په ادب کې علت او معلول
په ادبي تحقیقاتي او تخلیقاتي لیکنو کې معلول اوعلت سره رابطه لري. په تخلیقاتو کې شعر او ډولونه یې، نثر او ډولونه یې او همدارنګه ځینو نورو ژانرونو باندې د څېړنې په صورت کې محقق د وخت او زمان له تغیراتو باخبره وي او د ټولو ادبي معلولو پدیدو د څېړلو لپاره په علتونو پوهیدل اړین دي.
په ادب تاریخ کې علت او معلول
په اجتماعي علومو کې ادبیات او په ادبیاتو کې ادب تاریخ هغه علم دی چې د تاریخ په پوړیو کې د ادبیاتو پر تغیراتو او تحولاتو بحث کوي.
په ادب تاریخ کې لیکوال، شاعران اود پوهانو په کړنو او پېژندلو بحث کېږي. د لیکوال په فکر او نظر کې چې څومره تغیرات راغلي دي دلیل یې ډول ډول علتونه وي چې اثبات ته رسولو لپاره علت او معلول په رابطې پوهیدل اړین دي.
انسان ټولنېز موجود دی او د ټولنې نه متاثره وي نو ځکه د ټولنې ټول تغیرات او تحولات او علتونه دي چې د انسان په پېژندلو کې خپل تاثیرات لري.
په اکثروادب تاریخونو کې د تحقیق د کتابتونې او شفاهي ډول او تاریخي مېتوده استفاده کېږي نو ادب تاریخ محقق باید د ټولو علتونو په نظر کې نیولو سره معلول مسایل تر بحث لاندې ونیسي.
په ادب تاریخونو کې د علت او معلول اړیکې ډېرې مهمې دي او هغه محقق به کامیابه وي چې په ټولو علمي مسایلو کې له دغو دوو پدیدو په تړاوبحث وکړي.
په ژبپوهنه کې علت او معلول
د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی نثر د سلیمان ماکو تذکرت الاولیا ۶۱۲ کال کې دی.دا هغه لیکنه ده چې د مختلفو علتونو پر اساس د لیکنې بېل طرز لري. د جملو جوړښت یې د پښتو ژبې ملي جوړښت ته ورته دی. د عربي ژبې تاثیرات په نثر کې لیدل کېږي. د پښتو ژبې سوچه لغات پکې زیات دي او داسې نور…
په هغه وخت کې اکثرو کسانو جوماتونو کې په عربي ژبه زده کړه کوله نو له همدې امله د عربي ژبې تاثیرات پکې شته. د لیک او لوست لپاره زمینه کمه وه نو په ارادي یا غیر ارادي ډول د سلیمان ماکو تذکرت الاولیا کې سوچه پښتو کلمات او ترکیبونه لیدل کېږي. دا او دې په شان ځینې نور علتونه وه چې لومړنی نثر کې لیدل کېږي.
د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعر په ۱۳۹ لمریزکال کې د امیر کروړ دی. د امیرکروړ شعر هغه معلول دی چې د لاندې علتونو پر اساس خاصې ځانګړنې لري.
د کروړ کورنۍ، په جنګ کې برخه درلوده او د خپل وخت مشران وه نو له همدې امله شعر یې حماسي رزمي رنګ لري.
دا شعر د پښتو ژبې سوچه لغات او ترکیبونه لري، علت یې دا دی چې په هغه وخت کې په پښتو ژبې د نورو ژبو تاثیرات کم وه.
د کروړ شعر د معنوي او فزیکي جوړښت له مخې د ریګویدا او اوستا ګاڅونونو او سندرو سره ورته والی لري، علت یې دا دی چې کروړ به د ریګویدا او اوستا مطالعه درلوده او یا د زماني واټن له مخې هغه وخت ته نږدې وختونونو کې ژوندی وه نو امکان لري چې په شفاهي ډول ځینې مسایل یې اوریدلي وي.(۴)
د سلمان ماکو نثر او د امیر کروړ شعر پښتو ادبیاتو کې لومړني لاس ته راغلي نثر او شعر دی، ځینې علتونه وه چې په دغه دوو لومړنیو ویناوو یې خپل تاثیرات درلودل نو په ژبنیو مسایلو کې او یا د ژبپوهنې د علم په برخه کې محقق باید د علت او معلول پر اړیکو پوه وي.
که محقق د پښتو ژبې پر تاریخ څېړنې ته تصمیم ولري نو دی مجبوره دی چې له اوستا او سانسګریت نه د پښتو اړیکې پيل او تر نن ورځې پورې پرې بحث وکړي نو په داسې مواردو کې محقق مجبوره دی چې د وخت له ټولو علتونو خبر وي.
په ادب تیوري کې علت او معلول
اکثره ادبي تیوري اثار د ادبیاتو د هر ژانر په هکله نظریات لري خو په تیوريکي ډول بحث ستونزمن کار دی او په هر ژانر چې بحث پيل کېږي باید د هغه پيدایښت، د پرمختګ سیر او پایښت د علت او معلول په نظر کې نیولو سره تر پلټنې لاندې ونیول شي.
په ځانګړي ډول تیوري د علت او معلول اړیکې د حقایقو د اثبات لپاره مشخص کوي او هغه علتونه چې په ټولنې کې موجود دي، د معلول د ښه روښانه کولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.
په ادبیاتوکې پرمختګ، نوې لاس ته راوړنې او کشفیات هغه وخت صورت نیسي چې د اجتماعي علومو پر ټولو علتونو خبر اوسواو په ساینسي او اجتماعي علومو کې د حقایقو د څرګندولو لپاره ښه زمینه سازي کولای شو.
هغه محقق چې دادب تیوري لیکلو اراده ولري او یا په ادبیاتو کې د نویو علومو د حقایقو د ثابتولو تصمیم ولري نو دی مجبوره دی چې د علت او معلول له اړیکو خبر وي. په غزل د تیورۍ په رڼا کې لنډ بحث کوو.
د لومړۍ دورې غزلې:د پښتو ادبیاتو لومړۍ دوره د ۱۳۹ کال نه پيل تر ۱۰۰۰ کاله پورې دوام کوي. د دې دورې لومړنی غزل لیکونکی په ۲۲۳ کال کې ابو محمد هاشم زید سرواني دی.
ابو محمدهاشم په عراق کې د ابن خلاد چې په ابوالعینا مشهورو، شاګرد و، دا یو ظریف او ادیب سړی و، په یو شعر یې درهم ستایلي دي او ابو محمد هاشم هغه شعرپه پښتو اړولی دی.(۵)
په لرغونې دورې کې دا لومړنی ژباړل شوی شعر دی، چې د عربي ژبې نه پښتوژبې ته ترجمه شوی دی، د عربي او فارسي ژبې لغات(درهم، خاوند اوزر) پکې له ورایه معلومېږي، د شرقي شاعرۍ(عروضي شعرونو) لومړنۍ نمونه ده، دا چې په نظم کې د عربي ژبې لغات لیدل کېږي اوشکلي جوړښت یې هم د عربي ژبې دی، حقیقت دا دی چې د عریي ژبې نه ژباړل شوی دی.
په دې دوره کې بل غزل ویونکی شاعر اکبر زمینداور دی، د اکبر غزلې عشقي منځپانګه لري. غزلې د تحمیدیه قصیدو لومړنۍ(تشبیب، نسیب او تغزل) برخه ده، د قصیدو د پیل په دغه برخه کې اکثره وخت عشقي مسایل راتله، د وخت او زمان په تېریدلو دغه برخه د تحمیدیه قصیدو بېله شوه او د غزل په نوم یاد شو، په لومړیو وختونو کې اکثرو غزلې عشقي منځپانګه درلوده نو له همدې امله د اکبر غزلې هم مینه ییز محتوا لري.(۶)
د لومړۍ دورې غزلې د ځینو علتي شرایطو پر اساس منفرد خصوصیات لري او محقق باید علتونه پيدا او معلولي پدیدې تر څېړنې لاندې ونیسي.
د دویمې دورې غزلې:د دویمې دورې لومړنی شاعر بایزید روښان دی.د روښان ادبي مکتب تصوفي او سیاسي وه نو له همدې امله د روښان او د لارويانو په غزلو کې د تصوف د ځانګړي مکتب مسایل زیات دي.
روښان د تصوف استاد او ډېر لارويان یې درلود نوځکه یې اکثره غزلې د معنا له مخې د صوفیزم په لارې او طریقې برابرې دي. دوی د مغلو سره توده او سړه جګړه پر مخ وړله چې د دوی د سړې جګړې ښه وسیله په شعر کې تصوفي او سیاسي مسایل وه.
د تیوري له نظره ځینې علتونه موجود وه چې د دویمې دورې د روښانیانو غزلې د لرغونې دورې له غزلوسره د معنا له مخې توپير درلود، د دغو معلولو پدیدو د څرګندولو لپاره د علتونو پېژندل مهم دي.
د روښان نه وروسته د خوشحال د ادبي مکتب غزلو هر ډول محتوا درلوده، د غزل ډولونه رامنځ ته شول، د خوشحال غزلې د لومړۍ دورې غزلو او همدارنګه د روښان د دورې غزلو سره توپير درلود چې علتونه یې زیات دي.
د رحمان بابا ادبي مکتب او د عبدالحمید مومند د ادبي مکتب غزلو د معنا له مخې بیا بېله لاره درلوده، د رحمان بابا غزلې د مجازي او حقیقي مینې په هکله عرفاني غزلې وي او حمید مومند او کاظم خان شیدا د هندې ادبي مکتب د غزلو اساس کېښود او لاملونه یې په ځینو کتابونو کې شته چې د موضوع د طوالت له امله ترې تېریږم خو دا یادونه اړینه بولم چې د تاریخ په اوږدوکې غزلو د معنوی او شکلي جوړښت له مخې ځینې توپيرونه درلودل چې دلیل یې د وخت ځینې لاملونه دي.
د درېیمې دورې غزلې: د درېیمې دورې غزلې د لومړۍ او دویمې دورې سره توپیر لري.په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه، سیاسي کشمکشونه، ټولنېز پرمختګونه، سیستماتیک پوهنیز نظام او ځایونه، په پښتو د نړیوالو او ځینو ګاونډیو ژبو تاثیرات او داسې لاملونه وه چې په غزلونو کې د محتوا له مخې ځینې توپيرونه لیدل کېږي.
د درېیمې دورې په پيل کې د مکتبونو جوړیدل، اخبارونو او جریدو خپرونې، پلونه او شفاخانې، علمي پرمختګونه، د نورو ملکونو نه په کار پوه خلک راتلل او داسې لاملونه وه چې د اوښتون پړاو غزلو باندې تاثیرات درلود.(۷)
له دې پړاوه وروسته د ويښتیا پړاو لیکوالو او شاعرانو داسې تصمیم درلود چې په تخلیقاتو کې هنریت او شعریت پرځای پيغام راوړل شي. د ویښو زلمیانو اکثره اهداف د شاعرانو او لیکوالو په لیکنوکې شته چې ښه نمونه یې د ګل پاچا الفت تخلیقات دي او همدارنګه ځینې نور سببونه وه چې د دې دورې په غزلو کې لیدل کېږي.
په ټولو تخلیقاتي لیکنو کې د معلولاتو د پيدایښت، د پرمختګ سیر او پایښت هغه وخت ښه بحث کېدای شي چې د وخت د ټولو علتونو معلومات ولرو او د حقایقو د اثبات لپاره له دې مهمه علمي لاره نشته، د ټولو علومو او په خاص ډول د اجتماعي علومو څېړنيزو موضوعاتو لپاره د علت او معلول اړیکو پوهیدل اساس دی.
پایله: هره معلوله پدیده د علتونو په سبب پیدا کېږي نو د معلولاتو پلټنې لپاره په علتونو پوهیدل اړین دي.
دغه دوه پدیدې په عام ډول ټولوعلوموکې او په خاص ډول اجتماعي علومو سره نږدې اړیکې لري، انسان ټولنېز موجود دی، معلولې پدیدې په ټولنه کې پیدا کېږي او علتونه هم د ټولنې زیږنده وي نو انسان، ټولنه او محیط او ښه او خراب حالات د مثلث هغه درې خواوې دي چې د علت او معلول په رامنځ ته کولو کې اساسي نقش لري.
ماخذونه
۱.پوهاند عصمت الله عثمانی:روش تحقیق در علوم احتماعی(چاپ دوم) ، انتشارات یوسف زاده، کابل، ۱۳۹۴ ل کال، ۶۲ مخ.
۲. بېلا بېل:اريانا دايرة المعارف (درېيم ټوک) ،د افغانستان علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۸۹ ل کال، ۲۱۹۹ مخ.
۳. فلسفه علمی:محمد اسلم افضلی، کابل، ۱۳۶۵ کال، ۶۵ مخ.
۴.پوهیالی سیداصغر هاشمي:د پښتو ژبې ادبي سرلاري، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۶۶ مخ.
۵.پوهیالی سیداصغر هاشمي: پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره) ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۸۹ مخ.
۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي، بولـله له پیله تر خوشحاله، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۷۷ مخ.
۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي، د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه، دانش خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۴۴ مخ.