خبريال: عبدالقيوم عاجز- د هېواد د تکړه شاعر او ژورناليست هارون حکيمي د نوې شعري ټولګې (زلمۍ سندرې) د مخکتنې غونډه نن د جمعې په ورځ د زابل د اطلاعاتواوکلتور رياست دغونډو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، چې د اطلاعاتواوکلتور رياست په نوښت او د زابل د ځوانانو په ملتيا ترتیب شوې وه، د ګڼو زابلي ځوانانو او د ادب د مينه والو ترڅنګ د دې ولايت د پوهنې او اطلاعاتواوکلتور رييسانو هم پکي برخه اخيستې وه.

1دغونډې ويناوالو په چمتو شويو مقالو کې د (زلمۍ سندرې)  د ټولګې پرارزښت  او د حکيمي د ادبي هڅو په اړه خبرې وکړې. او دعلم او ادب په ډګر کې يې د زابل د وياړ ښاغلي هارون حکيمي هڅې وستايلې او د يادې ټولګې دخپراوي په وياړ يې ښاغلي حکيمي، درنې کورنۍ ته يې، او د ادب ټولو مينه والو ته مبارکي وړاندي کړه.

دوی همدا راز  د اطلاعاتواوکلتور له رياست څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې  د ځوانانو او اديبانو د لاتشويق او هڅونې لپاره دې ورته غونډې او ادبي ناستې جوړې کړي.

 (زلمۍ سندري) د تاند شاعر او ليکوال ښاغلي هارون حکيمي درېيمه شعري ټولګه ده چې د شعر اوادب د مينه والو د ادبي تندې د خړوبولو لپاره د چاپ په ګېڼه پسولل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *