنيکي مرستو ترڅنګ دهغوى لوبـډلې سره لوبې هم ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *