محمد داود نیازی
په نژدې وختونو کې افغان ولسشمر محمد اشرف غني په هېواد کې د تاریخي ودانیو جوړولو ته پاملرنه کړې ده چې ځینې خلک پرې نیوکه کوي او استدلال کوي چې د دې پرخای باید یوه فابریکه او یا هم روغتون جوړ شي.
دا نیوکې درې ډلې خلک کوي: ل
ومړی د ولسمشر سیاسي مخالفین، دویم هغه خلک چې د دې ماڼو په ورانولو کې لاس لري، دریم هغه خلک چې رښتیا هم غواړي پوه شي.
لومړی ډله پوهيږي خو مخالفت کوي، دویمه ډله یې په ارزښت نه پوهيږي ځکه خو یې وران کړي. دریمه ډله خلک باید په دي پوه شي چې په دې ډول ځایونو مصرف نه دی بلکې پانګونه ده تر څنګ یې د افغانستان د عزت مسله هم ده ځکه که یو څوک څيړنه او یا د سیاحت لپاره افغانستان ته راشي او ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې د افغانستان بنسټ ایښودنکی څوک دی؟ تاسو ځواب احمد شاه بابا وي او هغه وغواړي مقبرې ته یې لاړ شي نو که تاسو یې کنډوالې ته ودروئ ښه ده او که ابادې مقبرې ته.
په همدې ډول د غازي امان الله خان مقبره یا ماڼۍ درواخلئ. بله خبره دا ده چې د یو جنګسالار په مقبرې ډیر مصرف شوی او که په دي ودانیو؟ موږ باید متفاوت فکر ولرو ځکه په هندوستان کې یو میلیارد هندوانو اوسیږي تاج محل یې یوازې د پیسو ګټلو لپاره ساتلی دا په داسې حال کې ده چې سورت یاسین هم پرې لیکل شوی دی . خو زموږ بامیان چې (بوتان، سریلنکا، نیپال، برما، چین، هندوستان، چاپان، تایلیند) هېوادونه بودایان لري او په نړۍ کې تقریبا 500 میلونه بودایانو دی له بامیانو څه ګټه وکړه فکر وکړی چې هر کال یوازې پینځه لکه خلک بامیانو ته راشي او هر یو درې زره امریکايي ډالره مصرف وکړي نو افغانستان به څومره ګټه وکړي او څومره خلک به ورسره کار کوي . نو ځکه په داسې ودانیو او تاریخي او مذهبي ځایونه مصرف ترسره کول پانګونه ده چې په راتلوونکي کې پرې ډيره ګټه کولای شو.