تاند- د سروې یا نظرپوښتنو نړیوالې موسسې ګلپ (Gallup) په یوه نظرپوښتنه کې ویلي و چې اکثره افغانان د راتلونکې په اړه سخت نهیلي دي.

د دې موسسې د نظرپوښتنې پر اساس د نړۍ هیڅ ملت د افغانانو په شان راتلونکې ته نهیلي نه دي. د دې نظرپوښتنې د پایلو له اعلانه وروسته تاند د فېسبوک له لارې ورته پوښتنه له خپلو لیدونکو وکړه.

د تاند په نظرپوښتنه کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې او اکثرو د ګلپ خلاف راتلونکې ته خوشبیني ښکاره کړې ده.

د دې نظرپوښتنې د ځواب ویونکو په سلو کې ۷۴ راتلونکې ته مثبت نظر ښکاره کړی او یوازې په سلو کې ۲۶ ته راتلونکې تیاره ښکاره شوې ده.

تاند له خپلو لوستونکو پوښتلي چې « تاسو څه فکر کوئ چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان ښې خوا ته لاړ شي او که بدې ته؟»

2 thoughts on “د تاند نظرپوښتنه: په سلو کې ۷۴ افغانان راتلونکې ته هیله من دي”
  1. انشآالله تاندوالو ورونو همداسی ده زمونږ راتلونکی روښانه ده او روښانه به وی ځکه ځمونږ دخاوری بی شماره کورنی اوبهرنی دښمنان نور په ذوال او لړزان کی دی

    تل دی وی افغانستان
    ژوندی او پیاوړی دی وی ځمونږ دخاوری صادق او ریښتینی افغانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *