خان زمان کاکړ –
د خان عبدالولي خان د لسم تلین په مناسبت
——————————————-
خدايي خدمتګار تحريک چې پر ملا د هند د وېش ګوزار وخوړ نو له نوي نوآبادياتي رياست سره د پښتنو د تعلق وضاحت يا په دې رياست کې د پښتنو د اوسېدلو د مجبورۍ وضاحت د يوه داسې سياست اړتيا پېدا کړه چې د خدايي خدمتګارۍ تر څنګ د نوو نوآبادياتو ضد د يو لړ نوو خطوطو تعين وکړي. خان عبدالولي خان د خدايي خدمتګارۍ پېداوار دی، په هم دې تناظر کې کتل پکار دی خو د هند د وېش کټارې يوازې د خلکو د امانتګر سياست تسلسل نه و مات کړی بلکې يو لړ داسې زاويې يې هم زېږولې وې چې د هغوی په واسطه حالاتو ته د کتلو اړتيا يې ربړېدلو قامونو ته په سر اچولې وه، د ولي خان ځانګړتيا هم په دې ځای کې په نظر راځي.
په نورو ټکو، د باچاخان د سياست مزاج داسې و چې له ډېرې لاندې، مقامي، عوامي او قامي کچې يې د بدلون عنصر پنځاوه خو استعمار وېش څه داسې کړی و چې يوې برلاسې وېش ګرې ډلې ته يې دا واک په لاس کې ورکړی و چې هر ډول مقاميت، عواميت او مقاميت په سخت ترينو جبري بڼو تر خپلو پښو لاندې کړي، هم دا ځای و چې له يو رياست سره د تعلق يوه داسې مسئله پر سر راولوېده چې که له نظره اچول شوې وې نو د خلکو يو ډول اصلي سياست هم پکې خپله بقاء نه شوه يقيني کولی.
نېشنل عوامي پارټي (نېپ) په اصل کې خدايي خدمتګار تحريک او د نورو محکومو قامونو او طبقو سياست ته له رياسته د ورپېښ لوی خطر د مخنيوي يو محاذ و، د طاقتور رياست په وړاندې د محکومو قامونو او طبقاتو له سياسي متحده محاذه پرته ګرانه وه چې سياستونو دې خپلې پښې ټينګې کړې وای. هم داسې يو صورت له ګانګريس سره د اتحاد په وخت کې هم و.
د مشرقي پاکستان د بېلېدلو په وخت کې له ولي خان سره په حقيقت کې دا غم و چې سياست يې د محکومو خلکو له يو لوی ملاتړ څخه بې برخې کېدو، ولي خان د خپلې حب الوطنۍ يعني له پښتون وطن سره د کمټمنټ پر بنياد دا هڅه کوله چې بايد په داسې وخت کې يوه هڅه وشي چې د محکومو قامونو سياست په شريکه د يو ګام د اوچتولو په پوزيشن کې وي، ځکه چې “دلته موږ، هلته تاسو” فارموله يوازې د بنګاليانو دپاره وضع شوې وه، د پښتنو، بلوڅو او سنديانو دپاره نه وه، د يو داسې وخت په انتظار چې ددې فارمولې اطلاق پر دې نورو قامونو هم وشي، د ولي خان هڅه دا وه چې بايد د ټولو قامونو هم فکره سياستونه يو ځای وساتل شي. ددې وضاحت يې په خپل کتاب (باچاخان او خدايي خدمتګاري) دوم ټوک له روان فرهادي سره په مرکه کې هم کړی دی، ددې باب له لوستلو پس سړی په آسانه پوهېدی شي چې د نېشنل عوامي پارټۍ د جوړولو مقصد څه و، ولي خان څه غوښت او ولي خان په خپلو سياسي اهدافو څومره واضح و؟ له دې علاوه، چې کله يې د باچاخان جنازه د ډيورينډ پر کرښه اړولې نو صفا يې وئيلي چې څومره لوی کار تر سره شو، د څومره لوی بېلتون د اختتام اعلان وشو، ولي خان غوښت چې دا “لوی کار” وشي خو حالاتو ډېرې لويې لويې غميزې زېږولې، د بوټو شاهۍ د بدترين دور له تشدد او اذيت څخه لا د ولي خان ملګري خلاص شوي نه ؤ چې په افغانستان کې د ثور پېښې د يوې داسې غميزې تهداب واچاوه چې تر اوسه لا افغانان ترې راوتلي نه دي او دا غميزه د ډيورينډ پر کرښه داسې راوڅرخېده لکه چې د کرښې څه وجود نه وي. ولي خان ددې ټولو حالاتو د جوړېدلو يوازې وړاندوينه نه وه کړې بلکې د دې حالاتو په تناظر کې يې خپل سياست مخ په وړاندې وړی و. نن ټول تاريخ ليکونکي او سياسي څېړونکي دې حقيقت ته رسېدلي چې د افغانستان د مسئلې چې په اصل کې د افغانستان نه بلکې د روس او امريکې مسئله وه، په هکله چې ولي خان کوم دريځ خپل کړی و، يوازې هم دا دريځ پر صحيح بنيادونو ولاړ و او که چېري په هغه وخت کې ورسره ملګرتيا شوې وای نو غميزه به دومره پلنه شوې نه وای خو غميزه پلنه شوه، ددې پلنتوب يو خاص پړاؤ د ناين اليون په صورت کې راڅرګند شو، ولي خان له سياست څخه د خپل اعلان کړي ګوښه توب باوجود، په داسې حال کې چې څوک نه پوهېدل چې څه به کېږي او بايد څه وکړل شي، راووت او ډېره ‘سپينه خبره’ يې وکړه، بيا چې اې اين پي عوامو ته د هغې ‘سپينې خبرې’ د رسولو هڅه وکړه نو نوې سياسي کرښې راڅرګندې شوې او يو وخت بيا داسې راغلو چې د هغې ‘سپينې خبرې’ په رڼا کې په مېدان کې د درېدلو ضرورت محسوس شو، ډېر لوی تاوان وشو خو ګټه دا وشوه چې په لومړي ځل په پښتنو کې په سياسي لحاظ د ترهګرو خلاف يو موثر موقف راڅرګند شو، يو څرګند جنګ وشو، رياست پکې د خپلو پېرياني بڼو او بڼکو په زور ډېرې اوبه تر پروړې لاندې تېرې کړې، اوبو د پښتنو ډېرې شتمنۍ او ډېر سرونه له ځانه سره يوړل.
ولي خان د رياست او پښتون قام په متضاد او متصادم تعلق کې، د يو ډېر قوي مخکښ په توګه يو داسې رول ادا کړی چې په ډېرو سختو حالاتو کې، د ډېرو جابرو او جلادو واکمنو په مخ کې، په خپل کامياب او اغېزمن سياست، په عدمِ تشدد د کاربند پاته کېدلو باوجود، هغه د خپل قامي سياست تسلسل نه يوازې ماتېدو ته پرې نه ښود بلکې په ډېره مزاحمتي بڼه يې د چکۍ د دو پلونو تر منځ پښتانه له خپل وجوده خبر او د خپلې بقاء په مسئله فکرمند وساتل. په يو ډېر طوفاني دور کې، چې د ټول قام سترګې له وينو او خاورو ډکې وې، ولي خان د هغه امېد روزنه او وېشنه کړې وه کوم امېد چې نېشنلزم د يو سټېټ د لرلو په هدف کې پوښلی ساتي. د پښتونستان د مسئلې په هکله د ولي خان دريځ (د disown کولو دريـځ) په حقيقت کې دا خبره روښانه ساتل و چې د هغه د سياست هدف خپل هغه پخواني قامي حثيت ته بېرته ستنېدل و کوم حثيت چې د ډيورينډ د کرښې د راايستلو پس بايللی شوی و، ولي خان په خپل دې هدف ډېر واضح و او ددې اظهار يې په ډېرو ځايونو کې کړی دی، په ريکارډ موجود دی، د هغه په کتابونو کې ډېر څرګند موندل کېدلی شي.
