تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په یوه حکم کې د غزني د ښاروالۍ لپاره انجنیر نصیر احمد للیزی د ښاغلي فریدون احمدي په ځای د غزني د ښاروالۍ ریاست لپاره وګمارل. 

ښاغلی للیزی چې تر دې وړاندې په اسیا فونډیشن او سیمه ییزو ارګانونو کې په لوړو پوسټونو کار کړی، له انګلستان او پاکستان هېوادونو څخه د انجنیرۍ په برخه کې دوه ماسټري لري.

د نوي ښاروال له ګمارنې سره سم په غزني کې ځینو کسانو چې په دې ولایت کې د ځمکو په غصب، اداري فساد او سل نورو ناخوالو کې لاس لري د مخالفت غږونه را پورته شول او د تحصین په نوم یې ځینې کسان د ښاروالۍ دروازې مخې ته په خیمو کې ځای پر ځای کړل. دوی له دې لارې غواړي د ځمکو په غصب یې سترګې لا پټې پاته شي، له ښاروالۍ څخه ورتلونکي عواید یې جاري او په دې برخه کې د شوې فساد پاڼې یې را لوڅې نشي.

کلیوال ملګري ټولنه په ځینو برخو کې د پخواني ښاروال فریدون احمدي کارونه ستایي، خو له مرکزي دولت څخه یې غوښتنه داده چې په تېرو څو کلونو کې د غزني په ښاروالۍ کې د شوې فساد دوسیې را وسپړي او عاملین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وسپاري.

غزني ولایت د ۴۴ په شاوخوا کې ریاستونه او مستقل آمریتونه لري، چې له دې ډلې یې د دریو څلورو په شاوخوا کې له پښتنو سره دي، حال دا چې پښتانه د دې ولایت مطلق اکثریت تشکیلوي. موږ له مرکزي دولت څخه دا غوښتنه هم کوو چې په دې ولایت کې په کېدونکو ګمارنو کې دې قومي انډول ته پوره پاملرنه وکړي، هغه څه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې هیڅ توجه ورته شوې نه وه او پښتانه په مطلق ډول محروم پاته شوي وو.

کلیوال ملګري ټولنه په خیمه درونکو هم غږ کوي چې دولتي پوسټونه د چا شخصي ملکیت نه دي او نه هم د چا په میراث رسېدلي، پرون ښاغلی فریدون احمدي او نن انجنیر نصیر للیزی د دې ولایت ښاروال دی، سبا به کوم بل وړ کس راځي. که چیري لاریونونو ته دوام ورکړئ، کلیوال ملګري ټولنه به هم په غزني کې له مېشتو نورو مدني او قومي ټولنو سره په ګډه د ښاغلي للیزي او د نظام د پرېکړې په ملاتړ پراخ لاریون وکړي او د تحصین خیمې به ودروي.

One thought on “د تحصن خیمې په وړاندې د کلیوال ملګري غبرګون”
  1. دا د تحصین د خیمو دود ایران او شمالي ټلوالې چې په رس کې یې ډبل عبدالله دی رارواج کړ ، اوس به په هر قانوني او غیر قانوني کار دا د غم خیمی دریږی ، خلک به وریږی ، مظاهرو ته به لاره هواریږی ، د خلکو وخت به ضایع کیږی ، د سبا د ښه فکر کولو لپاره به هیڅ نه وی ، دا خیمې مردودی دی او حکومت د قوی اراده پیدا کړي قانون د تطبیق کړی ،کنه دا خودسرۍ به تر ډیره دوام وکړي د قانون د تطبیق کولو په هیله ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *