د تاشکند په غونډه کې د ۲۳ هېوادونو استازو او د څو نورو سازمانونو غړو برخه اخیستې وه او د افغانستان د جګړې د ختمیدو او سولې ته د رسیدو لارو چارو باندې یې غور وکړ.
د افغان حکومت درې کلنو سیاستونو کې نړۍ ته دا ثابته کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بلکې بهرني بعدونه لري او افغان ځواکونه او عام وګړي د بهرنیو د جګړې قرباني دي.
اوس چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د ثبات لپاره هڅې کوي او د نړۍ هېوادونه په خپل کوربتوب د افغانستان د مسایلو لپاره راغواړي، دا د ولسمشر محمد اشرف غني سیاستونه دي چې د سیمې هېوادونه یې د افغانستان په بحران کې راښکیل کړل او دا یې ورته وښوده چې د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي ده او که هېوادونه غواړي چې له راتلونکو ممکنه ګواښونو څخه ځان وژغوري، نو یواځینۍ لار دا ده چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه وکړي او د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
د تاشکند غونډه د کابل پروسې په تعقیب جوړه شوه، د کابل پروسه کې د سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني بې ساری دریځ د سیمې هېوادونو په ګډون د امریکا او نورو هېوادونو له هر کلي سره مخ دی او اوس تمه ده چې طالبان به د سولې دې وړاندیز ته څه ځواب وايي.
افغان حکومت طالبانو ته هم نه په تمه کیږي، د دې لپاره چې طالبان لا ډیر ملامت شي، بیا بیا د سولې لپاره هڅې کیږي او افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته دا په ډاګه کوي، چې دوی سوله کوي، خو مقابل لوری له سولې تېښته کوي، له سولې د طالبانو تېښته نور هېوادونه لا ډیر په دې باوري کوي چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې د جګړې موقعیت نیولی او ممکن راتلونکي له همدې موقعیت څخه نور هېوادونه هم تر ګواښ لاندې راشي.
افغانستان کې افغان ځواکونه په یواځې ځان نه شي کولای له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، افغان حکومت له یوې خوا د سولې پروسه مخ ته وړي او له بلې خوا له شل ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دی.
افغان ځواکونه لا په پښو نه دي ولاړ، ځکه د هوايي ځواک تر څنګ په نورو برخو کې هم په بهرنیو مرستو ولاړ دی، خو بیا هم د نړۍ په کچه یو پیاوړی ځواک یادیږي چې ترهګر یې نه دي پريښې چې اهدافو ته ورسیږي.
د تاشکند په غونډه کې د بهرنیو هېوادونو استازو له افغان حکومت سر هر اړخیزه ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سره به مبارزه کې ورسره همکاري کوي او دغه راز د سولې لپاره به له ټولو فرصتونو ګټه اخلي.
د اروپايي ټولنې استازې ژمنه وکړه چې که طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي، دوی تیار دي چې د ملګرو ملتونو په بندیزونو کې چې په طالبانو یې لګولي، په لیرې کولو کې یې مرسته وکړي.
د مرکزي اسیا هېوادونو بیا ژمنه کړې چې دوی تیار دي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو منځګړتوب وکړي او طالبانو ته یو مناسب ځای برابر کړي چې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي، نو دا ټول د هغو سیاستونو پایله ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو کلونو کې ډیزاین کړي و او اوس یو یو عملي کیږي او نتیجه ورکوي.
تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر په اندونیزیا کې د سولې په تړاو د دیني علماوو له کنفرانس ملاتړ اعلان کړی و او تمه یې ښودلې وه چې دا به افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
نو د سولې لپاره هیڅ وخت ناوخته نه دی او ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ د تاشکند په غونډه کې ټینګار کړی چې د سولې له ټولو فرصتونو به ګټه اخلي او هیڅکله به د سولې له خبرو مخ نه اړوي، سوله د ولسونو غوښتنه ده او دا پروسه د افغان حکومت په لومړیتوب کې ده.