هسې هم له لومړۍ ورځې افغان حکومت او افغانانو ویلي چې تاوتریخوالي کمیدو باندې هوکړه بې مانا ده او سولې ته د رسیدو لپاره اوربند شرط دی.

افغانان ځکه اوربند باندې ټینګار لري چې پوهیږي اوربند باور رامنځ ته کوي د سولې خبرې یقیني کوي.

طالبان چې هر کله له اوربند تيښته کوي په دې مانا ده چې طالبان نه غواړي سولې لپاره رښتني اراده وښيي.

تازه د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالی راکمولو وړاندیز بې مانا بللی دی.

دغه نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلی چې د تاوتریخوالی هېڅ کچه د منلو وړ نه ده .

د سویلی اسیا د چارو مرستیال عمر وړایچ ویلي، دا پر ملکی وګړو بریدونه کېږی په داسې حال کې د تاوتریخوالی راکمول کومه مانا نه لری او باید ودرول شی.

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې طالبان، افغان حکومت او امریکا د جګړې قوانینی په پام کې ونیسی او بریدونه دې ودروی.

افغان حکومت د سولې خبرو لپاره د بین الافغانی خبرو پیل او اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو یوازې د تاو تریخوالی راکمولو ژمنه کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني سویس غونډې یوې څنډه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر له طالبانو سره مذاکرات به د نوې جګړې پیل وي.

ولسمشر غني ویلي، د امریکايي ځواکونو وتلو سره ستونزه نه لري، خو مذاکرات دې له افغان حکومت سره وشي.

کابل کې د ځينو شنونکو تحلیل هم دا دی چې د امریکايي ځواکونو وتل دې د افغان حکومت سره په سلا وي.

طالبان په دې لټه کې دي چې بهرني ځواکونه به له افغانستان ووځي له هغې وروسته به یو ځل بیا نوې جګړه پيل او ګډوډي به رامنځ ته شي.

افغانان که له یوې خوا د سولې خبرو ته خوشبین دي، تر څنګ یې انديښنې هم لري او هغه اندیښنې دا دي چې باید سوله د جګړې پای وي نه د یوې بلې جګړې پیل.

تر ټولو زیاته بې باوري طالبانو باندې ده چې ګنې وسله والې ډلې به یې د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي او جګړه به دوام پيدا کړي.

افغان حکومت او افغانان له همدې کبله اوربند باندې ټینګار کوي چې مالومه کړي، سیاسي او جنګي طالبان یوه خوله دي او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *