تاند- د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون لپاره نن کابل ته راغی.

ټاکل شوې ده چې سبا د ایران د ولسمشر حسن روحاني په شمول د یو شمېر نورو هیوادونو مشران هم کابل ته راشي.

د افغانستان حکومت ویلي چې د ۱۱ هیوادونو ولسمشران په دې مراسمو کې ګډون کوي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف او د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې کابل ته ځي. خو یو شمېر نورو هیوادونو ویلي چې جګپوړي استازي به ولېږي.

د تاجکستان دولتي رسنیو وویل چې د هیواد ولسمشر یې نن د نوروز په پنځم نړیوال جشن کې د ګډون لپاره افغانستان ته لاړ.

 د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان به د نوروز په جشن کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان او نورو هیوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي، سیاسي مسایلو په باب خبرې وکړي.

د نوروز تېر جشنونه په ایران، تاجکستان او ترکمنستان کې جوړ شوي ول.

ټاکل شوې وه چې د نوروز جشن د پغمان په دره کې جوړ شي خو د افغانستان حکومت سره له دې چې په پغمان کې یوه لویه ماڼۍ د دغو مراسمو لپاره جوړه کړه، په وروستیو کې په نامعلوم دلیل د پغمان پر ځای په ارګ کې د دغو مراسمو د جوړولو پرېکړه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *