تاند- د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو په ویناوو پرانیستل شو.
دا کنفرانس، چې د سولې پروسه، امنیتي همکاري او سیمه ییزه اجماع نومېږي، د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په نوښت جوړ شوی دی.
میرضیایف کنفرانس ته په وینا کې وویل، سولې ته د رسېدو لپاره ګډ هدف عملي شي،
ولسمشر غني وویل، د تاشکند غونډه افغانستان ته یوه نوې هیله ورکوي.
ده د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستان څخه یې د افغانستان لپاره د کنفرانس د جوړېدو په خاطر مننه وکړه.
د ولسمشر غني وینا