تاریخونه ملتونو ته؛ د پېژندګلوۍ، تجربو خوندي کولو، تدریس، مورال ساتلو، پرتلې، هراړخیزي ودي، منزل ټاکلو، ملي شخصیت د پیاوړتیا او مزل پاللو په لارو روښانولو کي بې سارې مرسته کوي. د تاریخ په اوږدو کي ثابته سوېده چي بریالي ملتونه خپل تاریخونه پخپله لیکي او د اوسنۍ نړۍ د ملت – دولت نړیوال نظم ته په کتو؛ د هیوادونو په پیاوړتیا کي د هرملت د خپل لیکلي تاریخ ارزښت بارزه ونډه لري. په دې توګه د تاریخ لیکني د علم لپاره د مسلکي اصولو او میتودونو ترڅنګ، د نورو علومو، چاپیریال او نړیوال نظم سره بلدیت یو امر دی. او بختور ملتونه هغه دي چي پر دې معیارونو برابر، رښتیني، او د ستراتیژیک لیدلوري لرونکي موءرخین لري.
زموږ په تاریخ لیکنه کي د ځینو مطرحو موءرخینو د زیار سره سره، موږ په دې برخه کي یو اړ ملت یو. ددې اړتیا پر بنسټ د ژورو او پراخو هلوځلو تشه دامهال یواځي څو د ګوتو په شمېر قلموال په داسي حال کي په نظر کي لري چي د نورو او مسئولو بنسټونو پاملرنه هم راویښوي. یو له یادو شخصیتونو څخه ښاغلی استاد عبدالباري جهاني دی؛ چي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پر مهال یې د رسمي او مسئول مقام په توګه هم، په دې برخه کي د خپلي ادارې، علومو کاډمۍ او نورو اړوندو بنسټونو سره د بنسټیزو، او سیسټماټیکو چارو طرحي هم د پلي کېدو لپاره وړاندي کړې.
په خوی او خټه شاعر، په ژورنالیزم کي د لسیزو کاري تجربې خاوند ښاغلی جهاني د علمي تخصص له پلوه د تاریخ د څانګي مسلکي او څېړونکی شخصیت دی. چي په یادو او ګڼو نورو هنرونو او علمونو کي یې د لوست، تحلیل، تخلیق او لیکني ځانګړې وړتیا ثابته کړېده، د معتبر نامه او قدرمن شخصیت خاوند دی. په ټولیزه توګه دغو ځانګړتیاوو یې افغان ملت او دغه راز د افغان تاریخ بهرنیو لوستونکو ته د تاریخي شننو او څېړنو ارزښت لا زیات کړی دی چي د ګڼو تاریخي مقالو، بحثونو او راډیویي پروګرامونو تر څنګ یې د ”هرات، پښتانه او ستره لوبه” او ”تاریخي څېړني لومړي ټوک“ آثار، ددې خبري بشپړ تائید کوي.
دا اثر تاریخي څېړني دوهم ټوک، یې پر بېلابېلو تاریخي موضوعاتو او یا هم پدیدو د تاریخي اړخه، د څېړنیزو مقالو ټولګه ده چي د تاریخ او ټولنیزو علومو د یوه زده کوونکي په توګه یې تر لوستلو وروسته، د یوه مهم، پر وخت او داسي ګټور کتاب په توګه خپرېدو ته؛ خوښ یم چي لوستل یې زموږ د تاریخ او ټولني پر ډېرو اړخونو له نویو زاویو رڼا اچوي. د موءرخینو له قلمه پاته، خورا مهم او اړتیاوو ته په پام یې د موضوعاتو ټاکنه سوې ده، د معاصري میتوډولوجي سره سمه، مسلکي څېړنه سوې، د افسانو تراشلو پرخلاف د واقعیتونو پلټنه سوې، د پېښو تحلیلونه او ټکو نښلونه یې د پایلو پیاوړي وضاحتونه لري او دمتن وړاندي کولو روان، فصیح او خوږ انداز یې لوستونکي له ځانه سره وړي.
چاپ ته د چمتو کولو او خپرندوی بنسټ سره تر همږغۍ وروسته، د یاداښت راته وویل سول. داچي د ګڼو په زړه پوري ټکو راټولول او وړاندي کول یې پوره زیار ته اړتیا لري، یواځي په دې لنډه یادونه خپلي خبري راټولوم چي؛ دا د افغان تاریخ د څېړلو، خوندي کولو او تر لوستونکو رسولو په برخه کي یو خوراارزښتمن اثر دی.