په ډېرو لنډو ټکو کې دومره خبره به کافي وي چې پر لروبر افغان د غميزې د بهير د لنډولو او په پاکستان کې د جمهوري پروسې د مرستې او مخکښۍ په لار، ولي خان يوازې دومره غوښتل چې د اصلي هدف په طرف د روان کاروان په مخ کې لاره نوره هوسا او اسانه کړي. د هغه پر لمن د غدارۍ تورونه هسې چا د شوق او مشق دپاره نه لګول بلکې د هغه په سياست کې څه داسې څه ؤ چې د نوآبادياتي پروژو تسلسل يې ګډوډاوه او د هغه په سياست کې څه داسې څه ؤ چې د نوآبادياتي ساختونو د ورانولو په خوا يې کيسه وړله. دا چې کيسه ولې لا تر اوسه هغه ځای ته رسېدلې نه ده، په دې کې لوی رول د افغانستان د غميزې پاته شوی دی، د افغانستان داسې رنځ دی لکه هغه د پښتو ټپه چې:
زما د زړه ناکاره رنځه
نه دي دارو شته نه دي حال وئيلی شمه
ولي خان چې ددې رنځ دپاره کوم دارو تجويز کول، په هغه وخت کې د چا دې ته پام نه و، د خلکو سترګې يا روس ته وې او يا امريکې ته، پاکستان په جوبن کې و، خو کله چې د ځينو خلکو پام دې ته راواوښتو نو اوبه له ورخه اوښتې وې، سنګر پرديو نيولی و. رښتيا خبره دا ده چې ډاکټر نجيب د ملي روغې جوړې په سياست کې د خپل وطن دپاره هغه دارو تجويز کړل د کومو دارو ذکر چې به ولي خان مسلسل کاوه، د “مرورو وروڼو” د پخلا کولو په کار کې ولي خان خپل ټول کومک افغان حکومت ته وړاندې کړی و خو مسئله دا وه چې مرور وروڼه په کومو کېمپونو کې مېشت کړل شوي ؤ، ولي خان ته هلته د تګ اجازت نه و، هغه به وئيل چې هغه ته هډو په دې هکله د بيان ورکولو اجازت هم نه ورکول کېږي، افغان کېمپونو ته يوازې يو سياسي ګوند تللی شي او هغه جماعت اسلامي دی. د هم دې سياست ګوند او د هغه د پراخ رياستي مسند په امر او لار آخر هغه څه وپنځول شول چې نه يوازې يې افغانستان وران کړ بلکې له خېبره، له سواته تر پېښوره او لرې تر ږوبه، تر کوټې يې ټول پښتون وطن په خپل واک کې واخيست.
د افغان کېمپونو د نګهبان ګوند او د هغه د نظرياتي چربې (سونامي) حکومت نن هم په پښتونخوا کې يوازې ددې مقصد دپاره په وجود کې راوړل شوی دی چې افغانستان لا په دې ټوله خطه او ټول سياست کې د انتهايي موثر متغير په توګه موقعيت لري، اې اين پي ته په خپل ټول تاريخ کې او په تېر پنځه کاله کې چې هره سزا ورکول شوې ده، بنيادي رول پکې له هم دې موثر متغير سره د تعلق او د هغه په هکله د پاليسۍ دی، په نورو ټکو، باچاخان او ولي خان چې په خپل فکري وراثت کې اې اين پي ته کوم سياسي هدف ورکړی دی، د هغه تشريح په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو ډولونو شوې ده خو اصلي نکته دومره invisible هم نه ده چې د رياست له رسا نظره دې پټه پاته شي.
لږ تر لږه تاريخ موږ ته دا حقيقت ډېر روښانه ساتلی چې ولي خان کله هم په رياست کې د co-optation هڅه نه وه کړې، اوس که څوک داسې هڅې ته څه لېوالتيا لري نو هسې به خپلې پښې په خپله په تبر وهي، له دې کاره هيڅ هم نه شي جوړېدی ځکه چې رياست په خپلو برکاتو څو شخصيات خو شريک ساتلی شي خو هغه څه هرګز نه شي چا ته ورکولی چې پرې د پښتنو قامي سياست د فخر کولو وړ وګرځي، دا د فخر وړ کارونه نه بلکې د ورانۍ کارونه دي، هسې ميمونۍ غوندې رويه ده، پاکه لېونۍ غوندې رويه ده، دا د لېونتوب نه بلکې د انتهائۍ سنجيدګۍ دور دی، د سر د بقاء جنګ دی او جنګ هم داسې دی چې دښمن په ځانمرګو وسلو سنبهال دی او له منصور سره نه توپ شته نه تفنګ خو د باچاخان د فکر برکت دی چې د بشير بلور غوندې خلک چې په مېدان کې ولاړ وي نو د دښمن دپاره تر توپ او تفنګ زيات خطرناک وي، هم دا د عدمِ تشدد زور دی، هم دا خدايي خدمتګاري ده او هم دا د ولي خان د سياست او سياسي روزنې کمال دی چې په خپله خاوره مئينو پښتنو، د خاورې زامنو پښتنو په فال نيولی دی، فال به کله خېژي؟ نېټه نه شي ټاکل کېدی، د سياست کار دا وي چې مزل دوامداره وساتي، کاروان روان وساتي، ستړې شته، مايوسي به وي خو دل برداشته کېدل پکار نه دي، خدايي خدمتګاري د ډېرې لويې سينې او حوصلې کار دی، د ولي خان غوندې لويه سينه او حوصله غواړي.
هسې په دې لار په تيندکونو باندې نه تلمه
دا لار د جانان سترګو ته نېغه رسېدلې ده
(دا ليکنه د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د جنوري ۲۰۱۴م په ګڼه کې خپره شوې ده. د ولي خان د لسم تلين په مناسبت په تاند کې په دوم ځل خپرېږي)