احسان الله مومند   

(د تاریخ په مشواڼۍ کې د وینو رنګ) د ښاغلي احسان الله آرینزي نوی کتاب دی چې په دې وروستیو ورځو کې بازار ته راوتلی دی.

دا پښتو- دري کتاب 534 مخونه لري او د لیکوال 224 هغه سیاسي لیکنې او کالمونه پکې خوندي شوي چې د2017-2009 کلونو تر منځ، د افغانستان د روانو جګړو، ناخوالو، وژنو، ژوبلېدلو، ورانېدلو او د خلکو په زرګونو رنځونو او کړاوونو په هکله لیکل شوی او وخت ناوخت د هېواد په رسنیو کې خپاره شوې دي.

ښاغلي احسان الله ارینزي له دې مخکې 24 کتابونه لري چې ډېر پکې د لنډو کیسو (لیکلي او ژباړلي) او د نړۍ د هېندارې په شان معلوماتي او دایره المعارفي کتابونه دي؛ خو دا لومړي ځل دی چې د دې لیکوال د سیاسي لیکنو کتاب خپرېږي چې ټول  مطالب یې د افغانستان د روانو حالاتو په هکله دي.

کتاب د لیکوال او د ویسا ورځپاڼې د مسوول ښاغلي محمد ذبیر شفیقي په سریزو پیل شوی. له دې وروسته د مطالبو لړ راغلی چې په 224 شمېره پای ته رسي. داسې ښکاري چې د کتاب نیمایي لیکنې پښتو او نیمایي نورې دري دي.

ښاغلي آرینزي په خپله سریزه کې، د دې کتاب په اړه وایي:

(دا کتاب چې اوس ستاسو ګرانو لوستونکو په مخ کې غوړېدلی، هغه لیکنې دي چې په ځانګړو زماني او مکاني شرایطو کې لیکل شوي او کېدای شي چې اوس ډېرې په زړه پورې نه وي؛ خو زموږ په هېواد کې د پېښو تسلسل دومره ګړندی دی چې همغه پخواني زماني او مکاني حالات بار- بار تکرارېږي!

دا لیکنې د افغانستان په اړه د لیکوال د ذهن او فکر هېنداره ده. لیکوال په ګران افغانستان او خلکو مین دی. د لیکوال د ژوند ډېر ارمانونه د څلوېښت کلنې جګړې اور رژولی او په دې وروستیو کې هڅه کوي چې چارواکي دې ته راوبولي چې د افغانستان د خلکو د پراخه پرګنو د سترو ارمانونو د تحقق له پاره، چې ډېر دیني، وطني او انساني ارمانونه دي، له هر ډول ځاني، تنظیمي او سمتي ګټو څخه تېر او هغه قسمونو ته وفادار پاته شي چې په تېرو اوولسو کلونو کې یې ، له خدای(ج). خلکو او وطن سره کړي؛ خو نر غوندې پښه پرې ږدي!)

(د تاریخ په مشواڼۍ کې د وینو رنګ) کتاب لوستنه دا ثابتوي چې لیکوال په داسې شرایطو او حالاتو کې چې په هېواد کې د مافیا، ټوپکیانو او قانون  ماتوونکو راج چلېږي او ځینو ټوپکوالو ته د خلکو او په تېره بیا قلموالو، لیکوالو او فرهنګي سخصیتونو رواني او فزیکي ترور دوه توته ارځښت هم نه لري، په ډېر جرئت غله ته غل او سم ته سم ویلي او دا خبره په ډانګ پېیلی وایي چې هسې هم نه ده چې خدای مه کړه دا وطن ټول غلو په سر اخستي او پاک خلک هډو شته نه!

په ټوله کې دې کتاب کې ښو ته ښه او بدو ته بد ویلي. داسې چې هېوادپاله خلکو ته درناوی شوی او نیک کارونه ستایل شوی؛ خو په سلګونه ځلې په هغه غلو، غاصبینو، انسان تښوونکو، انسان وژونکو؛ اداري، سیاسي او اخلاقي مفسدینو، اقتصادي مافیا او هغه ږېرور یا بې ږيرو لعنت ویل شوی چې د سپېڅلو شعارونو په سیوری کې، په لویو غلطیو او درغلیو بوخت دي او د ځاني او تنظیمي ګټو له باره، د ستر وطن ملي ګټې په اوبو لاهو کوي.

د دې لیکنو یوه ستره ښګڼه دا ده چې د هغه کسانو د ژوند او واک په ورځو کې لیکل شوي چې د هېواد  د ډېرو وورستیو بدمرغیو او کړاوونو اصلي مسبین بلل کېږي او لا هم د دې وطن د خلکو د غوښو او عزت په لوټلو بوخت دي!

د کتاب لیکوال د خپلې سریزې په وروستۍ برخه کې په خلکو او په تېره بیا څوان کهول غږ کړی چې د افغانستان په هکله د کتابونو لوستل فرض وبولي چې بیا د پارس او مغول او روس او پنجاب او امریکا او انګریز پوځونه زموږ ویدو په سینو په آسانه تیر نه شي او زموږ د ارزانه سرونو او وینو په بیه، ځانونه خپلو اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو ته ورسوي.

په دې کتاب کې ټول هغه کسان او کړۍ تر سخت انتقاد لاندې راغلي چې د افغانستان د تېرو څلوېښت کلونو استخباراتي جګړو او ورانیو اصلي مسببین بلل کېږي.

دا کسان د 1357 هـ. ش له کودتا څخه پیل او بیا تر ننه پورې د انقلابي، شوروي، مجاهد، مقاوم، طالب، دولت، امریکایي او یا بل هر نامه چې یاد شوي، تر ګذارونو لاندې نیول شوي، د هېچا ننګه نه ده شوې، هېڅ توپیر پکې نه دی شوی، هرې غلۍ او ناروا  ته په زغزده بد یول شووي او دا هر څه یوازي او یوازي د ګران افغانستان او خلکو د ملي ګټو په تله کې تلل شوي دي.

هر هغه څوک به دې کتاب کې رټل شوی چې افغانستان ته یې مادي او معنوي زیانونه رسولی او د خپلې مور د پوړني د خرڅولو پیسو ته خوشاله شوی!

په داسې حال کې چې ښاغلی آرینزي ته د دې نوي کتاب د خپراوي مبارکي وایم، هیله لرم چې ځوان نسل یې په غور ولولي او که ممکنه وي د کره کتنې په برخه کې  له زړورتیا څخه کار واخلي، لیکوال په لاره کې مشالونه کېږدي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *