فرضیه جوړونه

هره تحقیقاتي موضوع د محقق په ذهن کې د یوې علمي طرحې په شان موجوده وي. په علمي طرحه کې هر څېړونکى دکار له پيل څخه د مخه د موضوع انتخاب، د موضوع ليکل، د ماخذونو پيدا کول، د ماخذونو استفادې لارې چارې، د خاکې جوړول، د څېړنې د کار ډول او ميتود، د څېړنې په هکله په فکر او ذهن کې لري. د دې موضوعاتو يادونه د څېړنې طرحه کېداى شي.

هر محقق د څېړنې لاس لاندې موضوع(رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس، ډيزرټيشن او يا داسې نورو) د لیکلو فکري، ذهني او علمي طرحه ورسره وي.کله چې علمي طرحه په عملي ډول پیل او انکشاف ورته ورکړل شي نو په دې وخت کې په فرضیه بدلیږي، یعنې فرضیه د طرحې عملي او پرمختللی شکل دی.

په فرضیه کې د موضوع په هکله علمي او عملي پوښتنې د ځان سره جوړیږي، دغه پوښتنې عامیانه نه وي. محقق چې مخکې له مخکې څومره مطالعه د څېړنې په باب کړې وي او څومړه تجربه، مشاهده، علمي ځواکمنتیا، او پوهې پر بنا پوښتنې مطرح کېږي، فرضیه جوړوي.

د فرضيي پوښتنې باید منطقي وي. د مشاهدې، تجربې، قیاس او استقرا هم په فرضیه جوړونه کې اساسي نقش لري.

هره علمي نظریه په پیل کې فرضیه وي، فرضیه د لومړنیو تجربو، مشاهدو، کوښښونو او داسې نورو علمي هڅو په پایله کې په یوه علمي نظریه اوړي.

په فرضیه جوړولو کې قیاس هم کېدای شي، د مثال په ډول د ځانه سره فرضیه جوړوو او د فرضيي یوه پوښتنه د قیاس پر بنا پيش بیني وي، که چېرې دغه پيش بینې اثبات ته ورسېږي نو اساسي لامل یې لومړنۍ فرضیه ده. یعنې اکثر فرضيي کله کله پیش بیني کوي او اثبات ته هم رسېږي.لکه:

د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعر(۱۳۹) د امیرکروړ دی خو د امیر کروړ د شعر له متانت او قوته ثابتیږي چې کروړ به نور شعرونه هم درلود چې یا به د ده د لومړي لاس ته راغلي شعر نه مخکې لیکل شوې وي او یا وروسته. دا هم کېدای شي چې پښتو ژبه د امیر کروړه مخکې بل شاعر هم ولري، ځکه چې امکان لري چې کروړ دې د پښتو ژبې د نورو شاعرانو شعرونه مطالعه کړې وي.

که چېرې د امیر کروړ د لاس ته راغلي لومړني شعره مخکیني او وروستني نور شعرونه لاس ته راشي نو دا د قیاس پر بنا هغه فرضیه وه چې پيش بیني شوې وه او اثبات ته ورسېده. که پښتو ادب تاریخ کې یو بل داسې شاعر پيدا شي چې د کرونولوژي پر اساس له امیر کروړه پخوانی وي نو په دې صورت کې نوې فرضیه اثبات ته ورسېده او یوه نوې پيش بینې یې ثابته کړه.

د فرضیه جوړونې مثال

د محقق سره ذهني طرحه پيدا کېږي چې د غني خان په شعر او فلسفې څېړنه وکړي. دی په ذهن کې یوه فرضي خاکه جوړوي.لکه:

په غني څومره کار شوی دی؟ د غني په هکله مواد څومره او چېرته پيدا کېږي؟ په غني خان د پښتو ژبې سربیره په نورو ژبو هم کار شوی دی او کنه؟ که شوی دی ایا په هغو ژبو پوهیږم او کنه؟ د هغه خلکو سره ناسته اړینه ده چې ژوندي دي او د غني سره یې ملګرتیا وه. ایا د موضوع په هکله مادي او معنوي امکانات لرم او کنه؟ په غني چې څومره کار شوی دی ایا زه له هغو ښه او نوی کار کولای شم او کنه؟ او داسې نورې په لسګونو پوښتنې ذهن ته راځي او د همدغو پوښتنو ځوابونه هم په ذهن کې زموږ سره وي. کله چې د محقق سره د څېړنې تصمیم نهايي شي نو په عملي کار پیل کوي. دی فرضیه د قلم په پواسطه په کاغذ جوړوي او په کار پیل کوي. د مثال په ډول په غني پېژندنې یوه فرضیه ترتیبوو.

غني پېژندنه

ـ د غني په هکله منابع او ماخذونه دکوم ځای نه پيدا کړم؟

ـ په غني خان څومره کار شوی دی؟

ـ په غني خان چېرته(کومو ملکونو او ځایونو)کې تحقیق شوی دی؟

ـ د غني شعر فلسفي رنګ لري، ایا زه د فلسفې څومره مطالعه لرم؟

ـ د موضوع سره مینه لرم او کنه؟

ـ په ژوندیو پوهانو کې د غني له دوستانوسره لیدل اړین دي، ایا له دوی سره لیدلی شم او کنه؟

ـ د موضوع په باب مادي او معنوي امکانات لرم او کنه؟

ـ د موضوع معنوي حق ادا کولای شم او کنه؟

ـ په غني به زما د کار نوی والی په څه کې وي؟ هغه سرلیکونه به کوم وي چې زما د څېړنې پرته په نورو څېړنو کې نه وي؟

ـ څومره څپرکي ولري؟

ـ په هر څپرکي کې څومره او کوم کوم سرلیکونه وي؟

ـ د لوی عنوان، څپرکیو، لویو او کوچنیو سرلیکونو تر منځ کوم شان محتوایي اړیکه وي؟

ـ په دې موضوع مخکې چا کار کړی دی؟

ـ د موضوع اهمیت او ارزښت په څه کې دی؟ د ژبې او ادب د غنامندۍ سبب ګرځیدای شي او کنه؟

ـ د څېړنې فزیکي او معنوي جوړښت څنګه ترتیب او تنظیم کړم؟

ـ په څېړنه کې د تحقیق د کوم ډول او مېتود نه ګټه واخلم؟

او داسې نور….

په فرضیه کې د غني پېژندنې په باب پورتنۍ پوښتنو پرته په سلګونو نورې پوښتنې هم مطرح کېدای شي او هر محقق باید هرې پوښتنې ته مثبت ځواب ولري.

فرضیه(د کل نه جز ته)

د کل نه جز ته نظریه په ارواپوهنې کې د ګشتالت نظریه ده. ګشتالت (Gestalt)  يوه الماني کلمه ده، چې د (ترکيب) ، (ساختمان) ، (شکل)  او (کُل)  په معنی ترجمه کېدای شي.

د دې مکتب الماني پايه ګزاران په دې معتقد دي، چې انسان ابتدا (کُل)  احساسوي او بيا ذهن او فکر د کُل)  عناصر او اجزا يو له بل څخه بېل او درک کوي.یو بل ارواپوه کهلر(Kohler)  د تحقيقاتو له کولو وروسته دې نتيجې ته ورسېد، چې زده کړه له تکرار او تمرين څخه پرته هم امکان پذير دی، مثلا موږه يوه موضوع په کُلي ډول درک او وروسته هغه تحليل او تجزيه کوو.

دلته له کُل څخه مطلب د يو شي د اجزاوو مجموعه نه ده، بلکې کُل نه مطلب د اجزاوو د رابطې نوعيت دی، کوم چې کُل تشکيلوي.

انسان هغه وخت يو شی زده کولی شي، چې د هغه په هکله فهم او بصيرت ولري، بصيرت او فهم هغه وخت منځته راځي، چې انساني فرد د موضوع د اجزاوو رابطه په خپل منځ کې او بيا په مجموع کې له کُل سره درک کړي، بناءً د تکرار او تمرين په عوض کوم چې په کور کورانه ډول د يوې موضوع د زده کړې لپاره زيات وخت ضايع کېږي، کوښښ بايد وشي، چې د فهم او بصيرت له لارې د موضوع ساختمان په جزيي او کُلي ډول درک او ذهن ته وسپارل شي، ترڅو زده کړه په واقعي او دايمي ډول صورت ونيسي، نه ميخانيکي او د موقت لپاره.(۶)

د کل نه جز ته په فارسی کې(رویکرد بالا به پایین) ، په انګلیسـي کې(top _ down approach) وايي.(۷)  

یوه فرضیه(دکل نه جز ته یا له جز نه کل ته) په ډول هم تر بحث لاندې نیول کېږي او اثبات ته رسېږي.د کل نه جز ته بحث له لوړه پیل کېږي او په ټیټه پای ته رسېږي او محقق د قیاس پر استدال موضوع د کل نه د جز په طرف تر مطالعې لاندې نیسي.مثال:

د رحمان بابا په شعر کې تصوف په هکله او یا رحمان بابا ته مختلفو لیکوالو صوفي لقب ورکړی دی، لکه پوهاند حبیبي، پوهاند رشتین، خادم صاحب، استاد الفت، بېنوا، روهي، دوست محمدکامل مومند او داسې نورو نظریات شته، د دې ټولو نظریاتو له مطالعې وروسته ځینې نظریات تاییدوي او ځینې ردوي او نتیجه داسې وباسي چې رحمان بابا اکثر شعرونه عرفاني رنګ لري او ده په سیستماتیک ډول د تصوف لاره تعقیب کړې نه ده. یا اکثر کتابونو کې اکثرو پوهانو د روښانیانو د دورې ډېرو شاعروانو ته عارفان ویلې دي او د دوی شعرونو ته عرفاني شاعري ویل شوې ده، دغه ټول نظریات د کل په ډول تر مطالعې لاندې نیول کېږي او نتیجه ګیري کوو چې روښانیان صوفیان دي او اکثر شعرونه یې تصوفي دي نه عرفاني.

فرضیه(د جز نه کل ته)

د جز نه کل ته په فارسی کې(رویکرد پایین به بالا) ، په انګلیـسي کې(bottom _ up approach) وايي. د جز نه کل ته اکثره قضيي د استقرايي استدلالونو په واسطه اثبات ته رسېږي. داسې فرضيي له ښکته نه پورته طرف ته بحث لاندې نیول کېږي او نوې نتیجه څرګندوي.

اکثره پوهان په دې نظر او فکر دي، چې لومړی بايد د کُل اجزا وپېژندل شي او وروسته له اجزا څخه کُل تشکيل شي.

مثلا د لوستلو په زده کړه کې لومړی حروف لکه ا- ب- پ- ج او نور وپېژندل شي او وروسته له هغوی څخه کلمه او له کلمې څخه وروسته جمله جوړه شي او د لوستلو مهارت په دې ډول تدريس شي.

مګر د ګشتالت د تيورۍ مطابق اول بايد کلمه او جمله د کُل په توګه شاګرد ته وښودل شي او وروسته د کلمې او جملې اجزا شاګرد ته وپېژندل شي او د حروفو او اوازونو رابطه يو له بل سره شاګرد ته د فهم او بصيرت له لارې توضېح شي.

مثلا د يو ماشين په ساختمان ابتدا بايد ماشين د کُل په توګه وپېژندل شي او وروسته د ماشين پرزه جات، د پرزه جاتو روابط او وظايف يو له بل څخه بېلې او ماشين په واقعي ډول تحليل شي. له ارواپوهنې پرته په ادبیاتو کې هم د جز نه کل ته مسله شته.

د مثال په ډول په ادب تیوري کې د غزل په تیوري بحث کوو او اراده مو وي چې د جز نه کل ته پر موضوع رڼا واچوو نو مجبوره یو چې د غزل پر پيدایښت، د پرمختګ تاریخي سیر او پایښت بحث وکړو.

پښتو ادبیاتو کې غزل په لرغونې دوره کې پیدا شو، د لرغونې دورې غزلې بېلې ځانګړنې درلودې او د دې دور د شاعرانو په غزلو کې ځینې معنوي توپیرونه لیدل کېږي چې دلایل یې څرګند دي خو د موضوع د اوږدوالي لپاره یادونه یې نه کوم. له دوی وروسته د روښانیانو د دور،خوشحال، رحمان بابا، حمید مومند او کاظم خان شیدا او په درېیمه دوره کې د روښانتیا، اوښتون، ویښتنیا، سمون او داسې نورو پړاوونو غزلونه د معنا او محتوا له مخې سره توپير لري.

دا چې انسانانان ټولنېز موجود دي، د ټولنې سیاسي، اقتصادي، ټولنېز، فرهنګي، علمي، رواني، ارثي او داسې نور عوامل د ده په دننني او بیروني جوړښتونو تاثیرکوي، که شاعر وي نو حتمي خبره ده چې د ټولنې دغه ټول عوامل به د ده شاعرۍ کې ښکاره کېږي، یعنې د غزل د معنوي توپير علت او معلول تر بحث لاندې نیول او په نتیجه کې د غزل تیوري لاس ته راتلای شي.

د غزل په تیورۍ بحث له جزیاتو پيل شو او په کل پای ته ورسېد او یا له ښکته پیل پورته خوا ته لاړ.

نور بیا………………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *