لومړۍ برخه
د مارکسیزم فلسفې له نظره  تاریخ د مادیت په حیث څرګندېږي او تاریخ ته د ټولنیز بدلون په مرحله کې اساسي اهمیت ورکوي او موږ ته تاریخ په اساسي توګه را پېژني!
اوس موږ تاریخ د سرمایه داري او مارکسیستي نظریاتو لاندې څېړو او د دواړو فلسفو تضادونه روښانه کوو.

بروژوا تاريخ پوهان:

تاریخ قانون او قاعده نه لري:په ټولنیز بدلون کې عملي ونډه نه لري او نه د ټولنې له نورو مسایلو او علومو سره تړاو لري لکه سیاست،ساینس او نور علوم،تاریخ یوازې د وخت د پېښو تسلسل او جریان راتلونکو نسلونو ته انتقالوي.اما دا مسولیت نه لري چې د پېښو عوامل روښانه کړي!
مارکسېزم:ـ تاریخ د مارکسیستي لید لوري له پلو ماده ده چې تاریخي مادیت ورته ویل کېږي او هره ماده په ټولنیز ژوند کې د تغیر او تدریجي پراختیا پړاو کې خپل اهمیت او مسولیت لري ماده مستقیم په انسان اثرات لري.
 هر هغه څوک چې ادعا کوي تاریخ هېڅ ځانګړي قوانین نه لري،هغوی تاریخ په انفرادي لحاظ په موضوعي او اخلاقي ډول تر څېړنې لاندې نیولای او له ټولنیز انساني ژوند یې سترګې پټې کړې او دا ډول تاریخي لید تل ځانګړې طبقې ته ګټې لري ټولنیز تضادونه زېږوي،زموږ هیواد افغانستان کې هم تاریخ ته د تاریخي مادیت او ضرورت په نظر نه لیدل کېږي یوازې یې د مجلسونو او کیسو بڼه اختیار کړې، له ځانګړې طبقې یې د محافظت لپاره استعمال کړئ لکه په.
پلانۍ زمانه کې پلاني ټولواک په پلاني هیواد یرغل وکړ!
مګر دا نه څېړل کېږي چې برید ولې وشو؟دا د استعمار او ظلم برید و که د عدل جګړه؟
هېڅ یو تاریخي ضرورت ته اشاره نه کوي یوازې د امیرانو د خوښۍ لپاره یې د هغو کیسې او افسانې او سفر نامې لیکلې  چې مارکسېزم دا کیسې او افسانې د تاریخ برخه نه شمېري،په کوم کې چې د تاریخ ظاهري بڼه وړاندې وي!
مارکسېزم د تاریخ مادي څېره تر څېړنې لاندې نیسي چې تاریخي څېړنه د ټولنې د ټولنیز ژوند د پېښو او عواملو د اصل موندلو مرحله ده،تر څو د پېښو د پېښېدو بنيادي عوامل او د هغه اثرات په وګړو څه دي چې وګړي یې ټولنیز اوښتون ته اړ کړل.
د مارکسېزم له نظره تاریخ د ټولنیز ژوند انتقال له یو پړاو څخه بل پړاو ته تر څېړنې لاندې نیسي او هغه عوامل لټوي چې انسان یې ټولنیز تغیر ته اړ کړی او همدا د عواملو پیدا کول د تاریخي مادیت فریضه ده.
د مارکس او انګلس له زمانې پخوا تاریخ د عدم تسلسل د پېښو یادښت نامه وه.
د تولیدي ځواکونو د پرمختک پړاو ټولنه اړ باسي چې له یو حالت څخه بل حالت ته انتقال وکړي.
د ټولنې دغه بهیر ته مارکسېزم تاریخي مادیت یا مټریالیزم تاریخي وایي.!
د تولیدي ځواکونو د پرمختګ مرحله کې هرومرو یوه طبقه ګټې له لاسه ورکوي او بله طبقه زیاتې ګټې تر لاسه کوي چې همدا تضادونه ټولنه کې د دوه طبقو تر منځ ټکر رامنځته کوي چې همدا د ټکر عوامل تاریخي مادیت سپړي او د همدې مسایلو څېړل تاریخي مادیت دی.
(ځو پر مخ به ځو په شعوري ډول)
پاتې برخه بیا
2 thoughts on “د تاریخي مادیت پېژندنه/ ليکنه: مبارزه احمدزۍ”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه وه او دا ډول علمي لیکنو ته زیاته اړتیا لرو.څکه چې موږ په خپله ژبه علمي لیکنې ډیرې کمې لرو نو دا به یوه لویه لاسته راوړنه وي.
    مټې مو غښتلې او قلم مو تیره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *