خان ولي خان بشرمل

پاکستان فکر کوي چې له امریکا او غرب څخه د ۱۹۶۲، ۱۹۷۰، ۱۹۸۰ یا ۱۹۹۰ کلونو غوښتنې مطرح کولو زمانه ده.  نړۍ بدلون کړی، ستر قوتونه له حضوري شتون څخه ډډه کوي او پر ځای یې ستراتیژيک شتون خوښوي. موږ له تاشکند غونډې څخه ډېرې ګټې ترلاسه کړې. دا ګټې اقتصادي، سیاسي، ستراتیژیکې هان امنیتي ګټې وې. نړۍ زموږ  ارادې ته کتل، زموږ مدیریت او د ولسمشر غني رهبریت ته یې کتل. موږ یې د ستراتیژیک معاملو په کلیدې زاویو کې تللو. زموږ رهبري هم له دې کار څخه په پوره توګه ګټه واخیستله، دوی ته یې قصدآ ښودل دا وښیي چې کابل دومره ځواکمن شوی دی چې د نړۍ د سترو هېوادونو راټولیدو لپاره د خپلو ستراتیژیکو او اقتصادي ملګرو د مرستو په مټ ناستې مساعدې کړي او د نړۍ د ورک راتلونکې په اړه د بیلابیلو متضادو او همغږو هېوادونو د متخصصینو او سیاست پوهانو نظر را واخلي او د نړۍ او سیمې د انکشاف او یووالي په موخه یې  د سولیزو کړنو لپاره وکاروي.

موږ له دې غونډې دا هم ترلاسه کړل چې د خپلو ژمنو او کړنو جدې تعقیب غواړو، یانې په کابل کې ناسته پدې مانا نده چې له حافظې وغورځول شي بلکې سیمه ایز او نړیوالو ملګرو ته مو دا باور ورکړ چې موږ جدې یوو. د دې د تداوم ښیګنې هلته سر راپورته کړ چې کله د تاشکندغونډې په څنډه کې د افغانستان ولسمشر زیار وایستو چې پرته له وخت ضایع کیدو د سیمې او نړیوالي ټولنې له مهمو اشخاصو او استازو سره وګورې. ولسمشر غني د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او نوموړي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د کابل پروسې څخه تر تاشکنده هر څه ښه روان دي او موږ له تاسو سره یوو!  نوموړي د افغانستان، امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو وړاندیز هم وکړ.

دا هغه څه وو چې ولسمشر غني یې په لټه کې و. ښاغلي غني غوښتل چې امریکا او روسیه سره نږدې کړي او د افغانستان په مسله یې سره وغږوي. همداسې وشول. چانس رامنځته شو چې د امریکي او روسیي تګلار جوړونکې سره کینوي او د افغانستان د مسایلو سولیز  حل ته یې قانع کړي. له دې وړاندې ولسمشر غني پر ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان را څرخیدل. دا کار بې څه نه وو، روسیې ته اشاره وه چې ګوره زه لیدو ته اماده یم او ستا شااوخوا قوتونه د افغانستان سره په اقتصادي روابطو کې لیوالتیا لري او تاسې (روسیه) باید د وسعت له تیوري او عمل (Expansionism) را ووځئ  او د خپلو ګاونډیانو لومړیتوبونو ته پاملرنه وکړئ.

د افغانستان ولسمشر له دې وړاندې هم په مسکو او د منځنې آسیا نورو هېوادو په ناستو کې مسکو او چین ته په زغرده ویلي وو چې ګورئ دا جنګ د افغانستان ندی! بلکې دا زموږ او ستاسو د بقا جنګ دی. د دې ډول احساساتي کړنو په اړه خو هندي رسنیو د صدراعظم مودي هغه غبرګون هم په رسنیو کې ښودلی وو کوم چې د ولسمشر په ځینو خبرو مسکی شوی و، خو وروسته همدا ښاغلي مودي د ولسمشر غني له هغو کړنو په اغیز د چاه بهار پروژې ته را ودانګل او د ولسمشر غني تشویشونه یې درک او د حلارې په موخه یې د اقتصادي پروژو د پلې کیدو ټټر وواهه.

د تاشکند په نړیواله غونډه کې یو ځل بیا افغانستان نړۍ ته وښودل چې د طالبانو یا داعش په پیاوړتیا ځانونو مه سره غلي کوئ بلکې د ترهګري دایمي حل پکار دی او هغه داسي دی چې دوامداره او اوږدمهاله پروژې رامنځته شي. پدې غونډه کې به خامخا د هند او روسیې استازو په څنډه کې سره کتلی وي او د سیمې د ثبات لپاره به یې په هغو اندېښنو خبرې کړې وي کوم چې د پاکستان او روسیې تر منځ تر کار لاندې دي. همدا ډول هند به له روسیې په اشاره کې پوښتلي وي چې آیا رښتیا د نړیوالې ټولنې هغه راپور ته کار پکار دی چې د هند او روسيې ترمنځ به اقتصادي راکړه ورکړه تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې تر ۳۰ میلیارده امریکايي ډالرو ورسوي!؟  روسیې به هم له پاکستان سره د تازه روابطو پر فکر کولو زحمت ایستلی وي. بل لور ته د پاکستان او هند ترمنځ هم د هند لخوا د همدومره تجارت اټکل شوی دی.

چین هم د تاشکند غونډه وستایله او و یې پتېیله چې د دې ډول برنامو د دایریدو او عملو کولو ظرفیت زیات او د افغانستان لیدلوری باید تعقیب شي. د یادونې ده چې چین په سیمه او نړۍ کې د یو مړ سیاست کوونکي په نوم مشعور دی. خو  د افغانستان په مسله کې د روسیې او امریکا په نسبت کلیدي نقش لوبولو ته اماده شوی دی.

د امریکا استازو وویل چې هر هغه څه چې ولسمشر غني او د ده حکومت  غواړي، امریکا یې په ترسره کولو کې ستراتیژیک ملګری دی او موږ غواړو چې پدې مرحله کې مرسته وکړو. دا هغه څه دي چې په تیرو ۱۴ کالو کې یې بیلګه نشته. امکان لري چې دا ډول ملاتړ موږ ته ډېر عادی ښکاره شي خو د چین، روسیې، ایران، سعودي او پاکستان په څیر لوبغاړو ته زموږ د کامیابې ډیپلوماسۍ په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او فوق العاده اغیز لري.

روسیه وایي په سیمه کې له یو داسې ترهګر قوت (طالبانو) سره مخ یوو چې له موږ  پیسې غواړي او موږ دوی ته وایو چې سوله وکړئ. دا هغه څه دي چې د طالبانو لپاره د پاکستان له ناکامو دیپلوماټیکو هلو ځلو پرده پورته کوي خو موږ ته هم پکار ده چې د روسیې د تورونو هغه بل اړخ هم وڅیړو. البته له دې مالومیږي چې روسیه د پاکستان له هغې ارادې سره موافقه نده کوم چې په افغانستان کې ورانکاران سیاسي ځواک ترلاسه کړي. کنه نو ستر قوتونه خپل ستراتیژیک اهداف په اسانه نه جوتوي.

پاکستان له ډېره ډاره د تاشکند په غونډه کې وویل چې باید طالبان د سیمه ایز سترو قوتونو لخوا په ګډه وځپلی شي یانې دا هغه څه وو چې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتل. خو دا پرمختګ د تاشکند غونډې له برکته مخې ته راغل او دا به د افغانستان حکومت دې مرام ته ورسوي څو طالب اړ کړي چې د عامه او نظامي افغان له وینو تویولو لاس واخلي.

د تاشکند په غونډه کې افغانستان یو ځل بیا د منځنې آسیا هېوادونو او د اروپا نړیوالو کمپانیو استازو ته ور یاده کړه چې په افغانستان او منځنې آسیا کې د پانګونې په موخه زړه ښه کړي. د دې غونډې د سیاسي اغیز ترڅنګ د منځنې آسیا او افغانستان سترو پروژو  ته اقتصادي لوبینګ هم وکړ. له دې سره د منځنې آسیا هېوادونو د افغانستان له نوښتونو هرکلۍ وکړ او په راتلونکې کې یې دې ته زړه ښه کړ چې داسې نورو برنامو ته هم لاره اواره شي.

ازبکستان سره د هوايي کوریډور په پرانیستو سره موږ د هوا له لارې له غرب سره ونښلیدو. له دې مخکې به زموږ لپاره دوبۍ او استانبول غوره انتخاب و. خو دا ځل  تاشکند ته ډېر استازې له غرب څخه مستقیم راغلل او دا کار د ازبکستان له اقتصاد سره هم مرسته کوي او افغانستان ته د غرب لپاره درېیمه لاره هم پیدا شوه. استانبول او دوبۍ به هم د تاشکند پر موجوده حیثیت او نقش ضرور فکر کړی وي.

د دې غونډې تر ټولو ستره ګټه دا ده چې د داسي کلیدي ناستو په دایرولو کې د افغانستان ظرفیت او باور ورځ تر بلې په زیاتیدو دی. د تاشکند د دې غونډې په ترڅ کې د منځنې او جنوبي آسیا پر مسایلو د غږیدو لپاره یو غوره چانس راپیدا شو او دا هغه څه دي چې د افغانستان پر څلور و لارو بدلیدو لپاره کافي مرسته کولای شي. د یادونې ده چې  د دې ډول برنامو په پایله کې به افغانستان له هغو هېوادونو برۍ ترلاسه کړي کوم چې د افغانستان د لیدلوري د لاندې کولو لپاره هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *