دتحقیقي ژورنالیزم  بنسټونه د هغه کتاب نوم دی چې د خبریال محمدصادق رښتیني  په زیار په پښتو ژبه ژباړل شوي او په دې وروستیو کې خپور شوي دي  .

یاد کتاب د ډیویډ انګرام او هینشال اسټیټ په هڅو چمتو شوي چې اوس د ۱۰۰۰ټوکو په تېراژ د رنګه پښتۍ په درلودلو سره په ۷۷ مخونو کې په پښتو ژبه د ژونالیزم مینوالو ته د ګټې اخستنې لپاره وړاندي شوی .

ددغه کتاب سریزه په کابل کې د ازادو رسنیو دملاتړ یا ( نی ) د تکړه روزنکي استاد وحیدالله  درویش لیکلې چي پکې د تحقیقي ژورنالیزم ارزښت او اړتیا بیان شوي .

که څه هم په پښتو ژبه ګڼ کتابونه د ژورنالیزم د ښوولو په برخه کې چاپ شوي خو د تحقیق کولو د اصولو ، حقیقت موندلو او د تحقیقي  رپورټ لیکلو په برخه کې کتابونه ډیر کم دي .

د کتاب ژباړن محمدصادق رښتینی د (( خپلي خبري ) په برخه کې همدغه اړتیا ته په پام کتاب ژباړلي دی .

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې  په افغانستان کې خبریالان د خبر رسونې تفریح او معلوماتو په برخه کې د سیالۍ ډګر ته وتلې ، خو د تحقیقي ژونالیزم یا حقیقت موندنې  په برخه کې يې اړتیا له پامه غورځولې .

خبریال محمدصادق رښتینی له تېرو اتو کلونو راهیسي د مطبوعاتو په برخه کي کار کوي چي لومړني دندي يي د ښوونځي مجلې او خوځښت جریدې د چارو سمبالول وو هغه کلونه وړاندي له کندهار څخه د خپرېدونکې اوونیزې ( سورغر) او کلید راډیو سره د خبریال په توګه دندې ترسره کړي  .

صدیق الله افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *