تاند- په تایلنډ کې د فوټبال د یوې لوبډلې ۱۲ لوبغاړي او د هغوی یو روزونکی له ۳ ورځو راهیسې په سمڅو کې بې درکه شوي دي.

د تایلنډ چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې د دغه هیواد د سمندري ځواک له ماڼوګانو او لامبو وهونکو سره د لټون په عملیاتو کې په سلګونو عام خلک ملګري شوي دي.

دا کسان درې ورځې وړاندې /د شنبې په ورځ/ د میانمار یا برما پولې ته نژدې د تایلنډ په (تام لوانګ نانګ نان) سرحدي سیمه کې هغه مهال بې درکه شول چې یوې سمڅې یا غار ته ننوتل.

د بې درکه شویو لوبغاړو عمرونه د ۱۱ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي.

په جیانګ رای ولایت کې د (تام لوانګ نانګ نان) سمڅو ته ډېر سیلانیان ځي خو د دغو لوبغاړو د تګ په مهال په سیمه کې سخت باران واورېد او ګومان کېږي چې سمڅو ته د باران د اوبو ورتګ به سبب شوی وي چې لوبغاړي تر هغې اندازې زیات د سمڅو ژورو ته ننوتي وي چې عموماً خلک نه ځي.

د دغو سمڅو اوږدوالی شاوخوا ۱۰ کیلومتره دی.

د بې درکه شویو کسانو د کورنیو غړي

سره له دې چې د تایلنډ صدراعظم خوشبین دی چې بې درکه شوي کسان به ژوندي وموندل شي، پلټونکي وايي چې بارانونه اجازه نه ورکوي چې په سمڅو کې ډېر لټون وکړي. دوی توانېدلي چې تر ۶ کیلو مترو پورې په سمڅو کې ننوځي خو د باران اوبه او د مځکې د ښوېیدا بېره یې د وړاندې تلو مخه نیسي.

دوی تراوسه پورې د لوبغاړو بایسکلونه، د فوټبال بوټونه (شینکاک) او بیکونه موندلي دي.

د بې درکه شویو زلمکو میندې او پلرونه د سمڅو په شاوخوا کې د انتظار او ډار سختې شېبې تېروي.

پلټونکي هیله لري چې د سمڅو په وروستیو برخو کې به کافي اکسیجن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *