پوهنیار سیداصغر هاشمي

د فرضیه لیکنې لارښوونې

د هرې څېړنيزې موضوع په هکله محقق سره ذهني علمي طرحه پیدا کېږي، کله چې طرحه په عملي ډول تطبیق شي او د کاغذ پر مخ د سوال او ځواب په ډول ولیکل شي نو دې ته فرضیه ویل کېږي، چې کله فرضیه اثبات ته ورسېږي نو دې ته بیا علمي نظریه ویل کېږي. د نړۍ اکثره لویي نظريي په همدې شان پرمختګ کړی دی.

ـ مخکې له دې چې د محقق سره طرحه پيدا شي نو حتمي خبره ده چې له ده سره به د موضوع په هکله کافي معلومات وي، کله چې د محقق سره طرحه پیدا شي او په عملي ډول یې تطبیق کړي نو دې ته فرضیه ویل کېږي. مخکې له دې چې محقق فرضیه جوړه کړي دی باید پوه شي چې په انتخاب شوې موضوع له ده مخکې کومو محققینو کار کړی دی؟ کوم ډول فرضيي یې جوړې کړې وې؟ د کومو تکنیکونو نه یې ګټه اخیستې ده؟ او زما کار به کوم علمي توپير لري؟ د کومو تکنیکونو چې ګټه اخیستل شوې ده، څومره ګټور تمام شوي دي؟

د فرضيي نه پرته تحقیق کول د وخت ضایع کول دي او محقق نه شي کولای چې په کم وخت کې ډېرو علمي سوالونو ته ځواب ورکړي.

ـ فرضیه باید د څېړنيز کار په پيل کې ولیکل شي. دا د خاکې خام مواد دي، په دومره توپير سره چې دلته ځینې غیر علمي مسایل هم راځي، ترڅو چې د علمي کار په جریان کې د محقق سره د کار ټول یادښتونه موجود وي.

ـ هره فرضیه په قیاس ولاړه وي او د نړۍ اکثره نظریات په پیل کې د فرضيي په شکل وي خو د وخت او زمان په تیریدلو او د علمي هڅو پایله کې هغه پيش بیني چې شوې وي اثبات ته رسېږي.(۸)

د فرضيې ځانګړنې

د يوې ښې فرضيې لپاره لاندې ځانګړنې مهمې دي:

۱. د فرضيې د څېړنې امکان بايد موجود وي اوڅرګنده، مشخصه او ټاکلې وي.

۲. د فرضيې حدود بايدڅرګند وي، ترڅو چې له نورو فرضيو سره ګډه نه شي.

۳. د يوې ښې فرضيې نتيجه ښکاره او څرګنده وي او مثبته پايله تر لاسه کړي.

۴. فرضيه د ازمېښت، تجربې او مشاهدې وړتيا ولري.

۵. فرضيه څېړنې ته لورى ورکړي او د څېړونکي د چارو لارښوونې وکړي.

۶. په معمولي ډول د هرې مطرح شوې پوښتنې لپاره د څېړنې په طرح کې يوه فرضيه شتون ولري.

۷. فرضيه د بيانولو او څرګندولو ځواک ولري.

۸.اکثره فرضيي پيش بیني ګانې وي چې بیا په نظریاتو بدلیږي.(۹)

همدارنګه د څېړنې لارښود اثرکې د فرضيي د ځانګړنې په هکله مفصلې خبرې راغلې دي چې د موضوع د شرایطو په نظر کې نیولو سره د کار خبرې یې دلته راوړم.

د فرضيي تخصص

هر محقق باید د خپلې علمي توانمدۍ او مطالعې په نظر کې نیولو سره فرضیه د څېړنې لپاره انتخاب کړي.

که چېرې د ادب د څانګې متخصص د ادبپوهنې په برخه کې د علمي کار کولو ذکاوت ولري او دی د ادب تیوري او یا ژبپوهنې په برخه کې فرضیه جوړه او د لیکلو هڅه پيل کړي نو د ده کار به ښه پرمخ لاړ نه شي، ځکه چې دی د علم د هغې برخې په هکله چې فرضیه ورته جوړه شوې ده، کامله مطالعه او علمي صلاحیت نه لري.

په تحقیقاتي کارونو کې په انتخاب شوې موضوع تخصص او بیا د همدې موضوع لپاره فرضیه پيدا کول د لیکوال په تخصص کې راتلای شي.

د فرضيي لپاره مطالعه

 د هرې کامیابې فرضيي لپاره مطالعه اساسي اصل دی، په تحقیقاتي علمي کارونو کې مطالعه زیات ارزښت لري او همدا شان د فرضيي لپاره هم مهم دی.

د ډېرې مطالعې له امله کولای شو چې ښه موضوع انتخاب کړو او همدارنګه ورته ښه فرضیه جوړه کړو.

فرضیه د ازمیښت وړ وي

کله چې فرضیه جوړه شي او پر هغه کار کول پیل شي نو دا د فرضيي ازمیښت دی، د تحقیق دوه مرحلې دي، یوه یې د تحقیق کړنلاره او بل یې د موادو ټولول، په دې دواړو مواردو کې فرضیه ازميښت کېږي.

فرضیه باید په داسې تصوراتو او نظرونو بنا وي چې د ازمیښت وړ وي او امکان یې د څېړلو وي او یا اثبات ته رسول یې اسان کار وي. باید له هغې فرضیې چې د شواهدو لټول پکې ستونزمن وي تر سره نه شي.

فرضیه د تصدیق وړ وي

که چېرې د څو پوهانو رایه او نظر یو فرضيي لپاره یو شان وي نو پوهان په اتفاق سره یو نظر ورکړي نو دغه نظر ورکولو ته په فرضیه کې تصدیق وايي. که چېرې څو لیکوال په یو اتفاق سره داسې یوه فرضیه ومني نو په حقیقت کې دا د فرضيي لپاره تصدیق دی.(۱۰)

پایله: د هرې علمي تحقیقاتي لیکنې لپاره فرضیه جوړونه مهمه ده او د ټولو څېړنيزو جوړښتونو د ښه پرمخ وړلو او اثبات ته رسولو لپاره یوه اساسي مسله سمه فرضیه غوره کول له پیله ترپایه محقق ته رهنمايي کوي او د محقق لپاره د چراغ حیثیت لري.

هره علمي لیکنه که دا برخه ونه لري نو امکان یې شته چې محقق خپل کار په سم ډول پای ته ونه رسوي.

د نړۍ ټولې پرمختللې نظريي عادي فرضيي وې خو نن د انسانانو لپاره ګټورې دي نو د ژوند د پرمختګ لپاره حقایق کشفول د څېړنې کار دی او د هرې څېړنې لپاره مفروضه مهمه ده.

فرضیه د څېړنې حد او حدود ټاکي، علمي کار ته سرعت ورکوي او د نتیجې په لاس ته راوړلو کې مرسته کوي، محقق ته لارښوونه کوي چې له کومو موادو ګټه واخلي، کوم مواد سم او کوم ناسم دي. په څومره وخت کې علمي پروژه پای ته رسولای شي او داسې نور هغه موارد چې د څېړنې د کار لپاره مهم دي، د فرضيي لپاره مشخص کېږي.

ماخذونه

۱.پوهندوی جاویده احمدی: روش تحقیق کتابخانه یی و اجتماعی(چاپ چهارم) ، انتشارات حامد رسالت، کابل، ۱۳۹۵ ل کال، ۹۵ مخ.

۲.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۷۶مخ.

۳.کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې لارښود(دویم چاپ) ، د افغانستات د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۷ مخ.

۴.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۲۲۶ مخ.

۵.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۶۵ مخ.

۶. پوهنمل سیدرحمن هاشمي:عمومي ارواپوهنه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۸۴ مخ.

۷.دکتر خلیل میرزایی:پژوهش، پژوهشګری و پژوهشنامه نویسی(جلد دوم) ، انتشارات ازرخش، ایران، ۱۳۸۸ ل کال، ۱۵۴ـ ۱۵۵ مخونه.

۸.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ)  نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۲۳۰مخ.

۹.څېړنوال عبدالقیو ذاهد مشواڼی:د ادبي څېړنې پړاوونه، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکز، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۰۵ مخ.

۱۰. خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۷۸ـ ۷۹ مخونه.

په څېړنه کې د علت او معلول اړیکې

هره پدیده د بلې پدیدې نه پیدا کېږي، لکه څرنګه چې د نړۍ ټول انسانان له نورو انسانانو پیدا کېږي، دغه شان اکثره معلولې پدیدې د ځینو علتونو زیږنده وي.

په ادبیاتو کې تخلیقات د انسان په واسطه خلق کېږي او د تخلیق شویو لیکنو پلټنه د څېړنې دنده ده.اکثره څېړنيز موضوعات د ښې پلټنې لپاره د علت او معلول پر اړیکو پوهیدل اساسي اصل دی.

علت او معلول یو د بل سره اړیکه لري او د معلول د څېړلو لپاره پر علتونو پوهیدل مهم دي، ځکه چې د بېلا بېلو علتونو پر اساس معلولي پدیدې پيدا کېږي او کله کله په علومو کې د پرمختګ لامل ګرځي او کله هم د وروسته پاتې کېدو سبب کېږي.(۱)

په ادبیاتو کې ځینې مثبت علتونه د انسانانانو په داخلي تاثراتو تاثیرکوي او تخلیقګرکولای شي چې ښه شعر او یا هنري نثر ولیکي خو کله کله منفي تاثرات او علتونه د دې لامل کېږي چې بد او خراب شعرونه ټولنې ته وړاندې شي او د شاعرۍ د ګټې نه یې تاوان زیات وي چې مثالونه یې په ټولنې کې زیات دي. دلته شعر هغه معلول دی چې د مثبتو علتونو پر اساس ګټه رسوي او د منفي علتونو پر اساس تاوان.

علت څه ته وایي؟

په روزمره ژوند کې د علت او سبب د کلمې یادونه زیاته کېږي. پښتو پښتو تشریحي قاموس کې راغلي دي:(سبب، عامل، موجب، جهت، وجه، دلیل او یا هغه څه چې د معلول د وجود، فعلیت، اوښتون او خوځېدو سبب کېږي، هغه قوه(مادي وي او که غیر مادي) چې پر شي وارد شي.) (۲)

علتونه د هغو پدیدو مجموعه ده، چې په مادي او معنوي لحاظ په ټولنې کې واقع کېدای شي او د معلول د منځ ته راتګ او یا په معلول کې د مثبت او منفي تغیراتو لامل ګرځیدای شي.د مثال په ډول ټولنېزې خوشاليګانې او خفګانونه، سیاسي ښه او خراب حالات، فرهنګي وضع او داسې نور هغه مسایل دي چې په مستقیم اوغیر مستقیم ډول د انسان په روان او دننني تاثراتو تاثیر کوي او په عام ډول ټولو لیکنو او په خاص ډول په تخلیقاتي لیکنو کې تاثیرات لیدلای شو او همدغه علتونه دي چې د معلول زیږوي او د وخت او زمان سره پکې تغیرات لیدلای شو.علمي پرمختګ، پوهه، لوړ سیاسي شعور، فکري ځواکمنتیا او داسې نور هغه مسایل دي چې علت واقع کېږي او بیا هم د معلولو پدیدو مثبتو تغیراتو لامل کېدای شي چې دا په خپله معنوي علتونه دي. یعنې مادي او معنوي علتونه په معلول تاثیرات درلودای شي.

معلول څه ته وايي؟

معلول هغه پدیده ده چې د علت په واسطه ثابت شوې وي. علتونه دي چې معلولات منځ ته راوړي.

پښتو شعر هغه معلول دی چې د امیرکروړ له وخته(۱۳۹)لمریز کال نه تر نن پورې ډېر معنوي او بڼه ییز تغیرات پکې راغلې دي، دغه تغیرات د بېلا بېلو مادي او معنوي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي، ټولنېز، انساني، جنګي، سمتي، ژبني، قومي او داسې نورو علتونو په راتګ سره په شعر کې لیدل شوې دي.

د علت او معلول په هکله(فلسفه علمی) اثر کې د کار خبرې راغلي دي چې د موضوع د شرایطو سره سم د موضوع په باب د کار خبرې په لنډ ډول راوړم.

هره واقعه د بلې واقعې د پایلې او نتیجې له امله پيدا کېږي.هرمعلول د یو یا زیاتو علتونو زیږنده وي، کله چې د یوې پدیده پراساس بله پدیده لاس ته راشي، یوه پدیده علت او بله معلول ده. هغه پدیده او یا پدیدې چې د نورو پدیدو مخکې موجودې وي او د وروستیو پدیدو د رامنځ ته کېدو لامل وګرځي د علت په نوم یادیږي او هغه پدیدې چې د علت په واسطه منځ ته راځي د معلول په نوم یادیږي. علت د معلول نه مخکې موجود وي او د معلول په منځته راتلوکې علت اساسي نقش لري. د یاودنې وړ ده چې د هرې پدیدې وروسته بله پدیده چې منځته راځي ټولو ته د علت او معلول نوم ورکولای نه شو. د کال د هر فصل نه وروسته بل فصل پیل کېږي خو دا معنا نه لري چې یو د بل علت او معلول دي، څلور واړه فصلونه د ځمکې د انتقالي حرکت په علت منځ ته راځي.

د ماتریالیزم ډیالکتیک د علت او معلول په اړیکو تاکید کوي او یود بل لپاره لازم او ملزوم ګڼي. هېڅ معلول د علت پرته منځ ته راتلای نه شي، علت او معلول یو د بل سره دروني قانونمدي اړیکې لري.

یوه معلوله پدیده کېدای شي چې د څو علتونو پر اساس منځ ته راغلې وي او یا هم مثبتې او منفي خواوې پرې تاثیر کړی وي.

پښتو شعر د تاریخ په اوږدو کې هغه معلوله پدیده ده چې د مختلفو ټولنېزو، سیاسي، اقتصادي، رواني، کلتوري او داسې نورو لاملونو او علتونو پر اساس پيدا شوې ده او یا د مثبتو او منفي تغیراتو باعث ګرځي.

د علت او معلول اړیکې ډېر اهمیت لري، د معلول په هکله د حقایقو د اثبات لپاره په علتونو پوهیدل مهم اصل دی، کله چې علتونه کشف شوې نه وي نو په داسې مواردو کې پټ او مبهم وي، کله چې کشف شي، هغه علتونه چې د افسانو په ډول موجود وي، د علم ځای نیسي.(۳)

د نړۍ د ټولو علومو د پرمختګ لپاره د معلولو موضوعاتو حقایقو اثبات لپاره پر علتونو پوهېدل اړین دي.

 

په څېړنه کې علت او معلول

په ټولو څېړنيزو علومو کې علت او معلول سره رابطه لري. که چېره هره مساله تر بحث لاندې نیول کېږي نو باید پر علتونو یې پوه شو.

په ساینسي او اجتماعي علومو کې اکثر وخت معلولو مسایلو او موضوعاتو پلټنې لپاره پر علتونو پوهیدل اساسي مساله ده.

په طبي علومو کې د کلسترولو او د وینې غوړوالي په زیاتوالي که بحث کوو نو مجبوره یوچې په علتونو یې ځان پوه کړو او مریض باید ډېره خواږه شیان، غوړ، پروټیني غذاوې او داسې نور شیان ونه خوري، یعنې د همدغو شیانو خوړلو په علت معلوله مریضي پيدا او پرمختګ کوي.

که چېرې د طب په برخه کې د کلسترولو په زیاتوالي تحقیق کوو نو مجبوره یو چې له علتونو یې ځان خبر کړو او د علتونو پېژندل دي چې د معلول په پلټنه کې د محقق سره کومک کوي.

په یوې ټولنې کې فساد هغه معلوله پدیده ده چې علتونه یې بې کاري، بې عدالتي، بې علمي، سیاسي ناخوالې، انسان معنوي نا برابروالی، حق حقدار ته نه ورکول، ظلم او داسې نورې علتونه دي چې معلوله پدیده پرمختګ کوي.

په پښتو ادبیاتو کې د وخت او زمان په تیریدلو د سلیمان ماکو د ۶۱۲ لمریز کال د ساده نثرنه تر نن هنري نثرونو پورې چې څومره تغیرات راغلي دي، علتونه یې زیات دي چې د مثال په ډول کلتوري، سیاسي، اقتصادي، ټولنېز، پوهنېز، انساني، علمي او داسې نور وه چې نثر له پیله تر نن پورې زیات تغیرات کړي دي نو که محقق په نثر څېړنه کوي، دی مجبوره دی چې له علتونو ځان خبر کړي او د معلول د څېړنې لپاره په علتونو پوه شي.

نور بیا………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *