تاند- د پاکستان د پیپلز ګوند او تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ د یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې د زرداري د کور مخته شخړه وشوه.

نښته وروسته له دې پیل شوه چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلویانو په کراچۍ کې د بلاول هاوس (د پیپلز ګوند د مشر کور) مخته مظاهره وکړه او د زرداري، بلاول بوټو او بېنظیربوټو پرضد یې شعارونه ورکړل او هغوی یې د خپلې واکمنۍ په موده کې په خیانت تورن کړل.

د یو بل پرضد د دواړو خواوو توند شعارونه د نښتې او پر یو بل د تیږو د ګوزارولو سبب شول تر دې چې پولیس سیمې ته راغلل او د جګړې مخه یې ونیوله.

پولیس د بلاول هاوس شاوخوا درېدلي او د نښتې د بیا پېښېدو د مخنیوي لپاره یې لارې بندې کړي دي. د تحریک انصاف ګوند پلویان نه غواړي چې له سیمې لېري لاړ شي.

پولیسو د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره له اوښلن ګاز او ډنډو کار واخیست چې په نتیجه کې یې یو شمېر کسان ټپیان شول.

3 thoughts on “د تحریک انصاف او پیپلز ګوند د پلویانو ترمنځ شخړه وشوه”
  1. Da Pakistan pa siyasat ke da Imran khan ratag yawa da ghate badbakhtai nakha da ao da pa koom andaaz che Imran khan lagia dai khpal siyasat kawee no der zar ba zmoong da gran watan khudanakhwasta da yawe koranai jagrre khkar shee.Imran khan la pakar dee che pa watan ke da krke siyasat band ka.Ka sa shikayat ya wee no da stare mahkame lara da khpala ka.

  2. Excellent, although as a human being I do not promote and provoke fighting, but since these bloody guys made Afghans life miserable since long time, let them fight and feel our pain which we have been experiencing since long time.

    Even now, majority of our problems and issues are because of these guys. چا کن خودش در چا است

    پاکستان په خوب کی هم دا حال چی روان دی نوی لیدلی اما ددوی د غلطو پالیسو له وجی دا حالت په پاکستان را غلی وای حه چی کری هغه به ربی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *