تاند- د تایوان پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې په دغه هیواد کې د خوړلو لپاره د سپو او پیشوګانو وژل منع شول.

د ختیځې اسیا په اکثرو هیوادونو کې د دغو دوو حیواناتو غوښه خوړل کېږي خو تایوان لومړنی هیواد دی چې د سپو او پیشوګانو د غوښو خوراک غیرقانوني اعلانوي.

د پارلمان یوه استازي ونګ یومین، چې د دې قانون د تصویب له اصلي ملاتړ کوونکو او مطرح کوونکو څخه دی، د پارلمان له پرېکړې وروسته رسنیو ته وویل«دا د تاویوان لپاره مهمه ده چې ځان په نړۍ کې د حیواناتو مینه وال معرفي کړي.»

د نوي قانون له مخې، که څوک حیوانات وځوروي، تر ۶۵ زره ډالره پوري جریمه او دوه کاله بندي کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *